Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د دانیال کتاب
څلورم فصل
د نبوکدنصر د دوهم خوب په هکله پیغام
۱ نبوکدنصر پاچا د نړۍ د ټولو قومونو، ملتونو او ژبو خلکو ته دا لاندې پیغام واستاوه: «تاسو ټولو ته سلام!
۲ د هغو معجزو او حیرانوونکو کارونو بیان ته غوږ ونیسئ چې خدای تعالی زما دپاره کړي دي.
۳ څومره دي لویې معجزې د هغه
څومره قوي دي حیرانوونکي کارونه د هغه
خدای تل ترتله دی پاچا
هغه به کوي پاچاهي ټولو نسلونو باندې
۴ ما نبوکدنصر په خپله ماڼۍ کې ارام ژوند کاوه او ډېر نېکمرغه وم. ۵ خو کله چې ویده وم، نو یو وېروونکی خوب مې ولید. ۶ ما امر وکړ چې د بابل ټول مشاوران ما ته راولي، ترڅو هغوی ما ته د خوب معنی ووایي. ۷ نو ټول فال کتونکي، جادوګران او نجومیان راغلل او ما خپل خوب هغوی ته بیان کړ، خو هغوی ونه شو کولای چې هغه راته تعبیر کړي. ۸ خو په اخر کې دانیال چې په هغه باندې مې د خپل خدای نوم یعنې بلطشصر ایښی دی، زما حضور ته راغی. په هغه کې د سپېڅلو خدایانو روح دی. نو هغه خوب چې ما لیدلی ؤ، هغه ته مې داسې بیان کړ: ۹ ‹ای بلطشصره د فال کتونکو مشره، زه پوهېږم چې په تا کې د سپېڅلو خدایانو روح دی او په ټولو رازونو باندې پوهېږې. ما دا خوب لیدلی دی، نو د هغه معنی راته ووایه.
۱۰ هغه وخت چې زه ویده وم، ما یوه رویا ولیدله چې د ځمکې په منځ کې یوه ډېره لوړه ونه وه. ۱۱ دا ونه دومره قوي او لوړه شوه چې سر یې اسمان ته ورسېده او د نړۍ ټولو خلکو کولای شول چې هغه وویني. ۱۲ د هغې پاڼې ښکلې وې او د مېوې څخه ډکه وه چې د ټولې نړۍ دپاره بس وه. د هغې د سیوري لاندې حیوانات پرېوتل، مرغانو د هغې په څانګو کې ځالې جوړې کړې وې او هر ډول ژوندیو موجوداتو د هغې مېوه خوړله.
۱۳ کله چې ما د دې رویا په هکله فکر کاوه، د اسمان څخه یوه څارونکې او سپېڅلې فرښته راښکته شوه. ۱۴ هغې په لوړ اواز سره وویل: دا ونه ووهئ، د هغې څانګې پرې کړئ، پاڼې یې وشکوئ او مېوه یې تیته کړئ. د هغې لاندې پراته حیوانات وشړئ او د هغې د څانګو څخه مرغان لېرې کړئ. ۱۵ خو د هغې تنه او ریښې په ځمکه کې پرېږدئ او په اوسپنې او برنجو باندې یې وتړئ.
هغه د ونې تنه چې یو انسان ته اشاره کوي، هغه د صحرا په واښو کې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې د اسمان پرخه هغه لوند کړي او هغه د حیواناتو سره د صحرا د بوټو په منځ کې ژوند وکړي. ۱۶ هغه دې د اوو کالو دپاره انساني ذهن ونه لري، بلکې د هغه ذهن به حیواني وي. ۱۷ دا د څارونکو او سپېڅلو فرښتو پرېکړه ده، ترڅو ټول خلک چې په هر ځای کې دي، په دې باندې پوه شي چې خدای تعالی په ټولو انساني پاچاهیو باندې قدرت لري او هرچا ته چې وغواړي هغه ته پاچاهي ورکوي، که هغه د ډېرو ټیټو خلکو څخه هم وي.›»
۱۸ نبوکدنصر پاچا خپلې خبرې پای ته ورسولې او ویې ویل: «دا هغه خوب ؤ چې ما لیدلی ؤ. نو ای بلطشصره، اوس ووایه چې د دې معنی څه ده. زما د شاهي مشاورانو څخه هېچا هم ونه شو کولای چې د هغه معنی راته ووایي، خو ته یې کولای شې، ځکه چې په تا کې د سپېڅلو خدایانو روح دی.»
د پاچا د دوهم خوب تعبیرول
۱۹ دانیال چې د بلطشصر په نوم هم یادېده، په دې خبره د لږ وخت دپاره دومره وارخطا شو چې هېڅ یې ونه شو ویلی. پاچا هغه ته وویل: «ای بلطشصره، د خوب او د هغه د تعبیر څخه مه وېرېږه.» بلطشصر په ځواب کې وویل: «اعلیحضرته، کاشکې دا خوب او د هغه تعبیر ستاسو په دښمنانو او په هغو خلکو باندې عملي شي چې ستاسو څخه کرکه کوي، نه په تاسو باندې. ۲۰ دا ونه دومره قوي او لوړه شوه چې سر یې اسمان ته ورسېده او د نړۍ ټولو خلکو کولای شول چې هغه وویني. ۲۱ د هغې پاڼې ښکلې وې او د مېوې څخه ډکه وه چې د ټولې نړۍ دپاره بس وه. د هغې د سیوري لاندې حیوانات پرېوتل او مرغانو د هغې په څانګو کې ځالې جوړې کړې وې.
