Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن تعالی ماته رویا وښودله. په هغې رویا کې ما ولیدل چې وروسته له هغې چې د پټیو څخه هغه حاصلات چې د پاچا برخه وه، راټول شول او د غلو دوهم فصل نوی شین شوی ؤ، څښتن ډلې ډلې ملخان راپیدا کړل. ۲ ما په خپلې رویا کې ولیدل چې ملخانو د ځمکې په مخ ټول شنه بوټي وخوړل. نو بیا ما وویل: «ای څښتن تعالی، خپل قوم دې وبخښه! د اسراییلو قوم به څنګه ژوندی پاتې شي؟ هغوی ډېر کوچني او کمزوري دي!»
۳ څښتن د رحم له مخې خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل: «تا چې څه ولیدل، داسې به نه کیږي.»
۴ څښتن تعالی ماته یوه بله رویا راوښودله. په هغې کې مې ولیدل چې هغه تیاری نیوه چې خپل قوم ته د اور په وسیله سزا ورکړي. هغه اور ژورې بحیرې وسوځولې او د ځمکې په سوځولو یې پیل وکړ. ۵ بیا ما وویل: «ای څښتن تعالی، بس کړه! د اسراییلو قوم به څنګه ژوندی پاتې شي؟ هغه ډېر کوچنی او کمزوری دی!»
۶ څښتن خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل: «تا چې څه ولیدل، هماغسې به نه کیږي.»
۷ ماته څښتن یوه بله رویا وښودله. په هغې کې ما ولیدل چې څښتن د هغه دېوال په خوا کې چې په شاقول باندې جوړ شوی ؤ، ودرېده او شاقول یې په لاس کې نیولی ؤ. ۸ هغه زما څخه پوښتنه وکړه: «عاموسه، ته څه وینې؟»
ما ځواب ورکړ: «زه شاقول وینم.»
بیا هغه وویل: «په دې شاقول باندې زه غواړم وښایم چې زما قوم اسراییل د دې دېوال په شان سم نه دی. زه به نور تاسو بې له سزا پرېنږدم. ۹ په کومو ځایونو کې چې د اسحاق اولاده عبادت کوي، هغه به وران کړم. د اسراییلو سپېڅلي ځایونه به په کنډوالو باندې بدل شي. زه به د یروبعام پاچا خاندان ختم کړم.»
۱۰ د بیتییل کاهن امصیا د اسراییلو پاچا یروبعام ته دا خبر ورولېږه: «عاموس د اسراییلو د خلکو په منځ کې ستا په خلاف دسیسه جوړوي. د هغه خبرې د زغملو وړ نه دي. ۱۱ عاموس داسې وایي: ‹یروبعام به په جنګ کې مړ شي او د اسراییلو خلک به د خپل وطن نه په جلاوطنۍ بوتلل شي.›»
۱۲ بیا امصیا عاموس ته وویل: «ای پیغمبره، نور بس کړه! بېرته یهودا ته لاړ شه او هلته خپله پېشګویي کوه. هغوی به درته د دې دپاره پیسې درکړي. ۱۳ په بیتییل کې نورې پېشګویانې مه کوه. دا د پاچا د عبادت ځای دی او د ټولو خلکو عبادتځای دی.»
۱۴ عاموس په ځواب کې وویل: «زه پیغمبر نه یم او نه زما پلار پیغمبر ؤ. زه یوازې شپون یم او د انځرو ونې ساتم. ۱۵ خو څښتن زما نه شپونتوب واخیست او حکم یې راته وکړ: ‹لاړ شه او زما قوم اسراییلو ته پېشګویي وکړه.› ۱۶ نو اوس د څښتن خبرو ته غوږ ونیسه. ته ماته وایې چې پېشګویانې بس کړم او د اسراییلو د قوم په خلاف وعظ کول پرېږدم. ۱۷ نو ای امصیا، څښتن تاته داسې وایي: ‹ستا د ښځې نه به د ښار فاحشه جوړه شي او زامن او لورګانې به دې په جنګ کې مړه شي. ستا وطن به په شاقول باندې اندازه او ووېشل شي او نورو ته به ورکړل شي او ته په خپله به په یو کافر وطن کې مړ شې او اسراییل به خامخا د خپل وطن څخه په جلاوطنۍ بوتلل شي.›»