Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ په دې کتاب کې هغه خبرې دي چې موسی د اسراییلو خلکو ته په هغه وخت کې کړې وې کله چې هغوی د اردن د سیند ختیځې خواته په دښته کې وو. هغوی سوف ته نژدې د اردن په دره کې وو، یعنې د فاران د ښار چې په یو اړخ باندې ؤ او د توفل، لابان، حضیروت او د دي ذهب ښارونو ترمنځ چې په بل اړخ باندې وو. ۲ د ادوم د غرنۍ سیمې په لاره د حوریب یعنې د سینا د غره څخه تر قادش برنیع پورې د یوولسو ورځو لاره ده. ۳ د څلوېښتم کال د یوولسمې میاشتې په لومړۍ ورځ وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه لاړ، موسی هغه ټول شیان چې څښتن د هغو په اړه ورته حکم کړی ؤ چې قوم ته یې ووایي، هغوی ته وویل. ۴ دا کار وروسته له هغې وشو کله چې څښتن د اموریانو پاچا سیحون ته چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ او د باشان پاچا عوج ته چې د عشتاروت او ادرعي په ښارونو باندې یې حکومت کاوه، ماتې ورکړه. ۵ موسی په داسې وخت کې د خدای قوانین بیان کړل چې قوم د اردن په ختیځ کې د موآب په سیمه کې ؤ. هغه وویل: ۶ «کله چې مونږ د سینا د غره سره وو، زمونږ څښتن خدای مونږ ته داسې وویل: ‹زیاته موده وشوه چې تاسو د دې غره په څنګ کې پاتې شوي یئ. ۷ خېمې راټولې کړئ او کډه وکړئ. د اموریانو غرنۍ سیمې او ټولو شاوخوا سیمو، د اردن درې، غرنۍ سیمې، د غرونو لوېدیځو لمنو، جنوبي سیمې او د مدیترانې د بحیرې غاړې ته لاړ شئ. د کنعان ځمکې ته او د لبنان د غرونو په لاره د فرات تر لوی سیند پورې لاړ شئ. ۸ دا ټوله هغه ځمکه ده چې د هغې د ورکولو وعده مې ستاسو د نیکونو یعنې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب او د هغوی د اولادې سره کړې وه. لاړ شئ او هغه ځمکه ونیسئ.›»
۹ موسی قوم ته وویل: «په داسې وخت کې چې مونږ لا د سینا د غره سره وو، ما تاسو ته وویل: ‹په تاسو باندې د مشرۍ کولو مسوولیت زما په وس کې نه دی. زه دا کار یوازې نه شم کولای. ۱۰ زمونږ څښتن خدای ستاسو شمېر دومره زیات کړی دی لکه د اسمان د ستورو په شان. ۱۱ زمونږ د نیکونو څښتن خدای دې تاسو زر چنده زیات کړي او تاسو ته دې د خپلې وعدې سره سم برکت درکړي! ۱۲ خو زه په یوازې ځان نه شم کولای دا دروند مسوولیت په غاړه واخلم چې ستاسو شخړې حل کړم. ۱۳ د هرې قبیلې څخه پوه او تجربه لرونکي کسان غوره کړئ. زه به هغوی ستاسو مشران کړم.› ۱۴ او تاسو وویل چې دا ښه کار دی. ۱۵ نو ما ستاسو د قبیلو څخه هغه پوه او تجربه لرونکي خلک واخیستل او په تاسو باندې مې د مشرانو په توګه وټاکل. ځینو د زرو کسانو مسوولیت په غاړه درلود، ځینو د سلو، ځینو د پنځوسو او ځینو د لسو کسانو مسوولیت په غاړه درلود. همدارنګه ما د ټولو قبیلو څخه نور مشران هم وټاکل. ۱۶ په هغه وخت کې ما قاضیانو ته دا لارښوونې ورکړې: ‹هغو شخړو ته غوږ نیسئ چې ستاسو خلکو ترمنځ رامنځته کیږي. په عادلانه ډول د هرې شخړې قضاوت کوئ، که دا یوازې ستاسو په خلکو پورې اړه لري یا په هغو پردیو خلکو پورې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي. ۱۷ په خپلو پرېکړو کې د هېچا طرفداري مه کوئ، په هرچا باندې یوشان قضاوت کوئ، دا مهمه نه ده چې هغه بې وزله وي یا قدرتمند. د هېچا څخه مه وېرېږئ، ځکه کومې پرېکړې چې تاسو یې کوئ هغه د خدای له خوا دي. که چېرې کومه دعوه ستاسو دپاره ګرانه وي، ماته یې راوړئ او زه به یې پرېکړه وکړم.› ۱۸ په هماغه وخت کې ما تاسو ته د نورو ټولو کارونو په اړه چې تاسو یې باید سرته ورسوئ، لارښوونې وکړې.
