چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د څېړونکي کتاب
لومړی فصل
۱ دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.
هر څه لوګي او پوکي دي
۲ دا څېړونکی وایي:
«لوګی او پوکی، لوګی او پوکی
نو دا هر څه لوګي او پوکي دي.»
۳ انسان چې د اسمان لاندې زحمت وباسي
نو بیا ګټه یې څه ده؟
۴ نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځي
خو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي.
۵ لمر راخېژي او بېرته پرېوځي
او بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځي
چې بیا له هغه ځایه راوخېژي.
۶ باد د جنوب خواته لګیږي
بیا تاویږي، د شمال په لور ځي
او همداسې تاویږي راتاویږي
بیا بېرته په خپله لاره راسمیږي.
۷ ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږي
خو بحیره هېڅکله نه ډکیږي
او له هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږي
بیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي.
۸ ټول شیان ستومانه او بېخونده دي
چې بیان یې له وسه بهر دی
نه سترګې له کتلو مړې شوې دي
او نه غوږونه له اورېدلو ډک شوي دي.
۹ هرڅه چې اوس موجود دي لا به موجود وي
او په پخوانیو زمانو کې چې څه پېښ شوي وو
بیا به هغه تکرار شي
نو هېڅ کوم نوی شی به د اسمان لاندې نه وي.
۱۰ داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:
«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»
خو هغه له پخوا نه هم موجود ؤ
کلونه مخکې له مونږه.
۱۱ تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دي
او حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا پیدا شوي نه دي
هغوی به هم همداسې هېر شي
له هغو خلکو څخه چې وروسته راځي.
د ژوند د هلو ځلو په اړه څېړنې
۱۲ زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم. ۱۳ ما پرېکړه وکړه چې د ځمکې په مخ هر څه ترسره کیږي، ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. ۱۴ ما دا هر څه چې د اسمان لاندې ترسره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هر څه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
۱۵ کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلی
او ناموجود شی نه شي شمارېدلی.
۱۶ له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.» ۱۷ نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او ترڅنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.
۱۸ څومره چې د چا حکمت لوړیږي
نو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږي
او هغه څوک چې خپله پوهه لوړوي
نو هغه خپل دردونه ډېروي.
مخکینۍ څپرکۍ
بل څپرکۍ