Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د دانیال کتاب
نهم فصل
دانیال د خپل قوم دپاره دعا کوي
۱ داریوش چې د مادیانو څخه ؤ او د خشایار پاچا زوی ؤ، د بابل پاچا وټاکل شو. ۲ د هغه د پاچاهۍ په اول کال ما سپېڅلي کتابونه لوستل او د هغې خبرې په هکله مې فکر کاوه چې څښتن ارمیا نبي ته ویلي وو چې اورشلیم به د اویا کالو دپاره وران پاتې وي. ۳ څښتن خدای ته مې د زړه له کومي دعا وکړه، زارۍ مې ورته وکړې، روژه مې ونیوله، د ویر کالي مې واغوستل او ایرې مې په سر باندې وشیندلې. ۴ خپل څښتن خدای ته مې دعا وکړه، د خپل قوم د ګناهونو اقرار مې وکړ او ومې ویل: «ای څښتن خدایه، ته ډېر لوی او وېروونکی یې. په خپل لوظ باندې وفا کوې او همېشه د هغو کسانو سره مینه کوې چې تا سره مینه کوي او ستا په حکم باندې عمل کوي. ۵ مونږ ګناه کړې ده، مونږ بدکاران یو او مونږ غلطي کړې ده. مونږ ستا د حکمونو څخه سرغړونه کړې ده او د هغې سمې لارې څخه ګرځېدلي یو چې تا مونږ ته راښودلې وه. ۶ مونږ ستا د خدمتګارانو نبیانو خبرو ته چې ستا په نامه یې زمونږ پاچاهانو، زمونږ حاکمانو، زمونږ نیکونو او زمونږ ټول قوم ته کولې، غوږ ونه نیوه. ۷ ای زمونږ څښتنه، ستا ټول کارونه عادلانه دي. خو مونږ تر اوسه په رسوایۍ کې کړېږو، ځکه چې مونږ ستا په وړاندې بېوفایي کړې ده. په هغې کې مونږ ټول، که لېرې یو یا نژدې یعنې د یهودا، اورشلیم، اسراییلو او همدارنګه هغه خلک په کې شامل دي چې پردیو وطنونو ته دې شړلي دي. ۸ ای څښتنه، مونږ او زمونږ پاچاهان، حاکمان او نیکونه شرمېدلي یو، ځکه چې ستا په وړاندې مو ګناه کړې ده. ۹ که څه هم مونږ ستا په مقابل کې سرکښي کړې ده، خو ته رحیم او بخښونکی یې. ۱۰ ای زمونږ څښتن خدایه، کله چې تا مونږ ته وویل چې د هغو قوانینو له مخې ژوند وکړئ چې د خپلو خدمتګارانو نبیانو په وسیله دې مونږ ته راکړي وو، مونږ هغې ته غوږ ونه نیوه. ۱۱ ټولو اسراییلو ستا قوانین مات کړل او ستا خبره یې ونه منله. مونږ ستا په وړاندې ګناه کړې ده، نو له همدې امله دې په مونږ باندې هغه لعنتونه نازل کړل چې ستا د خدمتګار موسی په شریعت کې لیکل شوي دي. ۱۲ څه چې تا مونږ او زمونږ حاکمانو ته ویلي وو هماغسې دې وکړل. تا اورشلیم ته د نړۍ د نورو ښارونو په پرتله زیاته سزا ورکړه. ۱۳ لکه څنګه چې د موسی په شریعت کې لیکل شوي دي هغه افت په مونږ باندې نازل شوی دی، خو بیاهم مونږ ونه غوښتل چې د خپلو ګناهونو څخه لاس واخلو او هغه کارونه وکړو چې ستا په نظر کې سم دي، ترڅو ته په مونږ باندې رحم وکړې. ۱۴ نو له دې امله ای زمونږ څښتن خدایه، ته تیار وې چې مونږ ته سزا راکړې، ځکه ته همېشه عادلانه عمل کوې، خو بیاهم مونږ ستا خبرو ته غوږ ونه نیوه.
