د استر کتاب

درېم فصل

د یهودیانو له منځه وړلو دپاره د هامان دسیسه

۱څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ. ۲پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو همداسې وکړل، پرته له مردخای څخه.

۳نو هغو نورو درباریانو چې د پاچا خدمت کاوه د مردخای څخه پوښتنه وکړه: «ته ولې د پاچا د حکم څخه سرغړونه کوې؟» ۴هغوی به هره ورځ مردخای دې ته هڅاوه چې دا خبره ومني، خو هغوی ته یې غوږ نه نیوه. هغه به ویل: «زه یهودي یم او نه شم کولای چې هامان ته د درناوي سر ټیټ کړم.» نو هغوی هامان ته په دې هکله خبر ورکړ چې وګوري چې ایا هغه د مردخای رویه زغمي او که نه.

۵کله چې هامان پوه شو چې مردخای ده ته د درناوي په خاطر نه په ګونډو کیږي نو هغه سخت په قهر شو. ۶کله چې هغه پوه شو چې مردخای یهودي دی، هغه دا پرېکړه وکړه چې یوازې د مردخای وژل کافي نه دي. هغه دا پلان جوړ کړ چې هغه ټول یهودیان چې د خشایار شاه په ټوله امپراتورۍ کې دي، ووژل شي.

۷د خشایار شاه د امپراتورۍ د دولسم کال په لومړۍ میاشت چې د نیسان میاشت وه، هامان امر وکړ چې د ده په وړاندې پوریم یعنې پچه واچوي چې د دې دسیسې د سرته رسولو دپاره کومه ورځ او کومه میاشت ښه ده. نو د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وټاکل شوه.

۸نو هامان خشایار شاه ته وویل: «یو قوم دی چې ستاسو د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو د قومونو په منځ کې خپور شوی دی چې دود یې د هغو ټولو قومونو نه فرق لري او د پاچا د قانون څخه اطاعت نه کوي، دا د پاچا په ګټه نه ده چې هغوی وزغمي. ۹که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، یو فرمان جاري کړئ چې هغوی ووژل شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو زه وعده کوم چې درې سوه څلوېښت ټنه سپین زر به د شاهي اداري چارو دپاره شاهي خزانې ته ورکړم.»

۱۰پاچا خپله د مهر ګوته چې په هغې باندې د پاچا فرمانونه مهر کېدل، د خپلې ګوتې راوویستله او هغه یې هامان د اجاجي همداتا زوی ته چې د یهودیانو دښمن ؤ، ورکړه. ۱۱پاچا هغه ته وویل: «دا قوم او د هغوی پیسې دې ستا وي، نو څنګه چې ستا خوښه وي هماغسې ورسره وکړه.»

۱۲نو د لومړۍ میاشتې په دیارلسمه ورځ هامان د پاچا منشیان راوغوښتل. هغوی د هامان حکمونه هر ولایت ته د هغوی په خط او د هر قوم په ژبه د پاچا له خوا ټاکل شويو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او د مختلفو قومونو مامورینو ته ولیکل. هغه حکمونه د خشایار شاه په نامه ولیکل او مهر شول. ۱۳پیغامونه د دې حکم سره د قاصدانو په وسیله د پاچا ټولو ولایتونو ته ولېږل شول چې ټول یهودیان، زوړ او ځوان، ښځې او ماشومان دې په یوه ورځ یعنې د دولسمې میاشتې په دیارلسمه نېټه چې د اذر میاشت وه، ووژل شي. هغوی دې په بې رحمۍ سره ووژل شي او د هغوی مالونه دې لوټ شي. ۱۴د فرمان د متن یو نقل دې د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو هغوی د هغې ورځې دپاره تیار اوسي.

۱۵د پاچا په حکم دا فرمان د شوش په بالاحصار کې خپور شو او قاصدانو دغه خبر په بیړه ولایتونو ته ورساوه. په داسې حال کې چې پاچا او هامان ناست وو او شراب یې څښل، خو د شوش په ښار کې وارخطایي او ګډوډي وه.