Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د عاموس نبي کتاب
شپږم فصل
د اسراییلو او یهودا تباه کېدل
۱ افسوس ستاسو په حال چې په صهیون کې ارام ژوند تېروئ او تاسو چې په سامره کې په امن کې یئ. ای د اسراییلو د ډېر لوی قوم مشرانو، چې خلک درته د مرستې په خاطر درځي! ۲ لاړ شئ او د کلنه ښار ته وګورئ. بیا د حمات لوی ښار ته لاړ شئ او بیا د فلسطین ښار جت ته لاړ شئ. ایا تاسو د یهودا او اسراییلو د پاچاهیو څخه ښه یئ؟ ایا د هغوی سیمه ستاسو د سیمې څخه لویه ده؟ ۳ تاسو دا نه منله چې د مصیبت هغه ورځ راروانه ده، خو ستاسو د خپلو بدو عملونو له امله به د ظلم او زیاتي حکومت قایم شي.
۴ افسوس ستاسو په حال چې د فیل په غاښونو باندې په ښکلي کړای شویو تختونو او نرمو توشکونو باندې ناست یئ او د چاغو خوسيو او وریو په غوښو باندې مېلې کوئ! ۵ تاسو دا خوښوئ چې د داود په شان سندرې جوړې کړئ او د چنګونو د ساز سره یې ووایئ. ۶ تاسو په جامونو جامونو شراب څښئ او ډېر ښه عطر کاروئ، خو د اسراییلو په تباهۍ باندې ویر نه کوئ. ۷ نو تاسو به لومړني خلک یئ چې په جلاوطنۍ باندې به ځئ. ستاسو اخترونه او مېلمستیاوې به پای ته ورسیږي.
۸ مطلق قادر څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خوړلی دی او داسې وایي: «زه د اسراییلو د غرور نه کرکه لرم او د هغوی د عیاشۍ کلاګانې مې بدې راځي. زه به د هغوی پایتخت او هر څه چې په کې دي، هغه به دښمنانو ته ورکړم.»
۹ که په یوې کورنۍ کې لس تنه هم پاتې وي، نو هغوی به مړه شي. ۱۰ د مړ شوي کس کوم خپلوان چې د جنازې د مراسمو مشري کوي، هغه به هغه مړی د کور نه یوسي. نو دا خپلوان به د هغه چا نه چې ژوندی پاتې شوی دی، پوښتنه کوي: «ایا ستاسو په کور کې نور څوک شته؟» نو هغه به ځواب ورکړي: «نه!» نو هغه خپلوان به یې ووایي: «غلی شه! مونږ باید احتیاط وکړو چې د څښتن نوم هم په خوله وانخلو.»
۱۱ نو کله چې څښتن حکم وکړي، لوی او واړه کورونه دواړه دې د خاورو سره خاورې شي. ۱۲ ایا اسونه په ګټانو باندې ځغلېدلی شي؟ ایا څوک په بحر کې په غویانو باندې قلبه کولای شي؟ خو تاسو انصاف په زهرو بدل کړی او د عدالت خوږه مېوه مو ترخه کړې ده.
۱۳ تاسو د لودیبار د ښار په نیولو خوشحالي کوئ. تاسو لافې وهئ او وایئ: «مونږ دومره تکړه یو چې د کارناییم ښار هم نیولی شو.»
۱۴ مطلق قادر څښتن خدای په خپله وایي: «ای د اسراییلو خلکو، زه به یو پردی لښکر درولېږم چې ستاسو وطن ونیسي. هغوی به په شمال کې د حمات د غاښي نه نیولې په جنوب کې د عربه تر ویالې پورې په تاسو باندې ظلم کوي.»