د استر کتاب

دوهم فصل

د استر ملکه کېدل

۱څه موده وروسته چې کله د خشایار شاه قهر سوړ شو، هغه د وشتي، د هغه څه په اړه چې هغې کړي وو او د هغه فرمان په اړه چې د هغې په هکله یې ورکړی ؤ، فکر کاوه. ۲نو د پاچا ځینو خدمتګارانو چې هغه ته نژدې خلک وو، وړاندیز وکړ: «د پاچا دپاره دې ښکلې پېغلې ولټول شي. ۳پاچا دې د خپلې امپراتورۍ په هر ولایت کې مامورین وټاکي چې ټولې ښکلې پېغلې دې حرمسرای ته چې د شوش په بالاحصار کې دی، راولي. هغوی دې د هیجای تر څارنې لاندې وي چې د پاچا خصي شوی خدمتګار دی او د حرمسرای مسوول دی. هغوی ته دې د اړتیا وړ د سینګار شیان تیار کړي. ۴نو بیا هغه پېغله چې د پاچا خوښه شوه د وشتي په ځای دې ملکه شي.» دا مشوره د پاچا خوښه شوه او هماغسې یې وکړل.

۵د شوش په بالاحصار کې یو یهودي چې مردخای نومېده، اوسېده. هغه د بنیامین د قبیلې د یاییر زوی او د شمعي او قیس د اولادې څخه ؤ. ۶هغه وخت چې د بابل پاچا نبوکدنصر د یهودا پاچا یهویاکین د ځینو یهودیانو سره د اسیرانو په توګه د اورشلیم څخه د ځان سره بوتلو، د مردخای نیکه هم د اسیرانو له جملې څخه ؤ. ۷د مردخای د کاکا یوه لور وه چې هدسه نومېده او د استر په نوم هم مشهوره وه. هغه ډېره ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود. کله چې د هغې مور او پلار مړه شول نو مردخای هغه په فرزندۍ ونیوله او د خپلې لور په شان یې روزله.

۸نو کله چې د پاچا فرمان او حکم خپور شو، ډېرې پېغلې چې په هغو کې استر هم وه، د پاچا ماڼۍ ته چې د شوش په بالاحصار کې وه، راوستل شوې. هغوی د هیجای چې د حرمسرای مسوول ؤ تر څارنې لاندې وې. ۹استر د هیجای په نظر کې ښه ښکاره شوه او هغه ورباندې مهربانه شو. هغه سمدلاسه د هغې دپاره د سینګار د شیانو او د ځانګړې ډوډۍ د تیارولو دپاره پروګرام جوړ کړ. د هغې دپاره یې اووه وینځې چې د پاچا د ماڼۍ څخه غورې شوې وې، وټاکلې او هغه یې د خپلو وینځو سره په حرمسرای کې ډېر ښه ځای ته یوړله.

۱۰د مردخای د لارښوونې له مخې استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري. ۱۱مردخای به هره ورځ د حرمسرای په مخکې ښکته او پورته ګرځېده، ترڅو پوه شي چې هغه څنګه ده او څه ورباندې پېښیږي.

۱۲د پېغلو دپاره د ښکلا تمرینونو پوره یو کال دوام مونده: شپږ میاشتې یوازې په بدن باندې د مر د کنډ د غوړیو غوړول او شپږ میاشتې نور د عطرونو او د سینګار د شیانو دپاره. وروسته له دې یې هره پېغله په وار سره د خشایار شاه حضور ته بیوله. ۱۳کله چې یوه پېغله پاچا ته ورتلله، نو هغې کولای شول هرڅه چې یې غوښتل د حرمسرای څخه د پاچا ماڼۍ ته د ځان سره یوسي. ۱۴هغه به ماښام ماڼۍ ته تلله، سهار به یې بل حرمسرای ته بیوله او د پاچا د وینځو د مسوول شعشغاز خصي تر څارنې لاندې به وه. بیا به پاچا ته نه ورتله، خو چې کله به د پاچا هغه خوښه شوه، نو هغه به یې په نوم راغوښتله.

۱۵(استر د ابیحایل لور وه او د ده وراره مردخای هغه په فرزندۍ نیولې وه.) کله چې د استر وار راورسېده چې پاچا ته ورشي، نو د هیجای د لارښوونې له مخې یوازې هغه څه چې یې ورته ویلي وو چې هغه یوسي، له ځان سره یې یووړل. هرچا چې هغه لیدله، هغه به یې خوښوله. ۱۶په دې توګه د خشایار شاه د پاچاهۍ د اووم کال په لسمه میاشت چې د طیبت میاشت وه، استر یې په شاهي ماڼۍ کې د پاچا حضور ته راوستله. ۱۷پاچا د نورو ټولو پېغلو نه د هغې سره زیاته مینه کوله او هغې د نورو ټولو پېغلو څخه د پاچا زیات پام او مهرباني تر لاسه کړه. د هغې په سر یې شاهي تاج کېښود او هغه یې د وشتي په ځای خپله ملکه جوړه کړه. ۱۸بیا پاچا خپلو ټولو مامورینو او درباریانو ته یوه لویه مېلمستیا د استر په ویاړ ورکړه. هغه د ټولو ولایتونو دپاره دا ورځ د رخصتۍ ورځ اعلان کړه او شاهانه سوغاتونه یې خلکو ته ووېشل.

مردخای او د پاچا د ژوند ژغورل

۱۹کله چې پېغلې د دوهم ځل دپاره راغونډې شوې، مردخای د پاچا له خوا د ماڼۍ یو مهم ځای ته ګمارل شوی ؤ. ۲۰استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري، لکه څنګه چې مردخای هغې ته لارښوونه کړې وه. استر د خپل کوچنیوالي په شان د مردخای اطاعت کاوه.

۲۱په هغو ورځو کې کله چې مردخای په ماڼۍ کې د پاچا خدمت کاوه، د پاچا د ماڼۍ دوه خصیان، بګتان او تارش چې د پاچا د کوټې د دروازې ساتونکي وو، په خشایار شاه باندې په قهر شول او د هغه د قتل دسیسه یې جوړه کړه. ۲۲خو مردخای د دې دسیسې څخه خبر شو او استر ملکې ته یې خبر ورکړ او هغې د مردخای له خوا دا خبره پاچا ته ورسوله. ۲۳کله چې دغه خبر وڅېړل شو او ښکاره شوه چې رښتیا ده، نو پاچا دواړه خصیان په دار باندې وځړول. دا ټول د پاچا په حضور کې د امپراتورۍ د تاریخ په کتاب کې ولیکل شول.