د تثنیې کتاب

دوهم فصل

په دښته کې د سرګردانۍ کلونه

۱په آخر کې مونږ راوګرځېدو او د څښتن د امر سره سم په هغې لارې باندې چې سرې بحیرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړو او ډېره موده د ادوم د غرنۍ سیمې په شاوخوا کې سرګردانه ګرځېدو.

۲بیا څښتن ماته وفرمایل چې ۳تاسو زیاته موده په هغو غونډیو کې سرګردانه وګرځېدئ، اوس د شمال خواته لاړ شئ. ۴په خلکو باندې دغه امر وکړه: پام کوئ، ځکه چې تاسو به ژر د ادوم د غرنۍ سیمې له لارې چې ستاسو د لېرې خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې ځمکه ده لاړ شئ. هغوی ستاسو څخه وېریږي، ۵مګر تاسو به د هغوی سره جنګ نه پیل کوئ، ځکه چې زه به د هغوی د ځمکې څخه تاسو ته یو متر مربع ځمکه هم در نه کړم. ما ادوم د عیسو اولادې ته ورکړی دی. ۶تاسو کولی شئ چې د هغوی څخه خواړه او اوبه په بیه واخلئ.

۷یاد ساتئ چې خپل څښتن خدای څنګه تاسو ته په هر کار کې برکت درکړی دی. لکه څنګه به چې تاسو په دې پراخه دښته کې سرګردانه ګرځېدئ، هغه په تاسو باندې پام کاوه. په دغو څلوېښتو کالو کې هغه ستاسو سره ؤ او هرڅه چې ستاسو په کار وو، هغه درته رسېدل.

۸مونږ د هغې سیمې په خوا کې تېر شو چې زمونږ د خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې سیمه وه. هغه لاره مو پرېښودله چې د ایلت او عصیون جابر څخه د ارام دریاب ته ځي او شمال ختیځ خواته د موآب د دښتې په لور وګرځېدو. ۹څښتن ماته وفرمایل: د موآب خلکو یعنې د لوط اولادې ته تکلیف ونه رسوئ او جنګ ورسره ونه کړئ. ما هغوی ته د عار سیمه ورکړې ده او تاسو ته به د هغوی د ځمکې څخه هیڅ یوه برخه در نه کړم.>

۱۰(د ډېرو غټو خلکو قوي نسل چې د ایمیانو په نوم یادېده په عار کې اوسېده. هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل کوم چې د ډېرو لوړ قدو خلکو بل نسل ؤ. ۱۱هغوی هم د عناقیانو په شان د رفائیانو په نوم مشهور وو، مګر موآبیانو هغوی د ایمیانو په نوم یادول. ۱۲حوریان په ادوم کې اوسېدل، مګر د عیسو اولادې هغوی وشړل. د هغوی قوم یې له منځه یووړ او په خپله هلته اوسېدل، لکه څنګه چې وروسته اسراییلیانو خپل دښمنان د هغې ځمکې څخه وشړل چې څښتن هغوی ته ورکړې وه.)

۱۳<بیا لکه څنګه چې څښتن مونږ ته وفرمایل، مونږ د زارد د خوړ څخه تېر شو. ۱۴له هغه وخت څخه چې مونږ د قادش برنیع څخه لاړو اته دېرش کاله تېر شوي وو. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، د هغه نسل ټول جنګي خلک مړه شول. ۱۵څښتن تر هغه وخته پورې د هغوی مخالفت کاوه ترڅو چې ټول یې له منځه یوړل.

۱۶کله چې هغوی ټول مړه شول، ۱۷څښتن مونږ ته وفرمایل: ۱۸نن به تاسو د موآب د سیمې څخه د عار په لاره باندې تېر شئ. ۱۹بیا به د عمونیانو ځمکې ته ورنژدې شئ چې د لوط اولاده ده. هغوی ته تکلیف مه رسوئ او جنګ ورسره مه کوئ. هغوی ته مې خپله ځمکه ورکړې ده او د هغې څخه به تاسو ته هیڅ در نه کړم.>

