د تثنیې کتاب

دوهم فصل

په دښته کې د سرګردانۍ کلونه

۱ په پای کې مونږ راوګرځېدلو او د څښتن د امر سره سم په هغې لارې باندې چې سرې بحیرې ته ځي، بېرته دښتې ته لاړو او ډېره موده د ادوم د غرنۍ سیمې په شاوخوا کې سرګردانه ګرځېدلو.

۲ بیا څښتن ماته وویل: ۳ ‹تاسو زیاته موده په هغو غونډیو کې سرګردانه وګرځېدلئ، اوس د شمال خواته لاړ شئ. ۴ په خلکو باندې دغه امر وکړه چې پام کوئ، ځکه چې تاسو به زر د ادوم د غرنۍ سیمې له لارې چې ستاسو د لېرې خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې ځمکه ده، لاړ شئ. هغوی ستاسو څخه وېریږي، نو ډېر پام وکړئ ۵ او د هغوی سره به جنګ نه کوئ، ځکه چې زه به د هغوی د ځمکې څخه تاسو ته یو متر مربع ځمکه هم در نه کړم. ما ادوم د عیسو اولادې ته ورکړی دی. ۶ تاسو کولای شئ چې د هغوی څخه خواړه او اوبه په بیه واخلئ.›

۷ یاد ساتئ چې خپل څښتن خدای څنګه تاسو ته په هر کار کې برکت درکړی دی. لکه څنګه به چې تاسو په دې پراخه دښته کې سرګردانه ګرځېدلئ، هغه په تاسو باندې پام کاوه. په دغو څلوېښتو کالو کې هغه ستاسو سره ؤ او هرڅه چې ستاسو په کار وو، هغه درته رسېدل.

۸ مونږ د هغې سیمې په خوا کې تېر شو چې زمونږ د خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې سیمه وه. هغه لاره مو پرېښودله چې د ایلت او عصیون جابر څخه مړې بحیرې ته ځي او شمال ختیځ خواته د موآب د دښتې په لور وګرځېدلو. ۹ څښتن ماته وویل: ‹د موآب خلکو یعنې د لوط اولادې ته تکلیف ونه رسوئ او جنګ ورسره ونه کړئ. ما هغوی ته د عار سیمه ورکړې ده او تاسو ته به د هغوی د ځمکې څخه هېڅ یوه برخه در نه کړم.›

۱۰ د ډېرو غټو خلکو قوي نسل چې د ایمیانو په نوم یادېده په عار کې اوسېده. هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل چې د ډېرو لوړ قدو خلکو بل نسل ؤ. ۱۱ هغوی هم د عناقیانو په شان د رفاییانو په نوم مشهور وو، خو موآبیانو هغوی د ایمیانو په نوم یادول. ۱۲ حوریان په ادوم کې اوسېدل، خو د عیسو اولادې هغوی وشړل. د هغوی قوم یې له منځه یووړ او په خپله هلته اوسېدل، لکه څنګه چې وروسته اسراییلیانو خپل دښمنان د هغې ځمکې څخه وشړل چې څښتن هغوی ته ورکړې وه.

۱۳ بیا لکه څنګه چې څښتن مونږ ته وویل، مونږ د زارد د خوړ څخه تېر شو. ۱۴ د هغه وخت نه چې مونږ د قادش برنیع څخه لاړو، اته دېرش کاله تېر شوي وو. لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، د هغه نسل ټول جنګي خلک مړه شول. ۱۵ څښتن تر هغه وخته پورې د هغوی مخالفت کاوه، ترڅو چې ټول یې له منځه یووړل.

۱۶ کله چې هغوی ټول مړه شول، ۱۷ څښتن مونږ ته وویل: ۱۸ ‹نن به تاسو د موآب د سیمې څخه د عار په لاره باندې تېر شئ. ۱۹ بیا به د عمونیانو ځمکې ته ورنژدې شئ چې د لوط اولاده ده. هغوی ته تکلیف مه رسوئ او جنګ ورسره مه کوئ. هغوی ته مې خپله ځمکه ورکړې ده او د هغې څخه به تاسو ته هېڅ در نه کړم.›

