د کولوسيانو په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

۱زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم. ۲زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه پوره اعتماد ولرى او د خُدائ پاک د هغه راز په منصوبه پوهه شى، کوم چې مسيح په خپله دے، ۳په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى. ۴دا زۀ تاسو ته د دې دپاره وايم چې څوک تاسو په دروغژن بحثونو دوکه نۀ کړى. ۵کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.

په حضرت عيسىٰ مسيح کښې د ژوندون معمورتيا

۶نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ. ۷په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ. ۸خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى. ۹ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے. ۱۰او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے. ۱۱کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو. ۱۲تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے. ۱۳تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې. ۱۴هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل. ۱۵دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه. ۱۶نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى. ۱۷ځکه چې دا صرف د راتلونکو څيزونو سورے دے خو حقيقت په مسيح کښې دے. ۱۸چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى. ۱۹او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.

په حضرت عيسىٰ مسيح کښې نوے ژوندون

۲۰نو چې تاسو د مسيح سره مړۀ شوئ او هغۀ تاسو د دُنيا د بنيادى اصُولو نه آزاد کړئ، نو بيا تاسو ولې په دُنياوى اصُولو ژوند تېروئ؟ او د هغې حُکمونه داسې منئ چې، ۲۱”دې ته لاس مۀ وروړئ، دا مۀ څکئ، مۀ ورسره لګئ؟“ ۲۲خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى. ۲۳داسې حُکمونه خو په ظاهره عقلمند ښکارى هغه دا چې د خپلې مرضۍ په مطابق سخت عبادت او دروغژنه عاجزى او د فقيرانو په شان ژوند تېرول، خو دا د انسان په نفسانى شوقونو قابو نۀ شى راوستلے او بې‌فائدې دى.