0:00 / 0:00

د تثنیې کتاب

پنځم فصل

لس حکمونه

(هجرت ۲۰: ۱ - ۱۷)

۱حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم راوغوښت او ورته ویې فرمایل: <ای د اسراییلو خلکو، هغو ټولو قوانینو ته غوږ ونیسئ چې زه یې نن تاسو ته درکوم. هغه زده کړئ او په غور سره د هغو څخه پیروي وکړئ. ۲‏-۳زمونږ څښتن خدای د سینا د غره سره نه یوازې زمونږ د پلرونو سره لوظ وکړ، بلکه زمونږ ټولو سره یې چې تر نن ورځې پورې ژوندي یو وکړ. ۴څښتن په هماغه غره باندې د اور له منځ څخه ستاسو سره مخامخ خبرې وکړې. ۵په هغه وخت کې زه ستاسو او څښتن ترمنځ ودرېدم چې د هغه خبرې تاسو ته ورسوم، ځکه چې تاسو د هغه اور څخه وېرېدئ او غره ته نه ورختلئ.

څښتن وفرمایل: ۶زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ راوویستلئ.

۷زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.

۸د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ. ۹هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم. ۱۰مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.

۱۱زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.

۱۲لکه څنګه چې ما یعنې ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې امر کړی دی، د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ. ۱۳تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، ۱۴مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو غوایان یا خره یا نور حیوانات او نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي. ستاسو غلامان باید ستاسو په شان استراحت وکړي. ۱۵دا په یاد ولرئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او ما یعنې ستاسو څښتن خدای په خپل لوی قدرت او قوت سره ازاد کړئ. نو ځکه تاسو ته امر کوم چې د سبت یعنې د ارام کولو ورځ لمانځئ.

۱۶لکه څنګه چې زه، یعنې ستاسو څښتن خدای تاسو ته امر کوم، د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو ستاسو ټول کارونه سم وي او په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.

۱۷قتل مه کوئ.

۱۸زنا مه کوئ.

۱۹غلا مه کوئ.

۲۰د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.

۲۱د بل سړي ښځې ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه کور، ځمکې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري، ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.

۲۲دا هغه حکمونه دي چې څښتن په هغه وخت کې تاسو ټولو ته درکړل کله چې د سینا د غره تر څنګ سره راغونډ شوي وئ او هغه په لوړ اواز سره د اور او ټینګې ورېځې له منځ څخه خبرې وکړې. هغه نور څه نه بلکه همدا حکمونه راکړل. بیا یې هغه د تیږو په دوو لوحو باندې ولیکل او ماته یې راکړل.

د خلکو وېره

(هجرت ۲۰: ۱۸ - ۲۱)

۲۳کله چې ټول غره اور واخیست او تاسو هغه غږ واورېد چې د تیارې څخه راتله، نو ستاسو مشران او ستاسو د قبیلو رئیسان ماته راغلل ۲۴او ویې ویل: کله چې مونږ د هغه خبرې واورېدلې چې د اور له منځ څخه یې کولې، مونږ ته خپل څښتن خدای خپله لویي او جلال راوښود! نن مونږ ولیدل چې د یو انسان دپاره که خدای پاک ورسره خبرې هم کړې وي دا ممکنه ده چې ژوندی پاتې شي. ۲۵خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطر کې واچوو؟ هغه هیبتناکه اور به مونږ له منځه یوسي. مونږ یقین لرو که چېرې د خپل څښتن خدای غږ بیا واورو نو مړه به شو. ۲۶آیا داسې یو انسان چې د اور له منځ څخه یې د حقیقي خدای خبرې اورېدلې وي کله ژوندی پاتې شوی دی؟ ۲۷حضرت موسیٰ، نژدې ورشه او زمونږ د څښتن خدای ټولو خبرو ته غوږ ونیسه. بیا بېرته راشه او هغه خبرې چې هغه درته وکړلې مونږ ته یې ووایه. مونږ به ورته غوږ ونیسو او وبه یې منو.

۲۸کله چې څښتن دا خبرې واورېدلې، هغه ماته وفرمایل: ما د دغو خلکو خبرې واورېدلې، هغوی صحیح وایي. ۲۹کاشکې هغوی همېشه داسې احساس ولري! کاشکې هغوی همېشه زما څخه ووېریږي او زما ټولو امرونو ته غاړه کېږدي، ترڅو د تل دپاره د هغوی او د هغوی د اولادې هر کار سم وي. ۳۰لاړ شه او هغوی ته ووایه چې بېرته خپلو خېمو ته ورستانه شي. ۳۱مګر موسیٰ، ته دلته زما سره پاتې شه. زه به تاته خپل ټول قوانین او امرونه درکړم. هغه قوم ته ورزده کړه، ترڅو هغوی په هغه خاوره کې ورته غاړه کېږدي چې زه یې ورکوم.

۳۲د اسراییلو خلکو، تاسو باید په غور سره د خپل څښتن خدای هر امر په ځای کړئ. د هغه د هیڅ یو قانون څخه سرغړونه ونه کړئ. ۳۳د هغو ټولو څخه پیروي وکړئ، ترڅو ستاسو ټول کارونه صحیح روان وي او په هغه وطن کې چې تاسو به یې ونیسئ، خپل ژوند ته دوام ورکړئ.