Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن تعالی ماته یوه بله رویا وښودله. په هغې کې ما د پخو مېوو یوه ټوکرۍ ولیدله. ۲ څښتن پوښتنه وکړه: «ای عاموسه، ته څه وینې؟» ما ځواب ورکړ: «د پخو مېوو ټوکرۍ.» څښتن راته وویل: «زما د قوم اسراییلو اخري وخت رارسېدلی دی. زه به تاسو نور بې له سزا پرېنږدم. ۳ په هغه ورځ به په عبادتځای کې چې کومې سندرې ویل کیږي، هغه به په چیغو او ویر باندې بدلې شي. په هرځای کې به مړي پراته وي. هغه به په خاموشۍ سره دباندې غورځول کیږي.» دا هغه څه دي چې څښتن تعالی ویلي دي.
۴ واورئ ای هغو خلکو چې محتاج خلک ترپښو لاندې کوئ او د وطن غریبان له منځه وړئ. ۵ تاسو د خپلو ځانونو سره وایئ: «مونږ به ډېر زیات انتظار وباسو چې د نوې میاشتې اختر پای ته ورسیږي، ترڅو وکولای شو چې خپلې غلې دانې خرڅې کړو. د سبت ورځ به کله پای ته ورسیږي، ترڅو مونږ وکولای شو خپل خرڅلاو بیا پیل کړو؟ بیا به وکولای شو زیاتې پیسې وګټو، د غلطو وزنونو نه کار واخلو او په خپلو ترازوګانو کې ټګي وکړو، ترڅو اخیستونکي وغولوو. ۶ مونږ کولای شو چې غنم د بوسو سره په لوړه بیه خرڅ کړو. یو داسې غریب سړی به راپیدا کړو چې خپل پور نه شي ورکولای، حتی د یوې جوړې څپلۍ د اخیستلو پیسې هم ونه لري او هغه به په غلامۍ باندې واخلو.»
۷ هغه څښتن خدای چې یعقوب ورباندې ویاړ کوي، قسم خوړلی دی: «زه به هېڅکله د هغوی بد کارونه هېر نه کړم. ۸ نو په ځمکه باندې به زلزله راشي او هر سړی به په دې وطن کې په غم باندې اخته شي. ټول وطن به ولړزیږي، هغه به د نیل د سیند په شان پورته شي او بېرته به راولویږي.» ۹ څښتن تعالی داسې وایي: «په هغه ورځ به زه د غرمې په وخت کې لمر وغورځوم او ځمکه به په رڼا ورځ توره تیاره کړم. ۱۰ زه به ستاسو اخترونه په جنازو باندې بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ سندرې به د غم په چیغو باندې بدلې کړم. زه به په تاسو باندې سرونه وخرایم او د ماتم کالي به درباندې واغوندم. تاسو به د هغه مور او پلار په شان شئ چې په خپل یوازېني ماشوم باندې ویر کوي. هغه ورځ به ستاسو دپاره یوه سخته ورځ وي.»
۱۱ څښتن تعالی داسې وایي: «هغه ورځې راروانې دي چې زه به په دې وطن باندې قحطي راولم. خلک به وږي وي، خو د ډوډۍ دپاره نه. هغوی به تږي وي، خو د اوبو تږي نه. هغوی به د څښتن د پیغام د اورېدلو وږي او تږي وي.» ۱۲ خلک به د مړې بحیرې نه تر مدیترانې پورې او بیا د شمال نه تر ختیځه پورې سرګردانه وي. هغوی به په هرځای کې د څښتن پیغام لټوي، خو هغه به پیدا نه کړي. ۱۳ په هغه ورځ به ښکلې پېغلې او ځوانان د تندې له لاسه بېحاله پراته وي. ۱۴ کوم خلک چې د سامرې په بتانو باندې قسم خوري او وایي چې زمونږ دې د دان په خدای او بیرشبع په خدای قسم وي، نو هغه خلک به داسې راولویږي چې بیا د پاڅېدلو نه وي.»