Next chapter

د استر کتاب

لسم فصل

د خشایار پاچا او مردخای شان او شوکت

۱ خشایار پاچا په خپلې امپراتورۍ کې هر یو دې ته مجبور کړ چې باج ورکړي، حتی هغه خلک چې د جزیرو څخه لېرې اوسېدل. ۲ هغه ټول لوی او عجیبه کارونه چې خشایار پاچا کړي وو او هغه پوره کیسه چې هغه څنګه مردخای ته لوړ مقام ورکړ، هغه د ماد او فارس د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳ یهودي مردخای د خشایار پاچا څخه وروسته دوهم کس ؤ. یهودیانو هغه ته په درنه سترګه کتل او ورباندې ګران ؤ. هغه د خپلو خلکو د ښېګڼې او د هغوی د ټولې اولادې د ارامۍ دپاره غږ پورته کاوه.

Next chapter