فصل قبلی

د تثنیې کتاب

اول فصل

سریزه

۱په دې کتاب کې هغه خبرې دي چې حضرت موسیٰ د اسراییلو خلکو ته په هغه وخت کې کړې وې کله چې هغوی د اردن د سیند ختیځې خواته په دښته کې وو. هغوی سوف ته نژدې د اردن په دره کې وو یعنې د فاران د ښار چې په یو اړخ باندې ؤ او د توفل، لابان، حضیروت او د ديذهب ښارونو ترمنځ چې په بل اړخ باندې وو. ۲(د ادوم د غرنۍ سیمې په لار د سینا د غره څخه تر قادش برنیع پورې د یوولسو ورځو فاصله ده.) ۳د څلوېښتم کال د یوولسمې میاشتې په اوله ورځ وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه لاړ، حضرت موسیٰ هغه ټول شیان چې څښتن د هغو په باره کې ورته حکم کړی ؤ چې قوم ته یې ووایي، هغوی ته وویل. ۴دا کار وروسته له هغې وشو کله چې څښتن د اموریانو پادشاه سیحون ته چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ او د باشان پادشاه عوج ته چې د عشتاروت او ادرعي په ښارونو باندې یې حکومت کاوه ماتې ورکړه. ۵حضرت موسیٰ په داسې وخت کې د خدای پاک قوانین بیان کړل چې قوم د اردن په ختیځ کې د موآب په سیمه کې ؤ.

هغه وفرمایل: ۶<کله چې مونږ د سینا د غره سره وو، زمونږ څښتن خدای مونږ ته داسې وفرمایل: زیاته موده وشوه چې تاسو د دې غره په څنګ کې پاتې شوي یئ. ۷خېمې راټولې کړئ او کډه وکړئ. د اموریانو غرنۍ سیمې او ټولو شاوخوا سیمو، د اردن درې، غرنۍ سیمې، د غرونو لوېدیځو لمنو، جنوبي سیمې او د مدیترانې د بحیرې غاړې ته لاړ شئ. د کنعان ځمکې ته او د لبنان د غرونو په لار د فرات تر لوی سیند پورې لاړ شئ. ۸دا ټوله هغه ځمکه ده چې د هغې د ورکولو وعده مې ستاسو د نیکونو یعنې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب او د هغوی د اولادې سره کړې وه. لاړ شئ او هغه ځمکه ونیسئ.>

حضرت موسیٰ قاضیان مقرروي

(هجرت ۱۸: ۱۳ - ۲۷)

۹حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <په داسې وخت کې چې مونږ لا د سینا د غره سره وو، ما تاسو ته وویل: په تاسو باندې د مشرۍ کولو مسئولیت زما په وس کې نه دی. زه دا کار یوازې نه شم کولی. ۱۰زمونږ څښتن خدای ستاسو شمېر دومره زیات کړی دی لکه د اسمان د ستورو په شان. ۱۱زمونږ د نیکونو څښتن خدای دې تاسو زر چنده زیات کړي او تاسو ته دې د خپلې وعدې سره سم برکت درکړي! ۱۲خو زه په یوازې ځان نه شم کولی دا دروند مسئولیت په غاړه واخلم چې ستاسو شخړې حل کړم. ۱۳د هرې قبیلې څخه پوه او تجربه لرونکي نفر انتخاب کړئ. زه به هغوی ستاسو مشران کړم. ۱۴او تاسو وویل چې دا ښه کار دی. ۱۵نو ما ستاسو د قبیلو څخه هغه پوه او تجربه لرونکي خلک واخیستل او په تاسو باندې مې د مشرانو په توګه وټاکل. ځینو د زرو نفرو مسئولیت په غاړه درلود، ځینو د سلو، ځینو د پنځوسو او ځینو د لسو نفرو مسئولیت په غاړه درلود. همدارنګه ما د ټولو قبیلو څخه نور مشران هم مقرر کړل.

