Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د رسولانو عملونه - (افغان پښتو - می ۲۰۱۹)

دوهم فصل

د روح القدس نازلېدل

۱کله چې د پنتیکاست ورځ راورسېدله، ټول ایمانداران په یو ځای کې سره راټول شوي وو. ۲ناڅاپه د آسمان څخه د یو تېز باد په شان یو آواز راغی او په کوم کور کې چې هغوی ناست وو، ټولو دا آواز واورېد. ۳هلته هغوی ته د اور د لمبو په شان ژبې راښکاره شوې او په هغوی هر یو باندې نازلې شوې. ۴هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او څنګه چې روح القدس هغوی ته د خبرو کولو قدرت ورکړ، نو په نورو ژبو یې خبرې شروع کړلې.

۵په هغه وخت کې پرهېزګاره یهودیان چې د نړۍ د هر هېواد څخه راغلي وو، په اورشلیم کې اوسېدل. ۶کله چې هغوی دا آواز واورېد، نو ډېر خلک سره راټول شول او حیران پاتې شول، ځکه چې هغوی ټولو واورېدل چې ایماندارانو د هغوی په ژبو خبرې کولې. ۷هغوی ډېر حیران پاتې وو او ویل یې: «آیا دا ټول جلیلیان نه دي چې خبرې کوي؟ ۸نو بیا څنګه مونږ هر یو په خپله مورنۍ ژبه د هغوی خبرې اورو؟ ۹مونږ پارتیانو، مادیانو، ایلامیانو، د بین النهرین اوسېدونکو، د یهودیې او کپدوکیې، پنتوس، د آسیا د ولایت ۱۰او فریجیې او پمفیلیې، مصر او لیبیا د سیمو څخه چې د قیروان ښار ته نژدې دي، رومي مسافران ۱۱چې اصلي یهودیان او څوک چې یهودیان شوي دي، کریتیان او عربان یو. خو بیاهم مونږ د هغوی خبرې چې د خدای د حیرانوونکو کارونو په هکله یې کوي په خپلو خپلو ژبو اورو.» ۱۲هغوی حیران او وارخطا ولاړ وو او یو د بله څخه یې پوښتنه کوله چې دا څه معنی لري؟ ۱۳خو نورو به ملنډې وهلې او ویل به یې چې دا خلک نشه دي.

د پطروس وعظ

۱۴بیا پطروس د نورو یوولسو رسولانو سره ودرېد او په لوړ آواز یې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په وینا کې وویل: «ای یهودیانو او د اورشلیم اوسېدونکو! زه چې څه وایم، غواړم په هغې باندې پوه شئ او په غور سره یې واورئ. ۱۵لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ دا خلک نشه نه دي، ځکه چې اوس لا د سهار نهه بجې دي. ۱۶بلکې، دا هغه څه دي چې د یوییل نبي د هغه په هکله ویلي وو:

۱۷خدای وایي: په آخرو ورځو کې به داسې وشي

زه به خپل روح کړمه نازل په ټولو خلکو باندې

ستاسو لورګانې او زامن به نبوت کوي

ستاسو ځوانان به رویاګانې ویني

او ستاسو سپین ږیري به خوبونه ویني

۱۸هو، حتی په خپلو غلامانو او په وینځو باندې

به هم نازل کړمه خپل روح په هغو ورځو کې

او دوی به کوي نبوت

۱۹زه به وښایم عجیبه کارونه پاس په آسمان کې

او حیرانوونکې نښې لاندې په ځمکه باندې

یعنې وینه تویېدل، اور او سخت لوګی

۲۰مخکې له دې چې راشي ورځ د څښتن

یعنې لویه او د جلال ورځ

لمر به بدل شي په تیاره باندې

او د سپوږمۍ رنګ به شي سور

لکه د وینې په شان

۲۱نو بیا داسې به وشي چې هرڅوک چې د څښتن په نوم مرسته وغواړي

هغه به وژغورل شي.

۲۲ای د اسراییلو خلکو! دې خبرو ته غوږ ونیسئ: ناصري عیسی یو سړی ؤ چې خدای هغه تاسو ته د معجزو، حیرانوونکو کارونو او نښو له لارې چې خدای د هغه په وسیله ستاسو په منځ کې وښودلې، ثابته کړه چې هغه څوک دی لکه څنګه چې تاسو په خپله ورباندې خبر یئ. ۲۳دا سړی تاسو ته د خدای د ټینګې ارادې او پوهې له مخې په لاس درکړل شو او تاسو هغه د بدکارانو په مرسته په صلیب ځوړند او مړ مو کړ. ۲۴خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ او د مرګ د عذاب څخه یې خلاص کړ، ځکه چې مرګ نه شو کولای هغه په خپلو منګولو کې وساتي. ۲۵ځکه چې داود د هغه په هکله ویلي وو:

زه وینم چې تل څښتن زما سره دی

هغه موجود دی زما ښي لاس ته چې زه ونه وېرېږم

۲۶نو زما زړه دی خوشحال

کله چې کړم خبرې نو ډېر خوشحاله یمه

او په امید کې به آرام اوسي بدن زما

۲۷ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې

او ته به پرېنږدې مړی د خپل پاک خادم چې شي خراب

۲۸تا راته وښودلې لارې د ژوند

په خپل دیدار به کړې ما ډک د خوشحالیو څخه

۲۹ای ګرانو دوستانو! زه کولای شم په پوره ډاډ سره د خپل نیکه داود په هکله تاسو ته ووایم چې هغه مړ شو او ښخ شو او د هغه قبر تر نن ورځې پورې دلته موجود دی. ۳۰خو داود پیغمبر ؤ او پوهېده چې خدای ورسره وعده کړې او قسم یې خوړلی چې د هغه د اولادې څخه به یو کس د پاچاهۍ په تخت کښېنوي. ۳۱داود پوهېده چې څه به کیږي او ویلي یې وو چې مسیح به بېرته راژوندی کیږي. هغه وویل چې خدای به هغه د مړو په دنیا کې پرېنږدي او نه به د هغه مړی خرابېدو ته پرېږدي. ۳۲خدای همدغه عیسی د مړو څخه راژوندی کړ او مونږ ټول د دې شاهدان یو. ۳۳نو بیا عیسی پورته یوړل شو چې د خدای ښي لاس ته کښېني او هغه د آسماني پلار له خوا وعده شوی روح القدس تر لاسه کړ چې دا روح په مونږ باندې نازل کړي، چې اوس یې تاسو وینئ او اورئ. ۳۴ځکه چې داود خپله آسمان ته نه ؤ پورته شوی، خو هغه وایي:

څښتن وویل زما بادار ته

کښېنه زما ښي لاس ته

۳۵ترڅو ستا دښمنان کړمه ستا د پښو لاندې

۳۶نو د اسراییلو ټول خلک دې په یقین سره په دې پوه شي چې هغه عیسی چې تاسو په صلیب ځوړند کړی ؤ، خدای هغه څښتن او مسیح کړ.»

۳۷کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو دوستانو! مونږ باید څه وکړو؟» ۳۸پطروس هغوی ته وویل: «توبه وباسئ او تاسو هر یو د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، نو بیا به د روح القدس نعمت تر لاسه کړئ. ۳۹ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.» ۴۰پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.» ۴۱کومو خلکو چې د پطروس پیغام قبول کړ نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ نژدې درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.

د ایماندارانو ژوند

۴۲ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه.

۴۳د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله. ۴۴ټول ایمانداران به تل سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو. ۴۵هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې. ۴۶هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله. ۴۷هغوی به د خدای ثناه ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.