د رسولانو عملونه

درېم فصل

پطروس او یوحنا یو شل سړي ته شفا ورکوي

۱یوه ورځ د ماسپښین درې بجې چې د عبادت وخت ؤ، پطروس او یوحنا د خدای کور ته تلل. ۲یو سړی چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ، د خدای د کور د هغې دروازې مخې ته چې د ښکلې دروازې په نوم یادېدله کښېناسته، ترڅو د خلکو څخه چې د خدای کور ته به ننوتل، خیرات وغواړي. ۳کله چې هغه شل سړي ولیدل چې پطروس او یوحنا د خدای کور ته ننوځي، نو د هغوی څخه یې خیرات وغوښت. ۴پطروس او یوحنا هغه ته په ځیر ځیر وکتل او پطروس ورته وویل: «مونږ ته وګوره.» ۵هغه شل سړي هغوی ته وکتل او تمه یې لرله چې د هغوی څخه به کوم څه تر‌لاسه کړي. ۶خو پطروس وویل: «زه سره زر یا سپین زر نه لرم، خو څه چې لرم هغه تاته درکوم. د ناصري عیسی مسیح په نوم امر کوم چې پاڅېږه او وګرځه.» ۷بیا پطروس هغه د ښي لاس څخه ونیوه او د هغه سره یې مرسته وکړه چې ویې دروي. سمدلاسه د هغه په پښو او د پښو په بندونو کې قوت پیدا شو. ۸بیا هغه زر پاڅېده او په خپلو پښو ودرېده او روان شو. بیا هغه سړی د هغوی سره د خدای کور ته ننوت، ګرځېده او ټوپونه یې وهل او د خدای ثنا یې ویله. ۹ټولو خلکو ولیدل چې هغه ګرځېده او د خدای ثنا یې ویله. ۱۰کله چې هغوی دا سړی وپېژانده چې دا هماغه سړی دی چې د خدای د کور د ښکلې دروازې په خوله کې به ناست ؤ او خیرات به یې غوښته، نو ټول هک حیران شول چې په هغه باندې څه وشول.

د خدای په کور کې د پطروس وعظ

۱۱په داسې حال کې چې هغه سړي پطروس او یوحنا کلک نیولي وو، ټولو خلکو په حیرانتیا سره په هغه ځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، د هغوی خواته منډې وهلې. ۱۲کله چې پطروس خلک ولیدل، نو هغوی ته یې په وینا کې وویل: «ای د اسراییلو خلکو، تاسو ولې په دې کار حیران شوئ او ولې مونږ ته داسې ګورئ؟ تاسو فکر کوئ چې دا سړی مونږ په خپل قدرت او دیندارۍ سره جوړ کړ چې وګرځي؟ ۱۳د ابراهیم، اسحاق، یعقوب یعنې زمونږ د نیکونو خدای خپل خدمتګار عیسی ته لویي ورکړې ده. خو تاسو هغه حاکمانو ته په لاس ورکړ او د پیلاتوس په حضور کې مو د هغه څخه انکار وکړ، که څه هم پیلاتوس پرېکړه کړې وه چې هغه ازاد کړي. ۱۴تاسو د هغه سپېڅلي او نېک سړي څخه انکار وکړ او د یو قاتل د خوشې کولو غوښتنه مو وکړه. ۱۵تاسو هغه څوک وواژه چې د ژوندون سرچینه ده، خو خدای هغه بېرته د مرګ څخه راژوندی کړ او مونږ د دې شاهدان یو. ۱۶دا د عیسی د نوم قدرت ؤ چې هغه شل سړي ته یې چې تاسو یې وینئ او پېژنئ، توان ورکړ. د عیسی په نوم او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره دا سړی بالکل روغ شو او تاسو یې وینئ.

۱۷اوس ای زما ورونو! زه پوهېږم چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ سره کړی دی. ۱۸خو خدای چې کومه پېشګویي د خپلو پیغمبرانو په وسیله کړې وه چې د خدای مسیح به تکلیفونه وزغمي، هغه یې پوره کړه. ۱۹نو توبه وباسئ او د خدای خواته راوګرځئ، ترڅو ستاسو ګناهونه وبخښل شي. ۲۰بیا به داسې وختونه راشي چې څښتن تاسو ته روحاني سکون درکړي. خدای به تاسو ته عیسی چې ستاسو دپاره ټاکل شوی مسیح دی، درولېږي. ۲۱لکه څنګه چې خدای د خپلو سپېڅلو پیغمبرانو په وسیله ډېر پخوا وعده کړې وه، عیسی باید تر هغه وخته پورې په اسمان کې پاتې شي، ترڅو ټول شیان بېرته جوړ شي. ۲۲ځکه چې موسی وویل: ‹ستاسو څښتن خدای به ستاسو د خپل قوم څخه زما په شان یو پیغمبر درولېږي. هغه چې هرڅه وایي تاسو به ورته غوږ نیسئ. ۲۳هرڅوک چې د هغه پیغمبر خبرو ته غوږ ونه نیسي او هغه ونه مني، نو هغه به د خدای د قوم څخه وویستل شي او له منځه به یووړل شي.› ۲۴سموییل او نورو ټولو پیغمبرانو چې د هغه څخه وروسته راغلي دي په دې هکله خبرې کړې وې چې په دې ورځو کې به څه وشي. ۲۵تاسو د پیغمبرانو وارثان یئ او په هغه لوظ کې شریک یئ چې خدای ستاسو د نیکونو سره کړی دی، لکه څنګه چې خدای ابراهیم ته وویل: ‹ستا د اولادې په وسیله به د نړۍ ټول خلک برکت ومومي.› ۲۶کله چې خدای خپل خدمتګار عیسی وټاکه، نو هغه یې اول تاسو ته درولېږه چې تاسو هر یو د خپلو بدو لارو څخه راواړوي او برکت درته درکړي.»