0:00 / 0:00
Next chapter

د څېړونکي کتاب

دولسم فصل

خپل خالق په یاد لره

۱ مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشي

او هغه کلونه راشي چې ته ووایې:

«نور زما د ژوند خوند نشته»

نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد لره

۲ مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شي

او د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شي

او د باران د ورېدو نه وروسته

تورې ورېځې بېرته په اسمان کې راښکاره شي

نو خپل خالق په یاد لره

۳ مخکې له دې چې د کور ساتونکي په لړزېدو شي

او د قوي سړیو ملاګانې کړوپې شي

کله چې میچن کوونکې ښځې کمې او کار یې بند شي

او د مېرمنو په سترګو چې له کړکیو لاندې ګوري، پرده راښکته شي

۴ او د کوڅو دروازې بندې شي

کله چې د میچن کړسهار ټیټ او چوپ شي

او د مرغیو په سهارنۍ نغمو باندې انسان له خوبه راویښ شي

او بیا ټول غږونه هغه ته ټیټ او بند شي

نو خپل خالق په یاد لره

۵ بله دا چې انسان ته له لوړ ځایه د لوېدو وېره پیدا شي

یا په لارو کوڅو کې ورته د خطرونو اندېښنه پیدا شي

او د بادام ونه غوټۍ ونیسي او ګلان په کې ښکاره شي

یا ملخ په ځمکه ستومانه په څښېدلو شي

یا په انسان کې د شهوت شوق ختم شي

نو خپل خالق په یاد لره

ځکه انسان ګور یعنې خپل تلپاتې کور ته ځي

او ماتم کوونکي په کوڅه کې

له هغه نه شاوخوا تاویږي راتاویږي

۶ مخکې له دې چې د سپینو زرو زنځیر وشلیږي

یا د سرو زرو کاسه کړوپه شي

یا د اوبو منګی د چینې تر‌څنګ مات شي

یا د څاه څرخ ټوټې ټوټې شي

نو خپل خالق په یاد لره

۷ مخکې له دې چې انسان بېرته خاورو ته لاړ شي

له کومې څخه چې جوړ شوی ؤ

او د ژوندون روح یې بېرته خدای ته لاړ شي

چې هغه یې د هغه په پوزه کې پو کړی ؤ

نو خپل خالق په یاد لره

۸ دا څېړونکی وایي:

«لوګی او پوکی!

نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»

وروستنۍ خبرې

د یو شپون زده کړې

۹ نو بله خبره دا ده، چې دا څېړونکی ډېر پوه ؤ او په هرڅه چې پوهېده، نورو خلکو ته یې ورزده کړل. هغه ډېر متلونه وڅېړل، په هغو باندې یې غور او فکر وکړ او هغه یې راټول کړل. ۱۰ دې څېړونکي هڅه وکړه چې خواږه الفاظ پیدا کړي او په رښتیني توګه خپل د حقیقت خبرې پرې ولیکي.

۱۱ د هوښیارانو خبرې

لکه د شپنو د لښتو په شان دردناکه دي

او د ادیبانو د متلونو ټولګې

د تېرو مېخونو په شان ګټورې دي

نو دا شیان یو شپون

خپلې رمې ته ورزده کوي.

له خدای څخه وېره او د انسان قضاوت

۱۲ نو ای زما زویه! دې نورو خبرو ته مې هم پام وکړه. د کتابونو لیکل به هېڅکله ختم نه شي او په ډېرو لوستلو او زده کولو سره سړی ستړی ستومانه کیږي.

۱۳ خبرې ختمې شوې او هرڅه واورېدل شول. نو له خدای څخه وېره کوه او د هغه له حکمونو څخه اطاعت کوه، ځکه چې دا د هر انسان دنده ده. ۱۴ نو خدای به د هر هغه کار په اړه قضاوت وکړي چې انسان یې تر‌سره کوي چې د زړه پټ رازونه هم په کې شامل دي، که هغه ښه وي او که بد.

Next chapter