د استر کتاب

څلورم فصل

د استر څخه د مردخای مرسته غوښتل

۱کله چې مردخای د هغو ټولو کارونو څخه چې شوي وو خبر شو، هغه له خفګانه خپل کالي وشکول، د ویر کالي یې واغوستل او ایرې یې په سر باندې واچولې. بیا هغه ښار ته ووت او په لوړ اواز یې سخت ژړل. ۲هغه د ماڼۍ تر دروازې پورې ورسېده. خو دننه لاړ نه شو، ځکه هېچا ته اجازه نه وه چې د ویر د کالیو سره ماڼۍ ته ننوځي. ۳هر ولایت ته چې به د پاچا فرمان او حکم رسېده هلته به د یهودیانو په منځ کې لوی ویر ؤ، هغوی به روژه نیوله، ژړا او ویر به یې کاوه. ډېر به د ویر په کالیو کې په ایرو باندې ناست وو.

۴کله چې د استر وینځې او خصیان راغلل او د مردخای په هکله یې هغې ته خبر ورکړ، نو ملکه ډېره خفه شوه. هغه ته یې کالي ورولېږل چې د ویر د کالیو په ځای یې واغوندي، خو هغه ونه منل. ۵نو هغې هتاک چې د ماڼۍ د خصیانو څخه ؤ او د پاچا له خوا د هغې د خدمت دپاره ټاکل شوی ؤ، راوغوښت او ورته ویې ویل چې مردخای ته ورشي او دا معلومه کړي چې څه پېښ شوي دي او ولې داسې کوي.

۶نو هتاک د ښار هغه چوک ته چې د ماڼۍ دروازې ته مخامخ ؤ مردخای ته ورغی. ۷مردخای هغه د هرڅه څخه چې ورسره شوي وو او د هغو پیسو د پوره اندازې نه یې هم خبر کړ چې هامان د یهودیانو د وژلو دپاره وعده کړې وه چې په شاهي خزانه کې به یې اچوي. ۸همدارنګه مردخای د هغه فرمان د متن یو نقل چې د هغوی د وژلو دپاره په شوش کې جاري شوی ؤ، هم هغه ته ورکړ چې استر ته یې وښایي او هغه خبره کړي. هغه ته یې وویل چې استر وهڅوي چې د پاچا حضور ته ورشي او د خپل قوم دپاره د هغه څخه رحم وغواړي.

۹هتاک بېرته لاړ او د مردخای خبره یې استر ته ورسوله. ۱۰استر دغه پیغام ورکړ چې بېرته یې مردخای ته یوسي: ۱۱«د پاچا ټول درباریان او د شاهي ولایتونو خلک پوهیږي چې د هرچا دپاره، که ښځه وي یا نر چې پرته د پاچا د بلنې دننه د پاچا دربار ته ورشي، یو حکم دا دی چې هغه به ووژل شي. خو یوازې دا چې پاچا خپله د سرو زرو امسا د هغه خواته وراوږده کړي او د هغه ژوند وژغوري. خو دېرش ورځې کیږي چې پاچا زه غوښتلې نه یم.»

۱۲کله چې مردخای د استر پیغام تر لاسه کړ، ۱۳هغه بېرته دغه ځواب واستاوه: «فکر مه کوه چې ته د پاچا په ماڼۍ کې یې، نو د ټولو یهودیانو د جملې څخه به یوازې ته خلاصون ومومې. ۱۴که چېرې ته په دې وخت کې غلې پاتې شې، نو د یهودیانو دپاره به د بل ځای څخه مرسته او خلاصون راپیدا شي. خو ته او ستا د پلار کورنۍ به ووژل شئ. څوک څه پوهیږي، کېدای شي چې ته د همداسې وخت دپاره ملکه شوې یې!»

۱۵نو استر مردخای ته دا ځواب واستاوه: ۱۶«لاړ شه او ټول یهودیان په شوش کې سره راغونډ کړه، ټول دې زما دپاره روژه ونیسي. درې شپې او درې ورځې مه څه خورئ او مه څه څښئ. زه او زما وینځې به هم ستاسو په شان روژه ونیسو. له هغې وروسته به زه پاچا ته ورشم که څه هم دا د قانون څخه سرغړونه ده. که چېرې زه د دې کار په خاطر مړه کېږم نو مړه دې شم.»

۱۷نو مردخای لاړ او هرڅه چې استر ورته امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.