۱۵ ای زمونږ څښتن خدایه، تا په خپل قوي مټ خپل قوم د مصر څخه راوویست او داسې نوم دې وګاټه چې تر نن ورځې پورې پاتې دی. خو مونږ ګناه کړې ده او مونږ بد کارونه کړي دي. ۱۶ ای څښتنه، تا په تېرو وختونو کې د خپل رحم له مخې زمونږ څخه دفاع کړې ده، نو په اورشلیم باندې نور مه په قهرېږه. دا ستا ښار دی، یعنې ستا سپېڅلې غونډۍ ده. د ګاونډیو هېوادونو ټول خلک اورشلیم او ستا خلکو ته زمونږ د ګناهونو او زمونږ د نیکونو د بدو کارونو له امله سپک ګوري. ۱۷ ای زمونږ خدایه، زما دانیال یعنې د خپل خدمتګار دعا او زارۍ قبوله کړه. ای څښتنه، خپل کور دې چې وران شوی دی بېرته جوړ کړه، ترڅو هرڅوک په دې پوه شي چې ته خدای یې. ۱۸ ای خدایه، غوږ ونیسه او زمونږ خبرې واوره. خپلې سترګې خلاصې کړه او د هغه ښار بربادي وګوره چې ستا په نوم یادیږي. مونږ ستا څخه دا غوښتنه په دې خاطر نه کوو چې ګوندې مونږ نېک خلک یو، بلکې ستا د لوی رحم په خاطر. ۱۹ ای څښتنه، زمونږ خبرې واوره. ای څښتنه، مونږ وبخښه. ای څښتنه، مونږ ته غوږ ونیسه او عمل وکړه! په دې خاطر چې هرڅوک پوه شي چې ته خدای یې، نو ځنډ مه کوه، ځکه چې دا ښار او دا خلک ستا په نوم یادیږي.»
جبراییل د راتلونکې په هکله پېشګویي کوي
۲۰ ما دعا کوله او د خپلو ګناهونو او د اسراییلو د قوم د ګناهونو اقرار مې کاوه او خپل څښتن خدای ته مې زاري کوله چې خپل عبادتځای د اورشلیم په سپېڅلي غره باندې بېرته جوړ کړي. ۲۱ په داسې حال کې چې ما دعا کوله، جبراییل چې په مخکینۍ رویا کې مې لیدلی ؤ، په هغه ځای کې چې زه وم هلته زر راښکته شو. دا د ماښامنۍ قربانۍ د وړاندې کولو وخت ؤ. ۲۲ هغه وویل: «ای دانیاله، زه د دې دپاره دلته راغلې یم چې ستا سره مرسته وکړم چې په دې پېشګویۍ باندې پوه شې. ۲۳ هماغه وخت چې تا خدای ته په دعا کولو باندې شروع وکړه، هغه ستا دعا قبوله کړه. په هغه باندې ډېر ګران یې، نو زه راغلم چې د هغې ځواب درته ووایم. اوس هغې رویا ته پام وکړه چې زه یې درته بیانوم.
۲۴ اویا ځلې اووه کاله هغه موده ده چې خدای ستاسو د قوم او ستاسو د سپېڅلي ښار څخه د ګناهونو او بدو کارونو څخه د خلاصون دپاره ټاکلې ده. هغه وخت به ګناه وبخښل شي او ابدي عدالت به برقرار شي، ترڅو چې هغه رویا او پېشګویي رښتیا شي او د خدای سپېڅلی کور به بیا وقف شي. ۲۵ له دې څخه خبر شه او ورباندې پوه شه. د هغه وخت څخه چې د اورشلیم د بیا جوړولو فرمان جاري کړای شوی دی، د خدای د ټاکل شوي مشر تر راتللو پورې به نهه څلوېښت کاله یعنې اووه ځلې اووه کاله تېر شي. اورشلیم به د هغه د کوڅو او خندقونو سره بېرته جوړ شي او دوه شپېته ځلې اووه کالو یعنې د څلور سوه او څلور دېرشو کالو پورې به جوړ پاتې شي، خو دا به د تکلیفونو وخت وي. ۲۶ د هغه وخت له تېرېدو څخه وروسته به د خدای هغه غوره کړای شوی مشر ووژل شي او څه به ورسره نه وي. ښار او د خدای کور به د یوه پاچا د لښکر د حملې په وسیله له منځه لاړ شي. اخره زمانه به د یو سیلاب په شان راشي او هغه جنګ او تباهي به د ځان سره راوړي چې د خدای له خوا ټاکل شوې ده. ۲۷ هغه مشر به د اووه کالو دپاره د زیاتو خلکو سره یو تړون جوړ کړي او کله چې د دې کلونو نیمایي موده تېره شي، نو هغه به ټولې قربانۍ او نذرانې ختمې کړي. هغه به د عبادتځای په لوړ ځای کې هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي، کېږدي. دا به تر هغه وخته پورې هلته پاتې شي، ترڅو هغه چا چې هغه یې هلته ځای په ځای کړی دی له منځه یوسي، لکه څنګه چې د خدای له خوا ورته ټاکل شوی دی.»