۱۹ څه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته امر کړی ؤ هغه مو سرته ورسول. مونږ د سینا د غره څخه د پراخې او د وېرې څخه ډکې دښتې په لاره د اموریانو غرنۍ سیمې ته لاړو. کله چې مونږ قادش برنیع ته ورسېدلو، ۲۰-۲۱ ما تاسو ته وویل: ‹اوس تاسو د اموریانو غرنۍ سیمې ته راغلي یئ کومه چې زمونږ څښتن خدای، یعنې زمونږ د نیکونو خدای یې مونږ ته راکوي. ګورئ، دا هماغه سیمه ده. لکه څنګه چې هغه امر کړی دی، زړه نازړه کېږئ مه او مه وېرېږئ، لاړ شئ او هغه ونیسئ.›
۲۲ خو تاسو ټول ماته راغلئ او ومو ویل: ‹مخکې له دې چې هغې خاورې ته ورشو، راځئ چې څو کسان ولېږو چې هغه وګوري، ترڅو مونږ ته سمه لاره وښایي چې ورباندې لاړ شو او راته ووایي چې هلته څه ډول ښارونه دي.› ۲۳ دا کار ماته ښه ښکاره شو، نو ما دولس کسان یعنې د هرې قبیلې څخه مې یو یو کس غوره کړ. ۲۴ هغوی غرنۍ سیمې ته د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه ځای یې وکاته. ۲۵ هغوی مونږ ته د هغې خوا څخه لږه مېوه راوړله چې هلته یې پیدا کړې وه او خبر یې راوړ چې کومه ځمکه چې زمونږ څښتن خدای یې مونږ ته راکوي، هغه ډېره حاصلخېزه ده.
۲۶ خو تاسو ونه غوښتل چې هغې خاورې ته ورننوځئ او د خپل څښتن خدای د امر د منلو څخه مو سرغړونه وکړه. ۲۷ تاسو په خپلو خېمو کې پاتې شوئ، وغورېدئ او ومو ویل: ‹څښتن زمونږ څخه کرکه کوي. هغه مونږ د دې دپاره د مصر څخه راوویستلو چې اموریانو ته مو په لاس ورکړي، ترڅو مونږ ووژني. ۲۸ هلته ولې لاړ شو؟ مونږ وېرېږو. هغه کسان چې مونږ لېږلي وو مونږ ته وایي چې د هغه ځای خلک زمونږ څخه قوي او لوړ دي او هغوی په داسې ښارونو کې ژوند کوي چې دېوالونه یې اسمان ته رسیږي. حتی هغوی په هغه ځای کې عناقیان هم ولیدل چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل!› ۲۹ خو ما وویل: ‹د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ. ۳۰-۳۱ څښتن زمونږ خدای به ستاسو مشري وکړي او ستاسو دپاره به وجنګیږي لکه څنګه چې تاسو هغه په مصر او په دښته کې ولیدل چې همداسې یې وکړل. تاسو ولیدل چې هغه څنګه په خیریت سره دې ځای ته راوستلئ لکه څنګه چې یو پلار خپل زوی د یو ځای څخه بل ځای ته بیایي.› ۳۲ خو زما د خبرو سره سره بیاهم تاسو په خپل څښتن خدای باندې اعتبار ونه کړ، ۳۳ که څه هم هغه تل ستاسو په مخکې روان ؤ چې ستاسو دپاره یو ځای پیدا کړي، ترڅو خېمې په کې ودروئ. هغه به د شپې له خوا په اور کې ستاسو په مخکې روان ؤ او د ورځې له خوا به په ورېځې کې روان ؤ د دې دپاره چې تاسو ته لاره وښایي.
