د رسولانو عملونه

دوهم فصل

د روح القدس نازلېدل

۱کله چې د پنتیکاست ورځ راورسېدله، ټول ایمانداران په یو ځای کې سره راټول شوي وو. ۲ناڅاپه د اسمان څخه د یو تېز باد په شان یو اواز راغی او په ټول کور کې چې هغوی په کې ناست وو، دا اواز خپور شو. ۳هلته هغوی ته د اور د لمبو په شان ژبې راښکاره شوې او په هغوی هر یو باندې نازلې شوې. ۴هغوی ټول د روح القدس څخه ډک شول او څنګه چې روح القدس هغوی ته د خبرو کولو توان ورکړ، نو په نورو ژبو یې خبرې پیل کړلې.

۵په هغه وخت کې پرهېزګاره یهودیان چې د نړۍ د هر هېواد څخه راغلي وو، په اورشلیم کې اوسېدل. ۶کله چې هغوی دا اواز واورېد، نو ډېر خلک سره راټول شول او حیران پاتې شول، ځکه چې هر یو د ایماندارانو خبرې په خپلو ژبو باندې اورېدلې. ۷هغوی ډېر حیران پاتې وو او ویل یې: «ایا دا ټول جلیلیان نه دي چې خبرې کوي؟ ۸نو بیا څنګه مونږ هر یو په خپله مورنۍ ژبه د هغوی خبرې اورو؟ ۹مونږ پارتیانو، مادیانو، ایلامیانو، د بین النهرین اوسېدونکو، د یهودیې او کپدوکیې، پونتوس، د اسیا د ولایت ۱۰او فریجیې او پمفیلیې، مصر او لیبیا د سیمو څخه چې د قیروان ښار ته نژدې دي، رومي مسافران ۱۱چې اصلي یهودیان او څوک چې یهودیان شوي دي، کریتیان او عربان یو. خو بیاهم مونږ د هغوی خبرې چې د خدای د حیرانوونکو کارونو په هکله یې کوي په خپلو خپلو ژبو اورو.» ۱۲هغوی حیران او وارخطا ولاړ وو او یو د بله څخه یې پوښتنه کوله چې دا څه معنی لري؟ ۱۳خو نورو به ملنډې وهلې او ویل به یې چې دا خلک نشه دي.

د پطروس وعظ

۱۴بیا پطروس د نورو یوولسو رسولانو سره ودرېده او په لوړ اواز یې د خلکو ګڼې‌ګوڼې ته په وینا کې وویل: «ای یهودیانو او د اورشلیم اوسېدونکو! زه چې څه وایم، غواړم په هغې باندې پوه شئ او په غور سره یې واورئ. ۱۵لکه څنګه چې تاسو فکر کوئ دا خلک نشه نه دي، ځکه چې اوس لا د سهار نهه بجې دي. ۱۶بلکې دا هغه څه دي چې یوییل نبي د هغه په هکله ویلي وو:

۱۷خدای وایي: په اخرو ورځو کې به داسې وشي. زه به خپل روح کړمه نازل په ټولو خلکو باندې ستاسو لورګانې او زامن به زما پیغام رسوي ستاسو ځوانان به رویاګانې ویني او ستاسو سپین‌ږیري به خوبونه ویني ۱۸هو، په هغو ورځو کې حتی په خپلو غلامانو او وینځو باندې به هم خپل روح نازل کړم او دوی به زما پیغام رسوي. ۱۹زه به پاس په اسمان کې عجیبه کارونه وښایم او لاندې په ځمکه باندې حیرانوونکې نښې یعنې وینه، اور او سخت لوګی. ۲۰مخکې له دې چې د څښتن ورځ راشي یعنې لویه او د جلال ورځ، نو لمر به په تیاره باندې بدل شي او د سپوږمۍ رنګ به لکه د وینې په شان سوري شي. ۲۱نو بیا به داسې وشي چې هرڅوک د څښتن په نوم چې مرسته وغواړي، هغه به وژغورل شي.

