بل څپرکۍ

د استر کتاب

لسم فصل

د خشایار شاه او مردخای شان او شوکت

۱ خشایار شاه په خپلې امپراتورۍ کې هر یو دې ته مجبور کړ چې باج ورکړي، حتی هغه خلک چې د دریاب څخه لېرې او یا د دریاب په غاړه اوسېدل. ۲ هغه ټول لوی او عجیبه کارونه چې خشایار شاه کړي وو او هغه پوره کیسه چې هغه څنګه مردخای ته لوړ مقام ورکړ، هغه د ماد او فارس د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳ یهودي مردخای د خشایار شاه څخه وروسته دوهم کس ؤ. یهودیانو هغه ته په درنه سترګه کتل او ورباندې ګران ؤ. هغه د خپلو خلکو د ښېګڼې او د هغوی د ټولې اولادې د ارامۍ دپاره غږ پورته کاوه.

بل څپرکۍ