Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د دانیال کتاب
لسم فصل
د دجلې د سیند په غاړه د دانیال رویا
۱ د فارس د پاچا کوروش د پاچاهۍ په درېم کال دانیال ته چې د بلطشصر په نوم هم یادېده، یو پیغام راغی. دا پیغام د یو وېروونکي جنګ په هکله ؤ. هغه رښتیا ؤ او دانیال د رویا په وسیله په پیغام پوه شو.
۲ په هغه وخت کې ما دانیال درې هفتې ویر کاوه. ۳ تر درې هفتو پورې ما هېڅ ښه خواړه او غوښه ونه خوړله، نه مې شراب وڅښل او نه مې خپل ویښتان په تېلو باندې غوړول.
۴ د کال د لومړۍ میاشتې په څلورویشتمه ورځ زه د دجلې د لوی سیند په غاړه ولاړ وم. ۵ ما پورته وکتل او یو سړی مې ولیده چې د کتان کالي یې اغوستي وو او د سوچه سرو زرو یو کمربند یې تر ملا تړلی ؤ. ۶ د هغه بدن د شین یاقوت په شان، مخ یې د برېښنا په شان او سترګې یې د اور په شان ځلېدلې. د هغه مټې او پښې د ځلېدونکي برنجو په شان وې او اواز یې د یوې لویې ګڼهګوڼې د غرهار په شان ؤ. ۷ دا رویا یوازې ما دانیال ولیدله. هغه خلک چې زما سره وو هغوی دا رویا ونه لیدله، خو هغوی ووېرېدل، وتښتېدل او خپل ځانونه یې پټ کړل. ۸ هلته یوازې زه پاتې وم چې دې حیرانوونکې رویا ته مې کتل. په ما کې هېڅ توان پاتې نه شو. زما د مخ رنګ والوت او زه کمزوری شوم. ۹ کله چې ما د هغه اواز واورېد، په ځمکه باندې پړمخې راپرېوتم او بېهوښه شوم. ۱۰ بیا د یو چا لاس راپیدا شو او زه یې د لاسونو څخه راونیولم، راپورته یې کړم او په خپلو پښو باندې یې ودرولم او زه رپېدلم.
۱۱ فرښتې راته وویل: «ای دانیاله، ته په خدای باندې ډېر ګران یې. پاڅېږه او څه چې درته وایم په غور سره ورته غوږ ونیسه، ځکه چې زه تا ته رالېږل شوی یم.» کله چې هغې دا خبره وکړه، زه ودرېدم او رپېدلم. ۱۲ بیا هغې وویل: «ای دانیاله، مه وېرېږه! د هماغې اولې ورځې څخه چې تا په خاکسارۍ سره د پوهې غوښتنه وکړه، خدای ستا دعاګانې قبولې کړې او زه یې دلته راولېږلم. ۱۳ هغه شیطاني قوت چې د فارس په پاچاهۍ باندې یې حکمراني کوله، یوویشت ورځې زما لاره بنده کړه. بیا میکاییل چې د ډېرو مهمو فرښتو څخه یوه فرښته وه راغله چې زما سره مرسته وکړي، ځکه چې زه په فارس کې پاتې شوی وم. ۱۴ زه اوس راغلم چې تا په دې باندې پوه کړم چې په راتلونکې کې به ستا په قوم باندې څه پېښ شي. دا رویا د راتلونکې په هکله ده.»
۱۵ په داسې حال کې چې فرښتې زما سره خبرې کولې، ما ښکته ځمکې ته کتل او ګونګ شوم. ۱۶ بیا بلې فرښتې چې د انسان په شان ښکارېدله، زما شونډې لمس کړې او ما خبرې شروع کړې. ما هغې ته وویل: «ای بادارې، دې رویا زه اندېښمن کړی یم او په ما کې قوت او توان پاتې نه دی. ۱۷ زه د هغه غلام په شان یم چې د خپل بادار په مخکې ولاړ وي. څنګه کولای شم ستا سره خبرې وکړم؟ په ما کې قوت نشته او ساه نه شم اخیستلی.»
۱۸ هغې فرښتې چې د انسان په شان ښکارېدله، یوځل بیا ونیولم او ما ته یې قوت راکړ. ۱۹ هغې وویل: «ته په خدای باندې ډېر ګران یې، نو د هېڅ شي څخه مه وېرېږه. سلامت اوسه، قوي او زړور اوسه.» کله چې هغې دا خبره وکړه، زه نور هم قوي شوم او ومې ویل: «ای بادارې، ووایه څه وایې. تا ما ته قوت راکړ.» ۲۰-۲۱ بیا هغې فرښتې وویل: «ایا ته پوهېږې چې زه ولې تا ته راغلې یم؟ د دې دپاره چې هغه څه چې د حقیقت په کتاب کې لیکل شوي دي هغه تا ته ښکاره کړم. اوس باید لاړه شم او د هغه شیطاني قوت سره وجنګېږم چې په فارس باندې حکمراني کوي. له هغې وروسته به هغه شیطاني قوت راشي چې په یونان باندې حکمراني کوي. د اسراییلو د ډېرې مهمې فرښتې میکاییل څخه پرته به بل څوک نه وي چې زما سره مرسته وکړي.