Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ خپل څښتن خدای ته داسې غویی او پسه مه قرباني کوئ چې کوم عیب په کې وي، څښتن د دې کار څخه کرکه کوي.
۲-۳ ستاسو څښتن خدای تاسو ته د اوسېدلو دپاره ښارونه درکوي. خو وروسته کېدای شي یو سړی یا یوه ښځه په دې ښارونو کې نورو خدایانو یا حتی لمر، سپوږمۍ یا ستورو ته عبادت پیل کړي. خو ما تاسو ته خبرداری درکړی دی چې د نورو خدایانو عبادت به نه کوئ، ځکه هرڅوک چې هغوی ته عبادت کوي هغه د څښتن د حکم څخه سرغړونه کوي او هغه لوظ ماتوي چې څښتن ستاسو سره کړی دی. ۴ که چېرې تاسو داسې خبر واورئ، نو د هغې په هکله پوره څېړنه وکړئ. که چېرې دا خبره رښتیا وي چې په اسراییلو کې داسې د کرکې وړ کار شوی دی، ۵ نو بیا هغه کس د ښار څخه دباندې بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي. ۶ خو بیاهم هغه دې یوازې په هغه حالت کې ووژل شي چې دوه یا درې شاهدان د هغه په خلاف شاهدي ورکړي. که چېرې یوازې یو شاهد وي، هغه دې نه وژل کیږي. ۷ لومړی باید شاهدان تیږې ګوزارې کړي او بیا دې نور ټول خلک هغه کس سنګسار کړي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
۸ کېدای شي چې داسې دعوې وي چې د محلي قاضیانو دپاره یې پرېکړه کول ډېر ګران وي، لکه د جایداد د حقونو یا د چا د ټپي کولو دعوې یا داسې دعوې چې د قتل او د داسې مرګ ترمنځ فرق په کې شامل وي چې په سهوې سره شوی وي. کله چې داسې کار کیږي، نو د عبادت هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو د څښتن خدای له خوا ټاکل کیږي. ۹ نو خپله دعوه لاوي کاهنانو او د هغه وخت قاضي ته وړاندې کړئ او هغوی پرېږدئ چې د دعوې پرېکړه وکړي. ۱۰ هغوی به خپله پرېکړه واوروي او تاسو باید کټ مټ هماغسې وکړئ څنګه چې هغوی یې درته وایي. ۱۱ د هغوی پرېکړه ومنئ او په لارښوونو باندې یې پوره عمل وکړئ. ۱۲ هرڅوک چې دا جرات وکړي چې د قاضي یا هغه کاهن د امر څخه سرغړونه وکړي چې ستاسو د څښتن خدای خدمت کوي، هغه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د اسراییلو څخه دا بدکاري لېرې کړئ. ۱۳ بیا به ټول خلک د دې څخه خبر شي او وبه وېریږي او بل هېڅوک به دا جرات ونه کړي چې داسې عمل وکړي.
۱۴ کله چې تاسو هغه ځمکه ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي او هلته اوسېږئ، نو وبه وایئ چې مونږ هم لکه د خپل شاوخوا قومونو په شان پاچا غواړو. ۱۵ ګورئ، کوم سړی چې تاسو د پاچا په توګه غوره کوئ، باید هغه څوک وي چې د څښتن له خوا غوره شوی وي. هغه باید ستاسو د قوم څخه وي. کوم پردی سړی خپل پاچا نه کړئ. ۱۶ د پاچا لښکر باید زیات اسونه ونه لري او هغه باید مصر ته خلک د دې دپاره ونه لېږي چې هلته اسونه په بیه واخلي، ځکه چې څښتن ویلي دي چې د هغه قوم دې هېڅکله هلته بېرته نه ځي. ۱۷ پاچا باید ډېرې ښځې ونه لري، ځکه چې هغوی به هغه ولمسوي چې د څښتن په وړاندې بې وفا شي. په پای کې، پاچا باید د دې هڅه ونه کړي چې په زیاته اندازه سره زر او سپین زر لاسته راوړي. ۱۸ کله چې هغه پاچا شي، هغه دې د دې قوانینو د نسخې یو نقل جوړ کړي چې اصلي نقل یې د لاوي کاهنانو سره دی. ۱۹ د قوانینو دا نقل دې د هغه سره وي او ټول عمر دې هغه لولي، ترڅو د څښتن درناوی کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغو ټولو امرونو اطاعت وکړي چې په دې قوانینو کې راغلي دي. ۲۰ په دې کار سره به هغه داسې فکر نه کوي چې هغه د نورو اسراییلیانو په پرتله ښه سړی دی او د څښتن د امرونو څخه به هېڅ سرغړونه نه کوي. بیا به هغه او د هغه اولاده د ډېرو کلونو دپاره په اسراییلو باندې حکومت وکړي.