Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د اِستَر کِتاب

اول باب

د مَلِکه وشتى د اخسويرس بادشاه خِلاف بغاوت کول

۱‏-۲د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو. ۳د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو. ۴په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو. ۵د هغې نه پس، بادشاه ټولو خلقو ته د سوسه په مرکزى ښار کښې يوه لويه مېلمستيا وکړه، چې مالداره او غريبانان په کښې يو شان شامل وُو. دا مېلمستيا پوره يوه هفته جارى وه او دا د شاهى محل په باغونو کښې شوې وه. ۶دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو. ۷د سرو زرو په پيالو کښې شراب ورکول چې هره يوه پيالۍ به د بلې په شان نۀ وه او بادشاه به په شاهى ميو کښې د سخاوت نه کار اخستلو. ۸د شرابو په څښلو کښې حد مقرر نۀ وو، بادشاه د محل نوکرانو له حُکم ورکړے وو چې د هر چا زړۀ چې څومره غواړى نو هغه څښلے شى. ۹هم په دې دوران کښې، د شاهى محل دننه مَلِکه وشتى د ښځو دپاره مېلمستيا کړې وه. ۱۰د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس. ۱۱بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى. ۱۲خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو. ۱۳نو دا د بادشاهانو رِواج وو چې د قانون او حُکمونو د سوالونو په حقله يې د ماهِرانو رايې معلوموله، نو هغۀ خپل هغه مشيران راوغوښتل، چې هغوئ ته به پته وه چې څۀ کول په کار دى. ۱۴کوم مشيران به چې بادشاه له ورتلل نو هغه کارشينا، شتر، ادماتا، ترسيس، مرس، مرسنا او مموکان وُو، دا اووۀ د فارس او مادى هغه آفسران وُو چې په بادشاهۍ کښې يې د ټولو نه اوچتې مرتبې لرلې. ۱۵بادشاه دې سړو ته ووئيل، ”ما، يعنې اخسويرس بادشاه، خپل خصيان د يو حُکم سره مَلِکه وشتى ته ولېږل او هغې د دې حُکم د منلو نه اِنکار وکړو. قانون د دې په حقله څۀ وائى چې مونږ د هغې سره څۀ وکړُو؟“ ۱۶نو مموکان بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته ووئيل، ”مَلِکه وشتى نۀ صِرف د بادشاه بې‌عزتى کړې ده بلکې هغې د آفسرانو او د ټول قوم بې‌عزتى يې کړې ده. ۱۷د بادشاهۍ هره يوه ښځه چې خبر شى چې مَلِکه څۀ کړى دى نو هغه به خپل خاوند ته سپک کتل شروع کړى. هغوئ به وائى چې اخسويرس بادشاه مَلِکه وشتى له حُکم ورکړو چې راشه، خو هغې اِنکار وکړو. ۱۸نن چې د فارس او مادى د شاهى آفسرانو ښځې د مَلِکه د دې کار نه خبر شى نو هغوئ به هم د خپلو خاوندانو سره هم دغه شان د بې‌عزتۍ سلوک کوى او داسې به دا معامله ډېره خرابه شى. ۱۹بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه. ۲۰کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“ ۲۱د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل. ۲۲هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.