۱۶په هغه وخت کې ما قاضیانو ته دا لارښودنې ورکړې: هغو شخړو ته غوږ نیسئ چې ستاسو په خلکو کې رامنځته کیږي. په عادلانه ډول د هرې شخړې قضاوت کوئ، که دا یوازې ستاسو په خلکو پورې اړه لري یا په هغو بېګانه خلکو پورې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي. ۱۷په خپلو پرېکړو کې د هیچا پلوي مه کوئ، په هرچا باندې یوشان قضاوت کوئ، دا مهمه نه ده چې هغه بې وزلی وي یا قدرتمند. د هیچا څخه مه وېرېږئ ځکه کومې پرېکړې چې تاسو یې کوئ هغه د خدای پاک له خوا دي. که چېرې کومه دعوه ستاسو دپاره ګرانه وي، ماته یې راوړئ او زه به یې پرېکړه وکړم. ۱۸په هماغه وخت کې ما تاسو ته د نورو ټولو کارونو په باره کې چې تاسو یې باید سرته ورسوئ لارښودنې وکړې.

د قادش برنیع څخه نفر کنعان ته لېږل کیږي

(شمېر ۱۳: ۱ - ۳۳)

۱۹څه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته امر کړی ؤ هغه مو سرته ورسول. مونږ د سینا د غره څخه د پراخې او د وېرې څخه ډکې دښتې په لار د اموریانو غرنۍ سیمې ته لاړو. کله چې مونږ قادش برنیع ته ورسېدو، ۲۰‏-۲۱ما درته وویل: اوس تاسو د اموریانو غرنۍ سیمې ته راغلي یئ کومه چې زمونږ څښتن خدای، یعنې زمونږ د نیکونو خدای یې مونږ ته راکوي. وګورئ، دا هماغه سیمه ده. لکه څنګه چې هغه امر کړی دی، زړه نا زړه کېږئ مه او مه وېرېږئ، لاړ شئ او هغه ونیسئ.

۲۲مګر تاسو ټول ماته راغلئ او ومو ویل: مخکې له دې چې هغې خاورې ته ورشو، راځئ چې څو نفره ولېږو چې هغه وګوري، ترڅو مونږ ته سمه لاره وښایي چې ورباندې لاړ شو او راته ووایي چې هلته څه ډول ښارونه دي.

۲۳دا کار ماته ښه ښکاره شو، نو ما دولس نفره یعنې د هرې قبیلې څخه مې یو یو نفر انتخاب کړ. ۲۴هغوی غرنۍ سیمې ته د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه ځای یې وکاته. ۲۵هغوی مونږ ته له هغې خوا څخه لږه مېوه راوړله چې هلته یې پیدا کړې وه او خبر یې راوړ چې کومه ځمکه چې زمونږ څښتن خدای یې مونږ ته راکوي هغه ډېره حاصلخېزه ده.

۲۶مګر تاسو ونه غوښتل چې هغې خاورې ته ورننوزئ او د خپل څښتن خدای د امر د منلو څخه مو سرغړونه وکړه. ۲۷تاسو په خپلو خېمو کې پاتې شوئ او وغورېدئ او ومو ویل: څښتن زمونږ څخه کرکه کوي. هغه مونږ د دې دپاره د مصر څخه راوویستلو چې اموریانو ته مو په لاس ورکړي، ترڅو مونږ ووژني. ۲۸هلته ولې لاړ شو؟ مونږ وېرېږو. هغه نفر چې مونږ لېږلي وو مونږ ته وایي چې د هغه ځای خلک زمونږ څخه قوي او لوړ دي او هغوی په داسې ښارونو کې ژوند کوي چې دېوالونه یې اسمان ته رسیږي. حتیٰ هغوی په هغه ځای کې عناقیان هم ولیدل چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل!