۲۲ای د اسراییلو خلکو! دې خبرو ته غوږ ونیسئ: ناصري عیسی یو سړی ؤ چې خدای هغه تاسو ته د معجزو، حیرانوونکو کارونو او نښو له لارې چې خدای د هغه په وسیله ستاسو په منځ کې وښودلې، ثابته کړه چې هغه څوک دی، لکه څنګه چې تاسو په خپله ورباندې خبر یئ. ۲۳دا سړی تاسو ته د خدای د ټینګې ارادې او پوهې له مخې په لاس درکړل شو او تاسو هغه د بدکارانو په مرسته په صلیب ځوړند او مړ مو کړ. ۲۴خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ او د مرګ د عذاب څخه یې خلاص کړ، ځکه چې مرګ نه شو کولای هغه په خپلو منګولو کې وساتي. ۲۵ځکه چې داود د هغه په هکله ویلي وو:

‹زه وینم چې تل څښتن زما سره دی

هغه موجود دی زما ښي لاس ته

چې زه ونه غورځېږم

۲۶نو زما زړه دی خوشحال

کله چې کړم خبرې نو ډېر خوشحاله یمه

او اوسي په هیله کې به ارام بدن زما

۲۷ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې

او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم

چې شي خراب

۲۸تا راته وښودلې لارې د ژوند

په خپل دیدار به کړې ما ډک

د خوشحالیو څخه›

۲۹ای ګرانو دوستانو! زه کولای شم په پوره ډاډ سره د خپل نیکه داود په هکله تاسو ته ووایم چې هغه مړ شو او ښخ شو او د هغه قبر تر نن ورځې پورې دلته موجود دی. ۳۰خو داود پیغمبر ؤ او پوهېده چې خدای ورسره وعده کړې او قسم یې خوړلی چې د هغه د اولادې څخه به یو کس د پاچاهۍ په تخت کښېنوي. ۳۱داود پوهېده چې څه به کیږي او ویلي یې وو چې مسیح به بیا راژوندی کیږي. هغه وویل چې خدای به هغه د مړو په دنیا کې پرېنږدي او نه به د هغه مړی خرابېدلو ته پرېږدي. ۳۲خدای همدا عیسی د مړو څخه راژوندی کړ او مونږ ټول د دې شاهدان یو. ۳۳نو بیا عیسی پورته یووړل شو چې د خدای ښي لاس ته کښېني او هغه د اسماني پلار له خوا وعده شوی روح القدس تر‌لاسه کړ او په مونږ باندې یې نازل کړ چې اوس یې تاسو وینئ او اورئ. ۳۴ځکه چې داود خپله اسمان ته نه ؤ پورته شوی، خو هغه وایي:

څښتن وویل زما بادار ته

کښېنه زما ښي لاس ته

۳۵ترڅو ستا دښمنان کړم

ستا د پښو لاندې

۳۶نو د اسراییلو ټول خلک دې په یقین سره په دې پوه شي چې هغه عیسی چې تاسو په صلیب ځوړند کړی ؤ، خدای هغه څښتن او مسیح وټاکه.»

۳۷کله چې خلکو دا واورېدل، نو زړونه یې مات شول. هغوی پطروس او نورو رسولانو ته وویل: «ای ګرانو دوستانو! مونږ باید څه وکړو؟» ۳۸پطروس هغوی ته وویل: «تاسو هر یو باید د خپلو ګناهونو نه توبه وباسئ او د عیسی مسیح په نوم د تعمید غسل واخلئ، په دې ډول به ستاسو ګناهونه وبخښل شي او روح القدس به د یو نعمت په توګه تر‌لاسه کړئ. ۳۹ځکه چې دا وعده ستاسو سره، ستاسو د اولادونو او هغو خلکو سره ده چې په لېرې ځایونو کې اوسیږي، یعنې د هغو ټولو سره چې زمونږ څښتن خدای یې خپل ځان ته رابولي.» ۴۰پطروس هغوی ته نورې ډېرې خبرې وکړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ او ویې ویل: «خپل ځانونه د دې زمانې د بدکارو خلکو څخه وساتئ.» ۴۱کومو خلکو چې د پطروس پیغام ومانه، نو هغوی ته د تعمید غسل ورکړل شو. په هغه ورځ شاوخوا درې زره کسان د ایماندارانو د ډلې سره یوځای شول.

د ایماندارانو ژوند

۴۲ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه. ۴۳د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله. ۴۴ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو. ۴۵هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې. ۴۶هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله. ۴۷هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.