۲۰ دا سیمه هم د رفاییانو د خاورې په نوم مشهوره ده، یعنې د هغو خلکو په نوم چې هلته اوسېدلي وو. عمونیانو هغوی د زمزمیانو په نوم یادول. ۲۱ هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل. هغوی ډېر وو او یو قوي نسل ؤ. خو څښتن هغوی تباه کړل، نو عمونیانو د هغوی خاوره ونیوله او هلته اوسېدل. ۲۲ څښتن د ادومیانو یعنې د عیسو د اولادې دپاره چې د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسیږي همداسې کار کړی ؤ. هغه حوریان له منځه یووړل، نو ادومیانو د هغوی ځمکه ونیوله او هلته اوسېدل او تر اوسه پورې هلته ژوند کوي. ۲۳ په هغه ځمکه کې چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه پرته وه، هغه خلک ځای په ځای شوي وو چې د کریت د جزیرې څخه وو. هغوی عویان چې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي وو، له منځه وړي وو او د هغوی ټوله ځمکه یې په جنوب کې د غزې تر ښاره پورې نیولې وه.

۲۴ کله چې مونږ د موآب څخه تېر شولو، څښتن مونږ ته وویل: ‹اوس روان شئ او د ارنون د سیند څخه تېر شئ. زه د حشبون پاچا سیحون د هغه د هېواد سره تاسو ته تسلیموم. حمله ورباندې وکړئ او د هغه هېواد ونیسئ. ۲۵ له همدې ورځې څخه به ستاسو وېره د ټولو خلکو په زړونو کې چې په هرځای کې اوسیږي، واچوم. هرڅوک به ستاسو د نوم په اورېدلو سره د وېرې څخه لړزیږي.›

اسراییل سیحون پاچا ته ماتې ورکوي

(شمېر ۲۱‏: ۲۱ ‏- ۳۰)

۲۶ بیا ما د قدیموت د دښتې څخه د حشبون پاچا سیحون ته د سولې د لاندېني وړاندیز سره استازي ورولېږل: ۲۷ ‹مونږ پرېږدئ چې ستاسو د هېواد څخه تېر شو. مونږ به سیده لاړ شو او د لارې څخه به یو خوا بل خوا نه ځو. ۲۸ تاسو په مونږ باندې خواړه او اوبه خرڅ کړئ او مونږ به د هغو بیه درکړو. خو یوازې دا اجازه راکړئ چې ستاسو د هېواد په لاره تېر شو، ۲۹ ترڅو د اردن د سیند څخه هغې ځمکې ته واوړو چې خپل څښتن خدای یې راکوي. د عیسو اولادې چې په ادوم کې اوسیږي او موآبیانو چې په عار کې اوسیږي، مونږ ته اجازه راکړه چې د هغوی د سیمې څخه تېر شو.› ۳۰ خو سیحون پاچا نه پرېښودلو چې د هغه د هېواد په لاره تېر شو. زمونږ څښتن خدای د هغه زړه سخت کړی ؤ او هغه یې سرزوره کړی ؤ ترڅو مونږ وکولای شو هغه ته ماتې ورکړو او د هغه سیمه ونیسو چې تر اوسه پورې زمونږ سره ده. ۳۱ بیا څښتن ماته وویل: ‹ګوره، ما سیحون پاچا او د هغه خلک ستاسو په وړاندې کمزوري کړي دي، لاړ شئ او د هغه خاوره ونیسئ.› ۳۲ بیا سیحون د خپلو ټولو کسانو سره راووت چې د یاهص ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي، ۳۳ خو زمونږ څښتن خدای هغه مونږ ته په لاس راکړ او مونږ هغه، د هغه زامن او د هغه ټول کسان ووژل. ۳۴ په همدې وخت کې مونږ هر یو ښار ونیوه او هغه مو له منځه یووړ او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. هېڅوک مو ژوندی پرېنښود. ۳۵ خو مونږ د هغوی حیوانات یووړل او ښارونه مو ورته لوټ کړل. ۳۶ زمونږ څښتن خدای مونږ پرېښودلو چې ټول ښارونه د عروعیر څخه نیولې چې د ارنون د درې په غاړه پروت دی او هغه ښار چې د درې په منځ کې دی، تر جلعاد پورې ونیسو. د هېڅ یو ښار دېوالونو زمونږ په وړاندې مقاومت نه درلود. ۳۷ خو مونږ د عمونیانو سیمې یا د یبوق د سیند غاړې ته یا د غرنۍ سیمې ښارونو ته یا داسې بل ځای ته ورنژدې نه شو چې زمونږ څښتن خدای هغو ځایونو ته د ورتګ څخه منع کړي وو.