۲۰(دا سیمه هم د رفائیانو د خاورې په نوم مشهوره ده، یعنې د هغو خلکو په نوم چې هلته اوسېدلي وو. عمونیانو هغوی د زمزمیانو په نوم یادول. ۲۱هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل. هغوی ډېر وو او یو قوي نسل ؤ. مګر څښتن هغوی تباه کړل، نو عمونیانو د هغوی خاوره ونیوله او هلته اوسېدل. ۲۲څښتن د ادومیانو یعنې د عیسو د اولادې دپاره چې د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسیږي همداسې کار کړی ؤ. هغه حوریان له منځه یوړل، نو ادومیانو د هغوی ځمکه ونیوله او هلته اوسېدل او تر اوسه پورې هلته ژوند کوي. ۲۳په هغه ځمکه کې چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه پرته وه، هغه خلک ځای په ځای شوي وو چې د کریت د جزیرې څخه وو. هغوی عویان چې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي وو له منځه وړي وو او د هغوی ټوله ځمکه یې په جنوب کې د غزې تر ښاره پورې نیولې وه.)

۲۴<کله چې مونږ د موآب څخه تېر شو، څښتن مونږ ته وفرمایل: اوس روان شئ او د ارنون د سیند څخه تېر شئ. زه د حشبون پادشاه سیحون د هغه د هېواد سره تاسو ته تسلیموم. حمله ورباندې وکړئ او د هغه هېواد ونیسئ. ۲۵له همدې ورځې څخه به ستاسو وېره د ټولو خلکو په زړونو کې چې په هرځای کې اوسیږي واچوم. هرڅوک به ستاسو د نوم په اورېدلو سره له وېرې لړزیږي.

اسراییل سیحون پادشاه ته ماتې ورکوي

(شمېر ۲۱: ۲۱ - ۳۰)

۲۶بیا ما د قدیموت د دښتې څخه د حشبون پادشاه سیحون ته د سولې د لاندیني وړاندیز سره استازي ورولېږل: ۲۷مونږ پرېږدئ چې ستاسو د هېواد څخه تېر شو. مونږ به مستقیم لاړ شو او د لارې څخه به یو خوا بل خوا نه ځو. ۲۸تاسو په مونږ باندې خواړه او اوبه خرڅ کړئ او مونږ به د هغو بیه درکړو. خو یوازې دا اجازه راکړئ چې ستاسو د هېواد په لاره تېر شو، ۲۹ترڅو د اردن د سیند څخه هغې ځمکې ته واوړو چې خپل څښتن خدای یې راکوي. د عیسو اولادې چې په ادوم کې اوسیږي او موآبیانو چې په عار کې اوسیږي، مونږ ته اجازه راکړه چې د هغوی د سیمې څخه تېر شو.

۳۰مګر سیحون پادشاه نه پرېښودلو چې د هغه د هېواد په لاره تېر شو. زمونږ څښتن خدای د هغه زړه سخت کړی ؤ او هغه یې سرزوره کړی ؤ ترڅو مونږ وکولی شو هغه ته ماتې ورکړو او د هغه سیمه ونیسو چې تر اوسه پورې زمونږ سره ده.

۳۱بیا څښتن ماته وفرمایل: ګوره، ما سیحون پادشاه او د هغه خلک ستاسو په مقابل کې کمزوري کړي دي، لاړ شئ او د هغه خاوره ونیسئ. ۳۲سیحون د خپلو ټولو نفرو سره راووت چې د یاهص ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي، ۳۳مګر زمونږ څښتن خدای هغه مونږ ته په لاس راکړ او مونږ هغه، د هغه زامن او د هغه ټول نفر ووژل. ۳۴په عین وخت کې مونږ هر یو ښار ونیوه او هغه مو وران کړ او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. هیڅوک مو ژوندی پرېنښود. ۳۵مګر مونږ د هغوی حیوانات یوړل او ښارونه مو ورته لوټ کړل. ۳۶زمونږ څښتن خدای مونږ پرېښودلو چې ټول ښارونه د عروعیر څخه نیولې چې د ارنون د درې په غاړه پروت دی او هغه ښار چې د درې په منځ کې دی تر جلعاد پورې ونیسو. د هیڅ یو ښار دېوالونو زمونږ په مقابل کې مقاومت نه درلود. ۳۷مګر مونږ د عمونیانو سیمې یا د یبوق د سیند غاړې ته یا د غرنۍ سیمې ښارونو ته یا داسې بل ځای ته ورنژدې نه شو چې زمونږ څښتن خدای هغو ځایونو ته د ورتګ څخه منع کړي وو.