0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

څوارلسم باب

د وير په حقله قانون

۱ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ. ۲ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسيږى په هغوئ ټولو کښې يې تاسو د دې دپاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.

حلال او حرام ځناور

۳ هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ. ۴ تاسو دا ځناور خوړے شئ، څاروى، ګډې، چېلۍ ۵ هوسۍ، ځنګلى ګډې، ځنګلى چېلۍ او غرڅۍ، ۶ هغه ټول ځناور چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى. ۷ خو صِرف هغه ځناور به حلال وى چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند هم وهى. تاسو اوښ، سوه، يا ځنګلى سوه نۀ شئ خوړلے. دا به خامخا حرام ګڼلے شى، ځکه چې دا بيا بيا شخوند وهى خو سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى. ۸ خنزيران مۀ خورئ، دا به خامخا حرام ګڼلے شى، کۀ څۀ هم سومونه يې په مينځ بېل دى خو دا بيا بيا شخوند نۀ وهى. دا ځناور مۀ خورئ يا کۀ مړ وى لاس به هم نۀ وروړئ. ۹ تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى، ۱۰ خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى. ۱۱ تاسو حلال مارغان خوړلے شئ. ۱۲‏-۱۸ دا د هغه مارغانو فهرست دے چې تاسو يې بېخى مۀ خورئ، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ټپوس، کارغۀ، شتر‌مرغ، سمندرى مرغابۍ، ډينګ، بګلۍ، ماهى خور مارغۀ، غټ ماهى خور مارغۀ، ملا‌چرچک او ښاپېرک. ۱۹ ټول الوتونکى حشرات ناپاک دى، هغه مۀ خورئ. ۲۰ خو تاسو حلال حشرات خوړلے شئ. ۲۱ هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

د لسمې حِصې قانون

۲۲ تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ. ۲۳ بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ. ۲۴ کۀ د عبادت ځائ ستاسو د کور نه ډېر لرې وى چې هلته د خپل پېداوار لسمه برخه يوسئ چې مالِک خُدائ د هغې برکت درکړے دے، نو بيا داسې وکړئ، ۲۵ خپل پېداوار خرڅ کړئ او د دې پېسې د ځان سره د عبادت هغه يو ځائ ته يوسئ. ۲۶ چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، مے يا شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. او هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې يې د خپل خاندان سره خورئ او خوشحالى وکړئ. ۲۷ هغه ليويان مۀ هېروئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، ځکه چې د هغوئ خپل هيڅ جائيداد نشته. ۲۸ د هر درېم کال په آخر کښې د خپلو ټولو فصلونو لسمه برخه راوړئ او په خپلو ښارونو کښې يې ذخيره کوئ. ۲۹ دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.