Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د هر اووم کال په پای کې باید تاسو د خپلو پوروړیو پورونه وروبخښئ. ۲ دا کار به په دې ډول کیږي: ستاسو څخه هرڅوک چې کوم بل اسراییلي ته یې پیسې په پور ورکړې وي باید د هغه پور وروبخښي. هغه دې د هغه اسراییلي څخه دا پیسې بېرته ونه غواړي، ځکه چې څښتن په خپله دا پور بخښل شوی اعلان کړی دی. ۳ تاسو کولای شئ چې د یو پردي څخه خپل پور واخلئ، خو باید د خپلو خلکو څخه پور بېرته ونه غواړئ.
۴-۶ په اسراییلو کې به هېڅوک غریب نه وي، په دې شرط چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او په غور سره د هغه په ټولو حکمونو باندې چې زه یې نن درکوم عمل وکړئ. ستاسو څښتن خدای تاسو ته دا خاوره درکوي او هغه دا وعده کړې ده چې تاسو ته به په ټولو کارونو کې بری درکوي. تاسو به ډېرو قومونو ته پیسې په پور ورکوئ، خو د هېچا څخه به پور اخیستلو ته مجبور نه شئ. تاسو به په ډېرو قومونو باندې حکومت وکړئ، خو هېڅ قوم به په تاسو باندې حکومت ونه کړي.
۷ که چېرې ستاسو د خاورې په کوم ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي کوم بل اسراییلی وي چې محتاج وي، نو زړه مه سختوئ او د هغه سره د مرستې کولو څخه انکار مه کوئ، ۸ بلکې سخي اوسئ او څومره پیسو ته چې اړتیا ولري په پور یې ورکړئ. ۹ پام کوئ چې د خپل ځان سره داسې ونه وایئ چې اووم کال به زر راورسیږي بیا به زه ونه شم کولای چې خپلې پیسې بېرته واخلم. که تاسو داسې فکر وکړئ، نو دا به ډېره بده وي چې د هغه غریب سره د مرستې کولو څخه انکار وکړئ. که چېرې د هغه سره مرسته ونه کړئ هغه به ستاسو په خلاف څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ. ۱۰ هغه چې هرڅه ته اړتیا لري، هغه ورته په وړیا توګه او د پېرزوینې له مخې ورکړئ، نو څښتن به تاسو ته په هر کار کې برکت درکړي. ۱۱ تل به ځینې غریب او محتاج اسراییلیان موجود وي، نو زه تاسو ته امر کوم چې د هغوی سره د سخاوت څخه کار واخلئ.
۱۲ که چېرې کوم نارینه یا ښځینه عبرانی خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي او شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي، نو په اووم کال باید هغه پرېږدئ چې ازاد شي او لاړ شي. ۱۳ د ازادېدلو په وخت کې هغه تش لاس مه لېږئ. ۱۴ څومره چې څښتن د برکت په توګه درکړي دي د هغو څخه د سخاوت له مخې ورته ورکړئ یعنې پسونه، وزې، غلې دانې او شراب. ۱۵ په یاد لرئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو په دې خاطر زه نن تاسو ته دا امر کوم. ۱۶ خو کېدای شي چې ستاسو غلام ونه غواړي چې لاړ شي. کېدای شي چې هغه تاسو او ستاسو د کورنۍ سره مینه ولري او د هغه دپاره به ډېره ښه وي چې ستاسو سره پاتې شي. ۱۷ بیا هغه د خپل کور دروازې ته بوځئ او هلته د هغه غوږ په ستنه باندې سوری کړئ، بیا به هغه ټول عمر ستاسو غلام وي. د ښځینه غلامانو سره هم همداسې کوئ. ۱۸ کله چې تاسو یو غلام ازادوئ، نو خفه کېږئ مه. اخر هغه د مزدور په نیمه بیه شپږ کاله ستاسو خدمت کړی دی. که چېرې داسې وکړئ، نو تاسو ته به خپل څښتن خدای په هر کار کې برکت درکړي.
۱۹ د خپل څښتن خدای دپاره د خپلو پادو او رمو څخه ټول لومړني زېږېدل شوي نران بېل کړئ. د لومړنیو زېږېدل شویو غویانو څخه کار مه اخلئ او لومړني زېږېدل شوي پسونه مه سکولئ. ۲۰ هر کال باید تاسو او ستاسو کورنۍ د هغو غوښه د څښتن په حضور کې یعنې په هغه ځای کې وخورئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. ۲۱ خو که چېرې په حیواناتو کې کوم عیب وي، هغه معیوب یا ړوند وي یا کوم بل غټ عیب ولري، تاسو باید هغه خپل څښتن خدای ته قرباني نه کړئ. ۲۲ تاسو کولای شئ چې د داسې حیواناتو غوښه په خپل کور کې وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک، کولای شئ چې د هغو حیواناتو غوښه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا غرڅه غوښه خورئ. ۲۳ خو تاسو باید هېڅکله د حیوان وینه ونه خورئ، بلکې هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ.