Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا موسی خلکو ته وویل: «د هغو ټولو قوانینو اطاعت وکړئ چې زه یې تاسو ته درزده کوم، ترڅو تاسو ژوندي پاتې شئ او هغې ځمکې ته به ورننوځي او وبه یې نیسئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای یې درکوي. ۲ زما امرونو ته هېڅ شی ورزیات او هېڅ شی ورڅخه کم نه کړئ. د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې ما درکړي دي، اطاعت وکړئ. ۳ تاسو په خپله ولیدل چې څښتن د فغور غره ته نژدې څه وکړل. څښتن هغه ټول خلک له منځه یووړل چې هلته یې د بعل د بت عبادت کاوه، ۴ خو ستاسو څخه چې څوک خپل څښتن خدای ته وفادار وو، هغوی تر نن ورځې پورې ژوندي دي.
۵ ما د خپل څښتن خدای د وینا سره سم تاسو ته ټول قوانین درزده کړي دي. د هغو اطاعت په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو به ورننوځئ او هغه به ونیسئ. ۶ په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، نو دا کار به نورو قومونو ته دا خبره په ډاګه کړي چې تاسو څومره پوه خلک یئ. کله چې هغوی د دغو ټولو قوانینو په هکله واوري، داسې به وایي: ‹دا لوی قوم څومره حکمت او پوهه لري!› ۷ بل هېڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې خدای نه لري چې هغوی ته د اړتیا په وخت کې دومره نژدې وي لکه څنګه چې مونږ ته خپل څښتن خدای نژدې دی. هرکله چې مونږ د مرستې دپاره سوال وکړو، هغه یې قبلوي. ۸ بل هېڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې عادلانه قوانین نه لري لکه ما چې تاسو ته نن درزده کړي دي.
۹-۱۰ ډېر پام کوئ، ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، هغه څه چې تاسو په خپلو سترګو لیدلي دي، هېر یې نه کړئ. خپلو اولادونو او لمسیو ته د هغې ورځې په اړه ووایئ چې کله تاسو د سینا د غره سره د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ وئ چې هغه ماته وویل: ‹د اسراییلو قوم راټول کړه. زه غواړم چې هغوی زما خبرې واوري چې ترڅه وخته پورې هغوی ژوندي وي، زما درناوی او اطاعت به کوي او خپلو اولادونو ته یې هم ورزده کړي چې همداسې وکړي.›
۱۱ خپلو اولادونو ته ووایئ چې تاسو څرنګه لاړئ او د هغه غره په لمنه کې ودرېدلئ چې هلته ټینګه ورېځ او توره تیاره وه او اور ورڅخه اسمان ته پورته کېده. ۱۲ هغوی ته ووایئ چې څښتن څنګه ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، څنګه تاسو د هغه خبرې واورېدلې، خو د هغه څېره مو ونه لیدله. ۱۳ هغه درته وویل د دې دپاره چې په هغه لوظ باندې ودرېږئ چې هغه ستاسو سره کړی دی څه باید وکړئ. تاسو باید د هغو لسو حکمونو اطاعت وکړئ چې هغه د تیږو په دوو لوحو باندې لیکلي دي. ۱۴ څښتن ماته وویل چې تاسو ته به هغه ټول قوانین درزده کړم چې باید په هغه خاوره کې یې اطاعت وکړئ چې نژدې ده چې حمله ورباندې وکړئ او هغه ونیسئ.
۱۵-۱۸ کله چې څښتن د سینا په غره باندې ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، تاسو هېڅ یوه څېره ونه لیدله. نو بیا پام کوئ چې تاسو به د ځانونو دپاره د هېڅ شي په شکل کې بت نه جوړوئ، که هغه د سړي په شکل وي یا د ښځې، د حیوان یا مرغۍ، خزندې یا د ماهي په شکل او په دې کار به ځانونه نه ګناهکاروئ. ۱۹ کله چې تاسو اسمان ته ګورئ او لمر، سپوږمۍ او ستوري وینئ، نو وسوسه کېږئ مه چې هغو ته سجده وکړئ یا یې عبادت وکړئ. ستاسو څښتن خدای دا شیان د نړۍ نورو قومونو ته ورکړي دي چې عبادت یې وکړي. ۲۰ خو تاسو هغه قوم یئ چې هغه د مصر څخه راوویست، یعنې د اور نه د ډک داش څخه. هغه د دې دپاره راوویستلئ چې ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړي لکه څنګه چې نن یئ. ۲۱ څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر شو، قسم یې وخوړ او ویې ویل چې ته نه شې کولای د اردن د سیند څخه هغې حاصلخېزې ځمکې ته واوړې چې زه یې خپل قوم ته ورکوم. ۲۲ نو زه موسی به په دې خاوره کې مړ شم او هېڅکله به د سیند څخه تېر نه شم، خو تاسو دې ته نژدې یئ چې ورڅخه تېر شئ او هغه حاصلخېزه ځمکه ونیسئ. ۲۳ پام کوئ هغه لوظ به نه هېروئ چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سره کړی دی. د هغه د امر اطاعت وکړئ چې تاسو به د خپلو ځانونو دپاره هېڅ ډول بت نه جوړوئ، ۲۴ که چېرې تاسو د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای غیرتي او تباه کوونکی اور دی.
۲۵ کله چې په هغه وطن کې ډېره موده واوسېږئ او اولادونه او لمسیان مو پیدا شي، نو د هېڅ شي په شکل کې به د بت په جوړولو سره ګناه نه کوئ. دا د څښتن په نظر کې بد کار دی او هغه به په دې کار په قهر شي. ۲۶ زه همدا نن ځمکه او اسمان ستاسو په وړاندې شاهدان نیسم، که چېرې زما څخه نافرماني وکړئ، نو زر به د هغې ځمکې د مخ څخه ورک شئ. تاسو به په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند ونه کړئ چې د اردن په بله غاړه باندې پرته ده او تاسو یې نیسئ. تاسو به بیخي تباه شئ. ۲۷ څښتن به تاسو په نورو قومونو کې خپاره کړي او ستاسو څخه به یوازې څو تنه په کې ژوندي پاتې شي. ۲۸ تاسو به هلته د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوي دي، داسې خدایان چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي دي چې لیدلی یا اورېدلی نه شي او څه خوړلی یا بوی کولای نه شي. ۲۹ خو که چېرې هلته د خپل څښتن خدای د لټولو پرېکړه وکړئ او تاسو هغه د زړه له کومي ولټوئ، نو هغه به پیدا کړئ. ۳۰ کله چې تاسو د ستونزو سره مخامخ شئ او دا ټول شیان درباندې راشي، نو په پای کې به څښتن ته رجوع وکړئ او د هغه اطاعت به وکړئ. ۳۱ هغه زړه سواندی خدای دی. هغه به ستاسو څخه مخ نه اړوي او نه به تاسو تباه کوي او هغه لوظ به هېر نه کړي چې هغه په خپله ستاسو د نیکونو سره کړی دی.
۳۲ تېر شوي وخت ته وګورئ یعنې هغه وخت چې تاسو پیدا شوي نه وئ او له هغه وخت څخه چې خدای د ځمکې په مخ انسانان پیدا کړل. ټوله نړۍ ولټوئ، ایا داسې لوی لوی کارونه مخکې کله شوي دي؟ ایا داسې شیان چا کله اورېدلي دي؟ ۳۳ ایا داسې قوم شته چې کوم خدای د هغه سره د اور د منځ څخه خبرې کړې وي او هغه یې ستاسو په شان اورېدلې وي او ژوندی پاتې شوی وي؟ ۳۴ ایا کوم خدای داسې جرات کړی دی چې لاړ شي او د بل قوم څخه هغه قوم راواخلي چې د هغوی سره غلامان وو او خپل قوم ورڅخه جوړ کړي، لکه څنګه چې ستاسو څښتن خدای په مصر کې ستاسو دپاره وکړ؟ هغه ستاسو د سترګو په وړاندې د خپل قوي مټ او ټول قدرت څخه کار واخیست. هغه افتونه او جنګ راوست، معجزې یې وښودلې او عجیبه عجیبه کارونه یې وکړل او وېروونکې پېښې یې رامنځته کړې. ۳۵ څښتن دا شیان د دې دپاره دروښودل چې تاسو ته دا خبره ثابته کړي چې یوازې هغه خدای دی او بل خدای نشته. ۳۶ هغه تاسو پرېښودلئ چې د اسمان څخه د هغه غږ واورئ، ترڅو تاسو په سمه لاره برابر کړي. هغه په ځمکه باندې تاسو ته خپل وېروونکی اور وښود او تاسو د اور د منځ څخه د هغه خبرې واورېدلې. ۳۷ د دې په خاطر چې هغه ستاسو د نیکونو سره مینه درلودله، نو د هغوی څخه وروسته یې د هغوی اولاده یعنې تاسو غوره کړئ او په خپل لوی قدرت یې په خپله د مصر څخه راوویستلئ. ۳۸ اوس تاسو د نورو قومونو سره چې ستاسو څخه قوي دي مخامخ یئ، خو څښتن لا د مخکې نه د خپلې خاورې څخه د هغوی په شړلو پیل کړی دی او هغه تاسو ته درکوي. ۳۹ نو همدا نن یاد ساتئ او هېڅکله دا خبره هېره نه کړئ چې څښتن د اسمانونو او ځمکې خدای دی او بل خدای نشته. ۴۰ د هغه د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې تاسو ته درکړل، نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم وي. تاسو به په هغه وطن کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته د تل دپاره درکوي، اوږد ژوند ولرئ.»
۴۱ بیا موسی د اردن د سیند په ختیځ کې درې ښارونه بېل کړل ۴۲ ترڅو داسې سړی هلته وتښتي او خوندي پاتې شي چې په سهوې سره یې یو داسې کس وژلی وي چې دښمن یې نه وي. هغه کولای شي چې د دغو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري. ۴۳ د روبین د قبیلې دپاره د باصر ښار ؤ چې د دښتې په لوړه جلګه باندې پروت ؤ. د جاد د قبیلې دپاره راموت ؤ چې د جلعاد په سیمه کې پروت ؤ او د منسي د قبیلې دپاره د جولان ښار ؤ چې د باشان په سیمه کې پروت ؤ.
۴۴ موسی د اسراییلو قوم ته د خدای قوانین ورکړل. ۴۵-۴۶ هغه دا قوانین هغوی ته د هغه وخت څخه وروسته ورکړل چې هغوی د مصر څخه راوتلي وو او د اردن د سیند ختیځ خواته په دره کې وو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. دا د اموریانو د پاچا یعنې د سیحون په سیمه کې وه چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ. خو موسی او د اسراییلو قوم هغه ته ماتې ورکړه. ۴۷ هغوی د سیحون او د باشان د پاچا یعنې د عوج خاوره ونیوله. عوج د اموریانو بل پاچا ؤ چې د اردن په ختیځ کې اوسېده. ۴۸ دا خاوره د عروعیر د ښار څخه چې د ارنون د سیند په غاړه پروت ؤ، په شمال کې د سریون یعنې د حرمون تر غره پورې غزېدلې وه. ۴۹ په هغې کې د اردن د سیند ټوله ختیځه سیمه تر مړې بحیرې او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامله وه.