فصل قبلی

د څېړونکي کتاب

لومړی فصل

د کتاب سریزه

۱دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.

هرڅه لوګی او پوکی دی

۲دا څېړونکی وایي:

«لوګی او پوکی!

لوګی او پوکی!

نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»

۳انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسي

نو بیا ګټه یې څه ده؟

۴نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځي

خو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي

۵لمر راخېژي او بېرته پرېوځي

او بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځي

چې بیا له هغه ځایه راوخېژي

۶باد د جنوب خواته لګیږي

بیا تاویږي، د شمال په لور ځي

او همداسې تاویږي راتاویږي

بیا بېرته په خپله لاره راسمیږي

۷ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږي

خو بحیره هېڅکله نه ډکیږي

له هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږي

بیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي

۸ټول شیان دي ستومانه او بې‌خونده

چې بیان یې له وسه دی بهر

نه سترګې مړې شوې له کتلو

نه غوږونه دي ډک شوي له اورېدلو

۹هرڅه چې اوس موجود دي

لا به موجود وي

او څه چې وو پېښ شوي په پخوانیو زمانو کې

بیا به تکرار شي

نو هېڅ کوم نوی شی به نه وي د اسمان لاندې

۱۰داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:

«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»

خو هغه هم له پخوا نه موجود ؤ

کلونه مخکې له مونږ نه

۱۱تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دي

او حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا نه دي پیدا شوي

هغوی به هم همداسې هېر شي

له هغو خلکو نه چې راځي هغوی نه وروسته

د څېړونکي پلټنه

د ژوند د هلو ځلو په اړه څېړنې

۱۲زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم. ۱۳ما پرېکړه وکړه چې په ټوله نړۍ کې چې هرڅه تر‌سره کیږي ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. ۱۴ما دا هرڅه چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.

۱۵کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلی

او ناموجود شی نه شي شمارېدلی

۱۶له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.» ۱۷نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او تر‌څنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.

۱۸څومره چې د چا حکمت لوړیږي

نو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږي

او هغه څوک چې خپله پوهه لوړوي

نو خپل دردونه ډېروي

فصل قبلی