0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

پينځلسم باب

اوؤم کال

۱ د هر اوؤم کال په آخر کښې تاسو قرضونه معاف کوئ. ۲ دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، مالِک خُدائ په خپله دا اِعلان کړے دے چې قرض معاف شو. ۳ چې په يو مسافر باندې ستاسو قرض وى نو د هغۀ نه پېسې اخستے شئ، خو چې ستاسو په بنى اِسرائيلو قرض وى نو د هغوئ نه به يې نۀ اخلئ. ۴ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ستاسو د خلقو نه به هيڅ څوک هم غريب نۀ وى، ۵ کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم. ۶ نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ. ۷ کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ. ۸ خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ. ۹ هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى. ۱۰ هغۀ ته چې د څۀ څيز ضرورت وى نو په خوشحالۍ سره او د زړۀ د اخلاصه يې ورکړئ، نو مالِک خُدائ به تاسو له په هر کار کښې برکت درکوى. ۱۱ په مخ د زمکې به همېشه غريبانان خلق موجود وى، نو زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د خپلو بنى اِسرائيلو د مدد نه لاس مۀ نيسئ.

د نوکرانو آزادول

۱۲ کۀ يو عبرانے سړے يا ښځه خپل ځان په تاسو باندې د غلام يا وينځې په توګه خرڅ کړى، نو چې هغوئ شپږ کاله ستاسو خِدمت وکړى نو د هغې نه پس هغوئ آزاد کړئ. کله چې اوؤم کال راشى، نو هغوئ به خامخا پرېږدئ چې لاړ شى. ۱۳ کله چې تاسو هغوئ آزادوئ، نو تش لاس يې مۀ لېږئ. ۱۴ چې مالِک خُدائ تاسو له کوم برکت درکړې وى نو د خپلو ګډو، غلې او د انګورو لنګرۍ نه ډېر څۀ ورکړئ. ۱۵ هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم. ۱۶ خو کېدے شى چې ستاسو غلام ونۀ غواړى چې لاړ شى، او هغه ستاسو او ستاسو خاندان سره مينه کوى او د هغۀ دپاره ستاسو سره پاتې کېدل ښۀ وى. ۱۷ نو د خپل کور دروازې ته هغه بوځئ او هلته د هغۀ غوږ سورے کړئ، نو هغه به ټول عُمر ستاسو غلام وى. د خپلې وينځې سره هم دغه شان سلوک کوئ. ۱۸ کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.

د څاروو وړومبے پېدا شوے بچے

۱۹ د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ. ۲۰ تاسو، او ستاسو خاندان به هر کال د عبادت په يو ځائ کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې دا خورئ. ۲۱ خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ. ۲۲ داسې ځناور تاسو په خپل کور کښې خوړے شئ، ستاسو هر يو کس، کۀ پاک وى يا ناپاک، نو دا خوړلے شى، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا غرڅۍ خورئ. ۲۳ خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.