د تثنیې کتاب

دیارلسم فصل

د نورو خدایانو عبادت مه کوئ

۱ فرض کړئ ستاسو په منځ کې یو نبي یا یو څوک راپیدا شي چې خوبونه تعبیروي او تاسو ته د کومې معجزې یا کوم عجیبه کار په اړه پېشګویي وکړي. ۲ که چېرې هغه نښه یا هغه عجیبه کار چې د هغه په اړه یې خبرې کړې وي، رښتیا شي او هغه ووایي: ‹راځئ چې د نورو خدایانو څخه پیروي او عبادت وکړو، هغه خدایان چې مخکې مو د هغو عبادت نه دی کړی› ۳ نو تاسو باید د هغه نبي یا د خوب تعبیروونکي خبرو ته غوږ ونه نیسئ. ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې د دې دپاره ازمېښت کوي چې دا معلومه کړي چې د هغه سره د زړه له کومي مینه کوئ او که نه. ۴ د څښتن څخه پیروي کوئ او د هغه څخه وېره کوئ. د هغه د امرونو څخه اطاعت کوئ، عبادت یې کوئ او ورته وفادار اوسئ. ۵ خو هغه خوب تعبیروونکی یا نبي ووژنئ چې تاسو ته وایي چې د څښتن یعنې هغه چا په وړاندې سرکښي وکړئ چې تاسو یې د مصر څخه چې په کې غلامان وئ، ازاد کړئ. داسې خلک بدکاره دي او هڅه کوي چې تاسو د هغې لارې څخه واړوي چې څښتن یې تاسو ته د پیروۍ کولو حکم کړی دی. د دې دپاره چې تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ، نو هغوی باید ووژل شي.

۶ حتی کېدای شي چې خپل ورور یا خپل زوی یا خپله لور یا ښځه چې تاسو ورسره مینه کوئ یا خپل تر ټولو نژدې ملګری په پټه تاسو دې ته وهڅوي چې د نورو خدایانو عبادت وکړئ، یعنې د هغو خدایانو چې تاسو او ستاسو نیکونو یې هېڅکله عبادت نه دی کړی. ۷ کېدای شي چې د هغوی څخه کوم یو تاسو دې ته وهڅوي چې د هغو خلکو د خدایانو عبادت وکړئ چې ستاسو سره نژدې اوسیږي یا د هغو خلکو چې ستاسو څخه لېرې اوسیږي. ۸ خو هغه مه پرېږدئ چې تاسو وهڅوي، حتی غوږ هم ورته مه نیسئ. په هغه باندې رحم مه کوئ یا زړه ورباندې مه سوځوئ او د هغه راز پټ مه ساتئ. ۹ هغه ووژنئ! لومړی یې تاسو سنګسار کړئ او بیا نور ټول خلک پرېږدئ چې سنګسار یې کړي. ۱۰ هغه سنګسار کړئ چې مړ شي! ځکه چې د دې هڅه یې کړې ده چې تاسو د خپل څښتن خدای څخه چې تاسو یې د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ، واړوي. ۱۱ نو د اسراییلو ټول قوم به د دې پېښې څخه خبر شي، نو هغوی به ووېریږي او بیا به هېڅوک داسې بد کار ونه کړي.

۱۲ کله چې تاسو په هغو ښارونو کې واوسېږئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي، کېدای شي تاسو واورئ ۱۳ چې ستاسو د قوم ځینې بدکاره خلکو د خپل ښار خلک بې لارې کړي دي چې د داسې خدایانو عبادت وکړي چې مخکې تاسو هېڅکله د هغو عبادت نه وي کړی. ۱۴ که چېرې تاسو داسې اوازې واورئ، د هغو په هکله پوره څېړنه وکړئ او که چېرې هغه رښتیا وي او داسې د کرکې وړ پېښه شوې وي، ۱۵ بیا د هغه ښار ټول خلک او د هغوی ټول حیوانات هم ووژنئ او هغه ښار په پوره توګه وران کړئ. ۱۶ د هغه ځای د اوسېدونکو ټول مال او جایداد راوړئ او د ښار په چوک کې یې انبار کړئ. بیا هغه ښار د هرڅه سره چې په کې دي خپل څښتن خدای ته د نذرانې په توګه وسوځوئ. هغه باید د تل دپاره کنډواله پاتې شي او بیا هېڅکله ودان نه شي. ۱۷‏-۱۸ د هغو شیانو څخه چې باید له منځه یووړل شي هېڅ شی هم د ځان دپاره مه ساتئ، نو بیا به د څښتن سخت قهر سوړ شي او په تاسو باندې به رحم وکړي. که چېرې تاسو د هغه د ټولو حکمونو څخه چې ما نن درکړي دي اطاعت وکړئ او هغه کارونه وکړئ چې د خدای په نظر کې سم وي، هغه به په تاسو باندې رحم وکړي او لکه څنګه چې یې ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده، ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ کړي.