۲۹مګر ما وویل: د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ. ۳۰‏-۳۱زمونږ څښتن خدای به ستاسو مشري وکړي او ستاسو دپاره به وجنګیږي لکه څنګه چې تاسو هغه په مصر او په دښته کې ولیدل چې همداسې یې وکړل. تاسو ولیدل چې هغه څنګه په خیریت سره دې ځای ته راوستلئ لکه څنګه چې یو پلار خپل زوی د یو ځای څخه بل ځای ته وړي. ۳۲مګر زما د خبرو سره سره بیاهم تاسو په څښتن باندې اعتبار ونه کړ، ۳۳که څه هم هغه همېشه ستاسو په مخ کې روان ؤ چې ستاسو دپاره یو ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروئ. هغه به د شپې له خوا په اور کې ستاسو په مخ کې روان ؤ او د ورځې له خوا به په ورېځې کې روان ؤ د دې دپاره چې تاسو ته لاره وښایي.

څښتن اسراییلو ته سزا ورکوي

(شمېر ۱۴: ۲۰ - ۴۵)

۳۴څښتن ستاسو شکایتونه واورېدل او په قهر شو، نو هغه قسم وخوړ او ویې فرمایل: ۳۵ستاسو د دې خراب نسل څخه به هیڅوک هغې حاصلخېزې ځمکې ته داخل نه شي چې د هغې د ورکولو قسم مې ستاسو د نیکونو سره کړی ؤ. ۳۶یوازې د یفنه زوی کالیب به ورداخل شي. هغه ماته وفادار پاتې شوی دی او زه به هغه او د هغه اولادې ته هغه ځمکه ورکړم چې هغه په کې ګرځېدلی ؤ.

۳۷څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې هم په قهر شو او راته ویې فرمایل: موسیٰ، حتیٰ ته به هم هغې ځمکې ته ورداخل نه شې. ۳۸مګر خپل مرستیال د نون زوی یوشع تشویق کړه. هغه به د هغې خاورې په نیولو کې د اسراییلو مشري وکړي.

۳۹بیا څښتن مونږ ټولو ته وفرمایل: ستاسو ماشومان به چې لا تر اوسه دومره کوچني دي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق هم نه شي کولی هغې خاورې ته ورداخل شي، یعنې هغه ماشومان چې تاسو ویل چې ستاسو د دښمنانو له خوا به ونیول شي. زه به هغه ځمکه هغوی ته ورکړم او هغوی به یې ونیسي. ۴۰مګر اوس تاسو بېرته وګرځئ او په هغې لار باندې چې سرې بحیرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړ شئ.

۴۱بیا تاسو ماته وویل: مونږ د خپل څښتن خدای د امر څخه سرغړونه وکړه، خو اوس غواړو چې د هغه د امر څخه اطاعت وکړو. لکه څنګه چې هغه مونږ ته فرمایلي دي مونږ به غرنۍ سیمې ته ورننوزو او وبه جنګېږو. نو تاسو خپلې وسلې راواخیستلې او داسې فکر مو کاوه چې په غرنۍ سیمه باندې حمله کول به آسانه وي.

۴۲مګر څښتن ماته وفرمایل: هغوی ته خبرداری ورکړه چې حمله ونه کړي ځکه چې زه به د هغوی سره مل نه یم او هغوی ته به خپل دښمنان ماتې ورکړي. ۴۳ما تاسو ته د څښتن خبرې وکړې، مګر تاسو ورته هیڅ توجه ونه کړه. د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه او په غرور سره غرنۍ سیمې ته روان شوئ. ۴۴بیا اموریان چې په هغې غرنۍ سیمه کې اوسېدل د مچیو په شان ستاسو په مقابل کې راووتل. هغوی د ادوم تر خاورې پورې په تاسو پسې شول او د حرمه په ښار کې یې درته ماتې درکړه. ۴۵نو تاسو بېرته راستانه شوئ او څښتن ته مو د مرستې دپاره زارۍ وکړې، مګر هغه تاسو ته هیڅ توجه ونه کړه او غوږونه یې درباندې کاڼه کړل. ۴۶نو بیا مونږ زیات وخت په قادش کې پاتې شو.

فصل قبلی