Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د دانیال کتاب
پنځم فصل
د بلشصر مېلمستیا
۱ یوه ورځ بلشصر پاچا خپلو زرو تنو درباریانو ته یوه مېلمستیا وکړه او د هغوی سره یې شراب وڅښل. ۲ په داسې حال کې چې بلشصر پاچا نشه ؤ، هغه امر وکړ چې هغه د سرو او سپینو زرو جامونه او کاسې چې د هغه پلار نبوکدنصر په اورشلیم کې د خدای د کور څخه راوړي وو، د مېلمستیا سالون ته راوړي. هغه غوښتل چې دی پخپله، د هغه درباریان، د هغه ښځې او د هغه وینځې په هغو کې شراب وڅښي. ۳ نو بیا هغوی د سرو زرو جامونه او کاسې راوړې کومې چې په اورشلیم کې د خدای د کور څخه راوړل شوې وې او هغوی ټولو په هغو کې شراب وڅښل. ۴ بیا یې د هغو بتانو ثنا او صفت وکړ چې د سرو او سپینو زرو، برنجو، اوسپنې، لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وو.
۵ یوناڅاپه د انسان لاس راښکاره شو او د ماڼۍ د دېوال په پلستر باندې یې چې هلته د څراغ رڼا ځلېدله، په لیکلو پیل وکړ. پاچا هغه لاس د لیکلو په وخت کې ولیده. ۶ د هغه رنګ والوت او دومره ووېرېده چې پښې او زنګنونو یې په لړزېدلو پیل وکړ. ۷ هغه په لوړ اواز امر وکړ چې جادوګران او نجومیان راولي. کله چې هغوی ورننوتل، پاچا هغوی ته وویل: «هرڅوک چې وکولای شي دا لیکنه ولولي او د هغه معنی راته ووایي، نو هغه ته به شاهي بانجاني چپنه ورواغوستل شي، د هغه په غاړه کې به طلایي زنځیر واچول شي او په پاچاهۍ کې به د واک له مخې درېم کس وي.» ۸ نو بیا ټول شاهي مشاوران راغلل، خو د هغو څخه هېچا هم ونه شو کولای چې هغه لیکنه ولولي او یا پاچا ته د هغې معنی ووایي. ۹ نو بلشصر پاچا ډېر ووېرېده او د هغه د مخ رنګ والوت. د هغه درباریان هم وارخطا شول.
۱۰ کله چې د پاچا مور، د پاچا او د هغه د درباریانو شورماشور واورېد، نو د مېلمستیا سالون ته ورننوتله. هغې وویل: «ای اعلیحضرته، تاسو دې تل ژوندي اوسئ! دومره مه وېرېږئ چې د مخ رنګ مو والوځي. ۱۱ ستاسو په پاچاهۍ کې یو سړی شته چې په هغه کې د سپېڅلو خدایانو روح دی. کله چې ستاسو پلار پاچا ؤ، هغه د خدایانو په شان ښه عقل، پوهه او حکمت ښکاره کړ. ستاسو پلار نبوکدنصر پاچا هغه د فال کتونکو، جادوګرانو او نجومیانو مشر وټاکه. ۱۲ هغه بېساری قابلیت او پوهه لري، د خوبونو په تعبیرولو او د معماګانو په حل کولو کې مهارت لري او پټ رازونه ښکاره کوي. نو هغه سړی یعنې دانیال چې نبوکدنصر ورباندې بلطشصر نوم ایښی ؤ، راوغواړه او هغه به تاسو ته د دې لیکنې معنی ووایي.»
دانیال او د لیکنې معنی
۱۳ دانیال د پاچا حضور ته راوستل شو او پاچا د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته هماغه دانیال یې او د هغو اسیرانو څخه یې چې زما پلار د یهودا څخه راوستلي وو؟ ۱۴ ما اورېدلي دي چې په تا کې د خدایانو روح دی، په تا کې ښه عقل شته او د پوهې او حکمت خاوند یې. ۱۵ همدا اوس مشاوران او جادوګران دلته راوستل شول چې دا لیکنه ولولي او د هغې معنی ما ته ووایي، خو هغوی ونه شو کولای چې دا کار وکړي. ۱۶ ستا په اړه ما اورېدلي دي چې ته د خوب تعبیر کولای شې او پټ رازونه بیانولی شې. که چېرې تا دا لیکنه ولوستلی شوه او د هغې معنی دې راته وویله، تا ته به شاهي بانجاني چپنه درواغوستل شي، طلایي زنځیر به ستا په غاړه کې واچول شي او ته به په پاچاهۍ کې د واک له مخې درېم کس شې.»