۲۲ ای اعلیحضرته، هغه ونه تاسو یئ، چې لوړ او قوي یئ. تاسو دومره لوی شوئ چې لوی والی مو تر اسمانه پورې رسیږي او ستاسو قدرت د نړۍ لېرې برخو پورې رسېدلی دی. ۲۳ اعلیحضرته، تاسو ولیدل چې یوه څارونکې او سپېڅلې فرښته د اسمان څخه راښکته شوه او ویې ویل: ‹دا ونه ووهئ او هغه له منځه یوسئ، خو د هغې تنه او ریښې په ځمکه کې پرېږدئ. هغه په اوسپنې او برنجو باندې وتړئ او هلته یې د صحرا په واښو کې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې د اسمان پرخه هغه لوند کړي او پرېږدئ چې هغه اووه کاله د حیواناتو سره ژوند وکړي.›
۲۴ ای اعلیحضرته، دا ستاسو د خوب تعبیر دی او دا هغه حکم دی چې خدای تعالی زما د بادار یعنې ستاسو دپاره جاري کړی دی: ۲۵ ‹تاسو به د انساني ټولنې څخه وشړل شئ او د حیواناتو سره به اوسېږئ. تاسو به اووه کاله د غویي په شان واښه خورئ او په صحرا یعنې هغه ځای کې به خوب کوئ چېرته چې به په تاسو باندې پرخه اوریږي. بیا به تاسو دا ومنئ چې خدای تعالی په ټولو انساني پاچاهیو باندې واک لري او هرچا ته چې وغواړي هغه ته پاچاهي ورکوي. ۲۶ فرښتې امر وکړ چې تنه او ریښې دې په ځمکه کې پاتې شي. د دې معنی دا ده چې کله تاسو په دې باندې اقرار وکړئ چې خدای تعالی په ټوله نړۍ باندې پاچاهي کوي، نو تاسو به بیا پاچا شئ. ۲۷ نو ای اعلیحضرته، زما نصیحت قبول کړئ. ګناه کول بس کړئ، هغه څه وکړئ چې سم وي او په مظلومانو باندې رحم وکړئ. نو کېدای شي چې تاسو به یوځل بیا نېکمرغه شئ.›»
د پاچاهۍ څخه د نبوکدنصر لېرې کېدل
۲۸ دا ټولې پېښې په نبوکدنصر پاچا باندې وشوې. ۲۹ وروسته له دولسو میاشتو کله چې هغه په بابل کې د خپلې شاهي ماڼۍ په بام باندې قدم واهه، ۳۰ هغه وویل: «وګوره بابل څومره لوی دی! هغه مې په خپل قدرت او قوت د شاهانه استوګنځي په توګه جوړ کړی دی، ترڅو خپل شان او شوکت ښکاره کړم.»
۳۱ د هغه خبرې لا پای ته نه وې رسېدلې چې د اسمان څخه یو اواز راغی: «ای نبوکدنصر پاچا، زما خبره واوره! ستا څخه پاچاهي واخیستل شوه. ۳۲ ته به د انساني ټولنې څخه وشړل شې، د وحشي حیواناتو سره به ژوند وکړې او اووه کاله به د غویي په شان واښه وخورې. بیا به ومنې چې خدای تعالی په ټولو پاچاهیو باندې واک لري او هرچا ته چې وغواړي هغه ته پاچاهي ورکولای شي.»
۳۳ دا خبره ډېر زر رښتیا شوه. نبوکدنصر د انساني ټولنې څخه وشړل شو او د غویي په شان یې واښه خوړل. د هغه په بدن باندې پرخه پرېوتله، د هغه ویښتان د عقاب د بڼکو په شان لوی شول او د هغه نوکان د مرغۍ د پنجو په شان اوږده شول.
د پاچاهۍ مقام ته د نبوکدنصر بېرته راستنېدل
۳۴ پاچا وویل: «کله چې اووه کاله تیر شول، ما پورته اسمان ته وکتل او زما عقل بېرته ما ته راغی. ما د خدای تعالی ثنا وویله او هغه ته مې چې تل ترتله ژوندی دی، جلال او لویي ورکړه.
هغه کوي تل ترتله پاچاهي
هغه به کوي پاچاهي په ټولو نسلونو باندې
۳۵ د هغه دپاره هېڅ نه دي ټول خلک د نړۍ
نه په اسمان کې د فرښتو لښکر او نه په ځمکه باندې خلک
هېڅوک نه شي کولای چې وکړي مخالفت د هغه د ارادې
او یا وکړي پوښتنه د هغه څخه چې څه کوي هغه
۳۶ کله چې زما عقل بېرته ما ته راغی، زما لویي او زما د پاچاهۍ شان او شوکت بېرته ما ته راکړل شول. زما مشاوران او درباریان بېرته ما ته راغلل او ما ته خپل شاهي قدرت د پخوا څخه د زیات عزت سره بېرته راکړل شو.
۳۷ اوس زه نبوکدنصر د اسمانونو خدای ته ثنا وایم او هغه ته جلال او لویي ورکوم. هغه چې هر څه کوي هغه سم او عادلانه دي او هغه کولای شي چې مغرور خلک ټیټ او سپک کړي.»