کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د څېړونکي کتاب
دولسم فصل
خپل خالق په یاد ساتل
۱ مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشي
او هغه کلونه راشي چې ته ووایې:
«نور زما د ژوند خوند نشته»
نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد ساته.
۲ مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شي
او د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شي
او د باران د ورېدو نه وروسته
تورې ورېځې بېرته په اسمان کې راښکاره شي
نو خپل خالق په یاد ساته.
۳ مخکې له دې چې د کور ساتونکي په لړزېدو شي
او د قوي سړیو ملاګانې کړوپې شي
کله چې میچن کوونکې ښځې کمې او کار یې بند شي
او د مېرمنو په سترګو چې له کړکیو لاندې ګوري، پرده راښکته شي
۴ او د کوڅو دروازې بندې شي
کله چې د میچن کړسهار ټیټ او چوپ شي
او د مرغیو په سهارنۍ نغمو باندې انسان له خوبه راویښ شي
او بیا ټول غږونه هغه ته ټیټ او بند شي
نو خپل خالق په یاد ساته.
۵ مخکې له دې چې انسان ته له لوړ ځایه د لوېدو وېره پیدا شي
او په لارو کوڅو کې ورته د خطرونو اندېښنه پیدا شي
او د بادام ونه غوټۍ ونیسي او ګلان په کې ښکاره شي
او ملخ په ځمکه ستومانه په څښېدلو شي
او په انسان کې د شهوت شوق ختم شي
ځکه انسان ګور یعنې خپل تلپاتې کور ته ځي
او ماتم کوونکي په کوڅه کې له هغه نه شاوخوا تاویږي راتاویږي
نو خپل خالق په یاد ساته.
۶ مخکې له دې چې د سپینو زرو زنځیر وشلیږي
یا د سرو زرو کاسه کړوپه شي
یا د اوبو منګی د چینې ترڅنګ مات شي
یا د څاه څرخ ټوټې ټوټې شي
نو خپل خالق په یاد ساته.
۷ مخکې له دې چې انسان بېرته خاورو ته لاړ شي
له کومې څخه چې جوړ شوی ؤ
او د ژوندون روح یې بېرته خدای ته لاړ شي
چې هغه یې د هغه په پوزه کې پو کړی ؤ
نو خپل خالق په یاد ساته.
۸ دا څېړونکی وایي:
«لوګی او پوکی
نو دا هر څه لوګي او پوکي دي.»
له خدای څخه وېره او د انسان قضاوت
۹ نو بله خبره دا ده، چې دا څېړونکی ډېر پوه ؤ او په هر څه چې پوهېده، نورو خلکو ته یې ورزده کړل. هغه ډېر متلونه وڅېړل، په هغو باندې یې غور او فکر وکړ او هغه یې راټول کړل. ۱۰ دې څېړونکي هڅه وکړه چې خواږه الفاظ پیدا کړي او په رښتیني توګه خپل د حقیقت خبرې پرې ولیکي.
۱۱ د هوښیارانو خبرې لکه د شپنو د لښتو په شان دردناکه دي
او د ټینګ شویو مېخونو په شان یې د متلونو ټولګې ګټورې دي
نو دا شیان یو شپون خپلې رمې ته ورزده کوي.
۱۲ نو ای زما زویه! دې نورو خبرو ته مې هم پام وکړه. د کتابونو لیکل به هېڅکله ختم نه شي او په ډېرو لوستلو او زده کولو سره سړی ستړی ستومانه کیږي.
۱۳ دا خبرې ختمې شوې او هر څه واورېدل شول. له خدای څخه وېره کوه او د هغه له حکمونو څخه اطاعت کوه، ځکه چې دا د هر انسان دنده ده. ۱۴ نو خدای به د هر هغه کار په اړه قضاوت وکړي چې انسان یې ترسره کوي چې د زړه پټ رازونه هم په کې شامل دي، که هغه ښه وي او که بد.
فصل قبلی
فصل بعدی