۱۷ دانیال په ځواب کې وویل: «مهرباني وکړئ، خپل سوغاتونه مو له ځان سره وساتئ او یا یې بل چا ته ورکړئ. خو څه چې لیکل شوي دي هغه به تاسو اعلیحضرت ته ولولم او د هغې معنی به تاسو ته ووایم. ۱۸ اعلیحضرته، خدای تعالی ستاسو د پلار څخه یو لوی پاچا جوړ کړ او هغه ته یې عزت، شان او شوکت ورکړ. ۱۹ د هغه لوی مقام له امله چې خدای هغه ته ورکړی ؤ، د ټولو قومونو، ملتونو او ژبو خلک د هغه څخه وېرېدل او لړزېدل. که هغه غوښتل چې څوک ووژني، نو هغه یې واژه او که غوښتل یې چې څوک ژوندی پرېږدي، نو هغه یې ژوندی پرېښوده. هرچا ته چې هغه غوښتل، نو هغه ته یې عزت ورکاوه او یا به یې سپکاوه. ۲۰ خو هغه مغرور او زړه یې سخت شو، نو هغه د خپل شاهي تخت څخه لېرې کړای شو او باعزته مقام یې له لاسه ورکړ. ۲۱ هغه د انساني ټولنې څخه وشړل شو او د هغه عقل د حیوان په شان شو. هغه د وحشي خرو سره اوسېده، د غویي په شان یې واښه خوړل او په صحرا یعنې هغه ځای کې به یې خوب کاوه چېرته چې پرخه ورېدله. په پای کې هغه دا ومنله چې خدای تعالی په ټولو انساني پاچاهیو باندې واک لري او هرچا ته چې وغواړي هغه ته پاچاهي ورکوي. ۲۲ خو ای د نبوکدنصر زویه بلشصره، که څه هم تاسو په دې ټولو شیانو باندې پوهېږئ، سره له دې هم تاسو خپل ځان عاجز نه کړ. ۲۳ بلکې تاسو د اسمانونو د خدای په ضد عمل وکړ او د هغه د کور جامونه او کاسې مو دلته راوړلې. تاسو، ستاسو درباریانو، ستاسو ښځو او وینځو په هغو کې شراب وڅښل او هغو بتانو ته مو ثنا او صفت ووایه چې د سرو او سپینو زرو، برنجو، اوسپنې، لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وو یعنې هغه بتان چې نه څه لیدلی شي او نه څه اورېدلی شي او په هېڅ شي باندې نه پوهیږي. خو د هغه خدای عزت مو ونه کړ چې ستاسو د مرګ او ژوند پرېکړه کوي او ستاسو ټول کارونه د هغه په لاس کې دي. ۲۴ په دې خاطر خدای دا لاس راولېږه چې دا خبرې ولیکي.
۲۵ دا هغه شیان دي چې لیکل شوي وو: ‹منه، منه، تقیل، فرسین› یعنې ‹شمېر، شمېر، وزن شوی، وېشل شوی.› ۲۶ د دې لغتونو معنی دا ده: منه یعنی شمېر، خدای ستاسو د پاچاهۍ ورځې شمېرلې او هغه یې پای ته رسولې دي. ۲۷ تقیل یعنې وزن شوې، تاسو په ترازو باندې تلل شوي یئ او دا معلومه شوې ده چې ډېر سپک یئ. ۲۸ فرسین یعنې وېشل شوی، ستاسو پاچاهي وېشل شوې ده او هغه مادیانو او فارسیانو ته ورکړل شوې ده.»
۲۹ نو بلشصر خپلو خدمتګارانو ته امر وکړ چې دانیال ته شاهي بانجاني چپنه ورواغوندي، د هغه په غاړه کې طلایي زنځیر واچوي او هغه په پاچاهۍ کې د واک له مخې درېم سړی اعلان کړي.
۳۰ په هماغه شپه بابلی پاچا بلشصر ووژل شو ۳۱ او مدیاني داریوش چې په هغه وخت کې تقریبا دوه شپېته کلن ؤ، د هغه پاچاهي ونیوله.