Previous chapter

د کولوسيانو په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

دُعا او وسلام

۱ دا خط د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په رضا د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه، ۲ او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. ۳ چې کله مونږ ستاسو دپاره دُعا کوُو نو مونږ د خُدائ پاک، يعنې د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار شُکر کوُو، ۴ ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې ستاسو په عيسىٰ مسيح ايمان دے او د ټولو مقدسينو سره مينه کوئ، ۵ ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى. ۶ هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ. ۷ تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى. ۸ هغۀ مونږ ته ستاسو د هغه مينې په حقله ووئيل چې تاسو ته روحُ القُدس درکړې ده. ۹ نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى، ۱۰ د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ. ۱۱ او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ. ۱۲ د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. ۱۳ هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو، ۱۴ چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.

د حضرت عيسىٰ مسيح عظمت او کار

۱۵ مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے. ۱۶ ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو. ۱۷ او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى. ۱۸ او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى. ۱۹ ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى. ۲۰ او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده. ۲۱ يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. ۲۲ خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى، ۲۳ کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.

د جماعت دپاره د پولوس رسول خِدمت

۲۴ زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے. ۲۵ د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم، ۲۶ يعنې هغه راز کوم چې د زمانو او پيړو راسې پټ وو خو اوس دا مقدسينو ته څرګند شوے دے. ۲۷ خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېر‌يهوديانو ته هم دا بې‌حده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے. ۲۸ نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو. ۲۹ د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.

Previous chapter