Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د تثنيې کتاب

دوهم فصل

په دښته کې د سرګردانۍ کلونه

۱په آخر کې مونږ راوګرځېدو او د څښتن د امر سره سم په هغې لارې باندې چې سرې بحيرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړو او ډېره موده د ادوم د غرنۍ سيمې په شاوخوا کې سرګردانه ګرځېدو.

۲بيا څښتن ماته وفرمايل چې ۳تاسو زياته موده په هغو غونډيو کې سرګردانه وګرځېدئ، اوس د شمال خواته لاړ شئ. ۴په خلکو باندې دغه امر وکړه: پام کوئ، ځکه چې تاسو به ژر د ادوم د غرنۍ سيمې له لارې چې ستاسو د لېرې خپلوانو يعنې د عيسو د اولادې ځمکه ده لاړ شئ. هغوی ستاسو څخه وېريږي، ۵مګر تاسو به د هغوی سره جنګ نه پيل کوئ، ځکه چې زه به د هغوی د ځمکې څخه تاسو ته يو متر مربع ځمکه هم در نه کړم. ما ادوم د عيسو اولادې ته ورکړی دی. ۶تاسو کولی شئ چې د هغوی څخه خواړه او اوبه په بيه واخلئ.

۷ياد ساتئ چې خپل څښتن خدای څنګه تاسو ته په هر کار کې برکت درکړی دی. لکه څنګه به چې تاسو په دې پراخه دښته کې سرګردانه ګرځېدئ، هغه په تاسو باندې پام کاوه. په دغو څلوېښتو کالو کې هغه ستاسو سره ؤ او هرڅه چې ستاسو په کار ؤو، هغه درته رسېدل.

۸مونږ د هغې سيمې په خوا کې تېر شو چې زمونږ د خپلوانو يعنې د عيسو د اولادې سيمه وه. هغه لاره مو پرېښودله چې د ايلت او عصيون جابر څخه د آرام درياب ته ځي او شمال ختيځ خواته د موآب د دښتې په لور وګرځېدو. ۹ څښتن ماته وفرمايل: د موآب خلکو يعنې د لوط اولادې ته تکليف ونه رسوئ او جنګ ورسره ونه کړئ. ما هغوی ته د عار سيمه ورکړې ده او تاسو ته به د هغوی د ځمکې څخه هيڅ يوه برخه در نه کړم.“

۱۰(د ډېرو غټو خلکو قوي نسل چې د ايميانو په نوم يادېده په عار کې اوسېده. هغوی د عناقيانو په شان لوړ قدونه درلودل کوم چې د ډېرو لوړ قدو خلکو بل نسل ؤ. ۱۱هغوی هم د عناقيانو په شان د رفائيانو په نوم مشهور ؤو، مګر موآبيانو هغوی د ايميانو په نوم يادول. ۱۲حوريان په ادوم کې اوسېدل، مګر د عيسو اولادې هغوی وشړل. د هغوی قوم يې له منځه يووړ او په خپله هلته اوسېدل، لکه څنګه چې وروسته اسرائيليانو خپل دښمنان د هغې ځمکې څخه وشړل چې څښتن هغوی ته ورکړې وه.)

۱۳”بيا لکه څنګه چې څښتن مونږ ته وفرمايل، مونږ د زارد د خوړ څخه تېر شو. ۱۴له هغه وخت څخه چې مونږ د قادش برنيع څخه لاړو اته دېرش کاله تېر شوي ؤو. لکه څنګه چې څښتن فرمايلي ؤو، د هغه نسل ټول جنګي خلک مړه شول. ۱۵څښتن تر هغه وخته پورې د هغوی مخالفت کاوه ترڅو چې ټول يې له منځه يوړل.

۱۶کله چې هغوی ټول مړه شول، ۱۷څښتن مونږ ته وفرمايل: ۱۸نن به تاسو د موآب د سيمې څخه د عار په لاره باندې تېر شئ. ۱۹بيا به د عمونيانو ځمکې ته ورنژدې شئ چې د لوط اولاده ده. هغوی ته تکليف مه رسوئ او جنګ ورسره مه کوئ. هغوی ته مې خپله ځمکه ورکړې ده او د هغې څخه به تاسو ته هيڅ در نه کړم.“

