د اِفِسيانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

د پولوس رسول خِدمت د غېر‌يهوديانو دپاره

۱هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېر‌يهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم. ۲ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى. ۳لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکښې په لنډه توګه وليکل دا هغه راز دے چې خُدائ پاک په خپله د الهام په وسيله ما ته وښودلو. ۴ما چې تاسو ته څۀ ليکلى دى کله چې تاسو هغه وايئ نو په دې به پوهه شئ چې ما ته د مسيح د پټ راز څومره عِلم دے. ۵هغه راز دا دے چې په تېرو زمانو کښې بنى آدمو ته دغه شان نۀ وو ښکاره شوے څنګه چې دا راز اوس پاکو رسولانو او نبيانو ته د روحُ القُدس په وسيله ښکاره کړے شو. ۶او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېر‌يهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى. ۷ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے. ۸اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم، ۹او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو. ۱۰په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى. ۱۱دا د هغه ابدى ارادې په مطابق وو کومه چې هغۀ زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې پوره کړو. ۱۲نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو. ۱۳نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بې‌زړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.

د ايماندارانو دپاره دُعا

۱۴په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم، ۱۵د چا نه چې په آسمان او زمکه کښې هر قوم خپل حقيقى نوم مومى، ۱۶زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ. ۱۷نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى. ۱۸او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے. ۱۹او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ. ۲۰د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى، ۲۱هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.