Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا مونږ شمال ته د باشان په لور روان شولو او عوج پاچا د خپل ټول لښکر سره راووت چې د ادرعي ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي. ۲ خو څښتن ماته وویل: ‹د هغه څخه مه وېرېږه. زه هغه، د هغه کسان او د هغه ټوله سیمه تاته درکوم. د هغه سره هماغه شان چلند وکړه لکه څنګه چې دې د اموریانو د پاچا سیحون سره چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.› ۳ نو څښتن عوج پاچا او د هغه لښکر هم مونږ ته په لاس راکړ او هغوی ټول مو ووژل. ۴ په همدې وخت کې مونږ د هغه ټول ښارونه ونیول، یو ښار هم زمونږ څخه پاتې نه شو. ټول ښارونه چې مونږ ونیول شمېر یې شپېتو ته رسېده، یعنې د ارجوب ټوله سیمه چې د باشان پاچا عوج ورباندې حکومت کاوه. ۵ دغو ټولو ښارونو لوړ دېوالونه او داسې دروازې درلودلې چې په سیخونو باندې بندېدلې. همدارنګه ډېر داسې کلي هم وو چې دېوالونه یې نه درلودل. ۶ مونږ ټول ښارونه وران کړل او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ د حشبون پاچا سیحون په ښارونو کې هم همداسې کړي وو. ۷ مونږ حیوانات یووړل او ښارونه مو لوټ کړل. ۸ په هغه وخت کې مونږ د اردن د سیند په ختیځ کې د هغو دوو اموریایي پاچاهانو څخه د ارنون د سیند څخه د حرمون تر غره پورې ځمکه ونیوله.
۹ صیدونیان د حرمون غر د سریون په نوم یادوي او اموریان یې د سنیر په نوم یادوي. ۱۰ مونږ د باشان د پاچا عوج ټوله سیمه ونیوله یعنې هغه ښارونه چې په لوړه جلګه باندې وو او د سلخه او ادرعي د ښارونو تر ختیځ پورې د جلعاد او باشان سیمې. ۱۱ عوج پاچا په رفاییانو کې اخرنی کس ؤ. د معیاري اندازې له مخې د هغه تابوت چې د تیږو څخه جوړ شوی ؤ، څلور متره اوږد ؤ او نژدې دوه متره پلن ؤ. هغه تر اوسه پورې د عمونیانو د ربه په ښار کې شته.
۱۲ کله چې مونږ هغه ځمکه ونیوله، ما د روبین او جاد قبیلو ته هغه سیمه ورکړه چې د عروعیر د ښار په شمال کې وه (د عروعیر ښار د ارنون سیند ته نژدې ؤ) او د جلعاد د غرنۍ سیمې یوه برخه مې هم د هغه ځای د ښارونو سره ورکړه. ۱۳ پاتې جلعاد او ټول باشان چې عوج ورباندې حکومت کړی ؤ یعنې د ټول ارجوب سیمه مې هم د منسي نیمې قبیلې ته ورکړه.
باشان د رفاییانو د هېواد په نوم یادېده. ۱۴ یاییر چې د منسي د قبیلې څخه ؤ، هغه د ارجوب ټوله سیمه یعنې د باشان سیمه د جشور او معکې تر سرحده پورې ونیوله. د هغې سیمې کلي یې په خپل نوم یاد کړل او تر اوسه پورې د یاییر د کلیو په نوم یادیږي.
۱۵ جلعاد مې د ماخیر طایفې ته چې د منسي د قبیلې څخه ده، ورکړ. ۱۶ د روبین او جاد قبیلو ته مې د جلعاد څخه د ارنون تر سینده پورې سیمه ورکړه. هغه سیند د هغوی جنوبي سرحد ؤ او د یبوق سیند د هغوی شمالي سرحد ؤ. د یبوق د سیند یوه برخه د عمونیانو سرحد ؤ. ۱۷ د لوېدیځې خوا څخه د هغوی سیمه د اردن تر سیند پورې یعنې د جلیل د بحیرې څخه تر مړې بحیرې او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې غزېدلې وه.
۱۸ په همدې وخت کې ما هغوی ته دا امر وکړ: ‹زمونږ څښتن خدای تاسو ته دا ځمکه د اردن په ختیځ کې درکړې ده چې ویې نیسئ. نو اوس خپلو جنګي کسانو ته وسلې ورکړئ او د اسراییلو د نورو قبیلو څخه یې مخکې د اردن بلې غاړې ته ولېږئ چې د هغوی سره د هغوی د ځمکې په نیولو کې مرسته وکړي. ۱۹ خو ستاسو ښځې، ماشومان او همدارنګه ستاسو حیوانات به چې ډېر زیات دي، په هغو ښارونو کې پاتې کیږي چې ما تاسو ته درکړي دي. ۲۰ کله چې څښتن ستاسو په شان نورو اسراییلیانو ته ارامي ور په برخه کړي او کله چې هغوی هغه ځمکه ونیسي چې څښتن یې ورته د اردن د سیند په بله غاړه باندې ورکوي، نو بیا تاسو کولای شئ بېرته دې ځمکې ته چې تاسو ته مې درکړې ده، راستانه شئ.› ۲۱ بیا مې یوشع ته داسې حکم وکړ: ‹تا هغه ټول کارونه په خپلو سترګو لیدلي دي چې زمونږ څښتن خدای په هغو دوو پاچاهانو یعنې سیحون او عوج باندې وکړل. هغه به د هغو نورو ټولو خلکو سره هم همداسې وکړي چې ته یې په وطن باندې حمله کوې. ۲۲ د هغوی څخه مه وېرېږئ، ځکه چې زمونږ څښتن خدای به ستاسو دپاره وجنګیږي.›
۲۳ په هغه وخت کې ما داسې زارۍ وکړې: ۲۴ ‹څښتن تعالی، زه پوهېږم چې تا ماته یوازې د خپلې لویۍ او قدرت څرګندول پیل کړل. په اسمان کې او په ځمکه باندې هېڅ داسې خدای نشته چې داسې لوی لوی کارونه وکولای شي چې تا کړي دي! ۲۵ څښتنه، ما پرېږده چې د اردن د سیند څخه تېر شم او هغه حاصلخېزه ځمکه ووینم چې په بله غاړه باندې پرته ده او ښایسته غرنۍ سیمه او د لبنان غرونه ووینم.› ۲۶ خو څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر ؤ او ماته یې غوږ نه نیوه. د دې په ځای هغه وویل: ‹بس کړه! بیا د دې خبرې یادونه ونه کړې! ۲۷ د پیسګاه د غره څوکې ته وخېژه او د شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ خواته وګوره. څه چې درته ښکاري هغه په غور سره وګوره، ځکه چې ته به هېڅکله د اردن د سیند څخه تېر نه شې. ۲۸ یوشع ته لارښوونې وکړه. د هغه عزم قوي کړه، ځکه چې هغه به خلک بلې غاړې ته پورې باسي چې هغه ځمکه ونیسي چې ته یې وینې.›
۲۹ نو مونږ په هغې درې کې پاتې شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه.»