Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ هېڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي اله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
۲ هېڅ داسې کس چې حرامي وي او د داسې کس اولاده حتی تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
۳ هېڅ عمونی یا موآبی او د هغوی اولاده حتی تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی. ۴ دا په دې سبب کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، هغوی تاسو ته د ډوډۍ او اوبو د برابرولو څخه انکار وکړ او د بعور زوی بلعام یې چې په بین النهرین کې د فتور د ښار څخه ؤ، اجیر ونیوه چې په تاسو باندې لعنت ووایي. ۵ خو ستاسو څښتن خدای به بلعام ته غوږ نه نیوه، د هغې په ځای یې لعنت په برکت بدل کړ، ځکه چې هغه ستاسو سره مینه درلودله. ۶ تاسو او ستاسو راتلونکي نسلونه د هغو قومونو سره د هېڅ شي مرسته ونه کړئ او د هغوی نېکمرغي مه غواړئ.
۷ ادومیانو ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې هغوی ستاسو خپلوان دي. مصریانو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې یو وخت تاسو د هغوی په خاوره کې اوسېدلئ. ۸ کېدای شي چې د هغوی لمسیان د څښتن په قوم کې شامل شي.
۹ کله چې تاسو د جنګ په وخت کې په کمپ کې یئ، باید د هر هغه شي څخه چې تاسو په مذهبي لحاظ ناپاکه کوي ځانونه وساتئ.
۱۰ که چېرې د شپې له خوا شیطان یو سړی وغولوي او له دې امله هغه ناپاک شي، هغه دې د کمپ څخه دباندې ووځي او هلته دې پاتې شي. ۱۱ هغه دې مازدیګر غسل وکړي او ماښام کولای شي چې بېرته کمپ ته راشي.
۱۲ د کمپ څخه دباندې یو داسې ځای جوړ کړئ چې د تشناب په توګه ورڅخه کار واخیستل شي. ۱۳ په خپلو سامانونو کې یو داسې شی ولرئ چې ځمکه ورباندې وکیندل شي. کله چې تاسو د اړتیا د رفع کولو دپاره ځئ، په هغه باندې یوه کنده وباسئ. بیا وروسته له دې چې خپل حاجت رفع کړئ، خپل غایطه مواد په هغې کندې کې ښخوئ. ۱۴ څرنګه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په کمپ کې ګرځي چې ستاسو ساتنه وکړي او په خپلو دښمنانو باندې بری درکړي، نو ستاسو کمپ باید سپېڅلی وي، ترڅو هغه ستاسو په منځ کې کوم خراب شی ونه ویني او ستاسو څخه مخ ونه ګرځوي.
۱۵ که چېرې یو غلام د خپل بادار څخه وتښتي او تاسو ته د پناه اخیستلو دپاره راشي، هغه بېرته خپل بادار ته په لاس مه ورکوئ. ۱۶ هغه کولای شي ستاسو په هر ښار کې چې د هغه خوښه وي واوسیږي او تاسو باید د هغه سره بد چلند ونه کړئ.
۱۷ هېڅ اسراییلی سړی یا ښځه باید د عبادتځای بدلمنه نه شي. ۱۸ همدارنګه هېڅ داسې پیسې چې په دې ډول ګټل شوې وي د نذر د ورکولو دپاره دې ستاسو د څښتن خدای کور ته رانه وړل شي. څښتن د عبادتځای د لواطت کارانو او بدلمنو څخه کرکه کوي.
۱۹ کله چې تاسو یو اسراییلي ورور ته پیسې یا ډوډۍ یا بل شی په پور ورکړئ، د هغه څخه سود مه اخلئ. ۲۰ تاسو کولای شئ چې د پردي کس څخه سود واخلئ، خو د اسراییلي څخه نه. دا کار وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې چې تاسو یې په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو یې نیسئ، برکت واچوي.
۲۱ کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته نذر منئ، د خپلې وعدې په پوره کولو کې ځنډ مه کوئ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای به ستاسو څخه وغواړي چې هغه وعده پوره کړئ. که نه، نو تاسو به ګناهکار وګڼل شئ. ۲۲ دا کومه ګناه نه ده چې تاسو څښتن ته نذر ونه منئ. ۲۳ څه چې تاسو ویلي دي هغه باید خامخا پوره کړئ، ځکه چې تاسو په خپله خوښه او په خپلې خولې څښتن ته نذر منلی دی.
۲۴ کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ ته ورننوځئ، څومره انګور چې غواړئ خوړلی یې شئ، خو هغه باید په یو لوښي کې د خپل ځان سره یونسئ. ۲۵ کله چې تاسو د بل چا د غلو دانو پټي ته ورننوځئ، کولای شئ چې په خپلو لاسونو باندې وږي راټول کړئ او هغه وخورئ، خو هغه باید په لور باندې ونه رېبئ.