۳۴ څښتن ستاسو شکایتونه واورېدل او په قهر شو، نو هغه قسم وخوړ او ویې ویل: ۳۵ ‹ستاسو د دې خراب نسل څخه به هېڅوک هغې حاصلخېزې ځمکې ته داخل نه شي چې د هغې د ورکولو قسم مې ستاسو د نیکونو سره کړی ؤ. ۳۶ یوازې د یفنه زوی کالیب به ورننوځي. هغه ماته وفادار پاتې شوی دی او زه به هغه او د هغه اولادې ته هغه ځمکه ورکړم چې هغه په کې ګرځېدلی ؤ.› ۳۷ څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې هم په قهر شو او راته ویې ویل: ‹موسی، حتی ته به هم هغې ځمکې ته ورداخل نه شې. ۳۸ خو خپل مرستیال د نون زوی یوشع وهڅوه. هغه به د هغې خاورې په نیولو کې د اسراییلو مشري وکړي. ۳۹ بیا څښتن مونږ ټولو ته وویل: ستاسو ماشومان به چې لا تر اوسه دومره کوچني دي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق هم نه شي کولای هغې خاورې ته ورننوځي، یعنې هغه ماشومان چې تاسو ویل چې ستاسو د دښمنانو له خوا به ونیول شي. زه به هغه ځمکه هغوی ته ورکړم او هغوی به یې ونیسي. ۴۰ خو اوس تاسو بېرته وګرځئ او په هغې لار باندې چې سرې بحیرې ته ځي، بېرته دښتې ته لاړ شئ.›
۴۱ بیا تاسو ماته وویل: ‹مونږ د خپل څښتن خدای د امر څخه سرغړونه وکړه، خو اوس غواړو چې د هغه د امر څخه اطاعت وکړو. لکه څنګه چې هغه مونږ ته ویلي وو، مونږ به غرنۍ سیمې ته ورننوځو او وبه جنګېږو.› نو تاسو خپلې وسلې راواخیستلې او داسې فکر مو کاوه چې په غرنۍ سیمه باندې حمله کول به اسانه وي. ۴۲ خو څښتن ماته وویل چې هغوی ته خبرداری ورکړه چې حمله ونه کړي، ځکه چې زه به د هغوی سره مل نه یم او هغوی ته به خپل دښمنان ماتې ورکړي. ۴۳ ما تاسو ته د څښتن خبرې وکړې، خو تاسو ورته هېڅ پام ونه کړ. د هغه په وړاندې مو سرکښي وکړه او په غرور سره غرنۍ سیمې ته روان شوئ. ۴۴ بیا اموریان چې په هغې غرنۍ سیمه کې اوسېدل، د مچیو په شان ستاسو په وړاندې راووتل. هغوی د ادوم تر خاورې پورې په تاسو پسې شول او د حرمه په ښار کې یې درته ماتې درکړه. ۴۵ نو تاسو بېرته راستانه شوئ او څښتن ته مو د مرستې دپاره زارۍ وکړې، خو هغه تاسو ته هېڅ پام ونه کړ او غوږونه یې درباندې کاڼه کړل. ۴۶ نو بیا مونږ زیات وخت په قادش کې پاتې شو.