۲۰(دا سيمه هم د رفائيانو د خاورې په نوم مشهوره ده، يعنې د هغو خلکو په نوم چې هلته اوسېدلي ؤو. عمونيانو هغوی د زمزميانو په نوم يادول. ۲۱هغوی د عناقيانو په شان لوړ قدونه درلودل. هغوی ډېر ؤو او يو قوي نسل ؤ. مګر څښتن هغوی تباه کړل، نو عمونيانو د هغوی خاوره ونيوله او هلته اوسېدل. ۲۲څښتن د ادوميانو يعنې د عيسو د اولادې دپاره چې د ادوم په غرنۍ سيمه کې اوسيږي همداسې کار کړی ؤ. هغه حوريان له منځه يوړل، نو ادوميانو د هغوی ځمکه ونيوله او هلته اوسېدل او تر اوسه پورې هلته ژوند کوي. ۲۳په هغه ځمکه کې چې د مديترانې د بحيرې په غاړه پرته وه، هغه خلک ځای په ځای شوي ؤو چې د کريت د جزيرې څخه ؤو. هغوی عويان چې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي ؤو له منځه وړي ؤو او د هغوی ټوله ځمکه يې په جنوب کې د غزې تر ښاره پورې نيولې وه.)

۲۴”کله چې مونږ د موآب څخه تېر شو، څښتن مونږ ته وفرمايل: اوس روان شئ او د ارنون د سيند څخه تېر شئ. زه د حشبون پادشاه سيحون د هغه د هېواد سره تاسو ته تسليموم. حمله ورباندې وکړئ او د هغه هېواد ونيسئ. ۲۵له همدې ورځې څخه به ستاسو وېره د ټولو خلکو په زړونو کې چې په هرځای کې اوسيږي واچوم. هرڅوک به ستاسو د نوم په اورېدلو سره له وېرې لړزيږي.

اسرائيل سيحون پادشاه ته ماتې ورکوي

(شمېر ۲۱: ۲۱ ـ ۳۰)

۲۶بيا ما د قديموت د دښتې څخه د حشبون پادشاه سيحون ته د سولې د لانديني وړانديز سره استازي ورولېږل: ۲۷مونږ پرېږدئ چې ستاسو د هېواد څخه تېر شو. مونږ به مستقيم لاړ شو او د لارې څخه به يو خوا بل خوا نه ځو. ۲۸تاسو په مونږ باندې خواړه او اوبه خرڅ کړئ او مونږ به د هغو بيه درکړو. خو يوازې دا اجازه راکړئ چې ستاسو د هېواد په لاره تېر شو، ۲۹ ترڅو د اردن د سيند څخه هغې ځمکې ته واوړو چې خپل څښتن خدای يې راکوي. د عيسو اولادې چې په ادوم کې اوسيږي او موآبيانو چې په عار کې اوسيږي، مونږ ته اجازه راکړه چې د هغوی د سيمې څخه تېر شو.

۳۰مګر سيحون پادشاه نه پرېښودلو چې د هغه د هېواد په لاره تېر شو. زمونږ څښتن خدای د هغه زړه سخت کړی ؤ او هغه يې سرزوره کړی ؤ ترڅو مونږ وکولی شو هغه ته ماتې ورکړو او د هغه سيمه ونيسو چې تر اوسه پورې زمونږ سره ده.

۳۱بيا څښتن ماته وفرمايل: ګوره، ما سيحون پادشاه او د هغه خلک ستاسو په مقابل کې کمزوري کړي دي، لاړ شئ او د هغه خاوره ونيسئ. ۳۲سيحون د خپلو ټولو نفرو سره راووت چې د ياهص ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګيږي، ۳۳ مګر زمونږ څښتن خدای هغه مونږ ته په لاس راکړ او مونږ هغه، د هغه زامن او د هغه ټول نفر ووژل. ۳۴په عين وخت کې مونږ هر يو ښار ونيوه او هغه مو وران کړ او ټول نارينه، ښځې او ماشومان مو ووژل. هيڅوک مو ژوندی پرېنښود. ۳۵مګر مونږ د هغوی حيوانات يوړل او ښارونه مو ورته لوټ کړل. ۳۶ زمونږ څښتن خدای مونږ پرېښودلو چې ټول ښارونه د عروعير څخه نيولې چې د ارنون د درې په غاړه پروت دی او هغه ښار چې د درې په منځ کې دی تر جلعاد پورې ونيسو. د هيڅ يو ښار دېوالونو زمونږ په مقابل کې مقاومت نه درلود. ۳۷مګر مونږ د عمونيانو سيمې يا د يبوق د سيند غاړې ته يا د غرنۍ سيمې ښارونو ته يا داسې بل ځای ته ورنژدې نشو چې زمونږ څښتن خدای هغو ځايونو ته د ورتګ څخه منع کړي ؤو.