Previous chapter

د هجرت کتاب

لومړی فصل

په اسراییلیانو باندې په مصر کې ظلم کیږي

۱‏-۵ کله چې یعقوب مصر ته لاړ، د هغه زوی یوسف له پخوا نه هلته ؤ. نو یعقوب خپل نور زامن د هغوی د کورنیو سره بوتلل. د هغوی نومونه دا دي: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، بنیامین، دان، نفتالي، جاد او اشیر. د یعقوب د ټولو زامنو، لمسیو او کړوسیو شمېر اویا تنو ته رسېده او هغوی ټول د هغه سره لاړل. ۶ د وخت په تېرېدلو سره یوسف، د هغه ورونه او د هغې زمانې ټول خلک مړه شول، ۷ خو د هغوی اولاده یعنې اسراییلیان د زیاتو اولادونو خاوندان شول او هغوی دومره زیات شول چې مصر ورڅخه ډک شو.

۸ له ډېرو کلونو وروسته په مصر کې یو نوي پاچا قدرت تر لاسه کړ چې هغه د یوسف په اړه هېڅ معلومات نه درلود. ۹ هغه مصریانو ته وویل: «د اسراییلو شمېر زمونږ په خاوره کې ډېر شوی دی او هغوی زمونږ نه ډېر قوي دي. ۱۰ که چېرې جنګ وشي، نو کېدای شي چې هغوی زمونږ د دښمنانو سره یوځای شي او زمونږ په وړاندې وجنګیږي او د دې وطن څخه وتښتي. نو مونږ باید کومه لاره چاره وسنجوو او پرېنږدو چې د هغوی شمېر له دې څخه نور هم زیات شي.» ۱۱ نو مصریانو په اسراییلیانو باندې مشران وټاکل، ترڅو هغوی په سختو کارونو باندې کمزوري کړي. هغوی د فیتوم او رعمسیس ښارونه چې فرعون په کې خپل ګودامونه ساتل، جوړ کړل. ۱۲ که څه هم د اسراییلیانو سره بد چلند کېده، خو د هغوی شمېر زیاتېده او نوره ځمکه یې هم ونیوله. له دې امله مصریانو له هغوی څخه وېره درلودله ۱۳‏-۱۴ او سخت ظلم یې ورباندې کاوه چې ژوند یې تریخ شي. هغوی به یې مجبورول چې خښتې جوړې کړي، خټې وکړي او په پټیو کې کار وکړي او هېڅ رحم یې ورباندې نه کاوه.

۱۵ بیا فرعون دوه دایې ګانې راوغوښتلې چې شفره او فوعه نومېدلې او هغوی د عبرانۍ ښځو سره د اولاد د زېږولو په وخت کې مرسته کوله. ۱۶ هغوی ته یې وویل: «که چېرې یوه عبرانۍ ښځه انجلۍ وزېږوي، هغه ژوندۍ پرېږدئ او که چېرې هلک وي، نو ویې وژنئ!» ۱۷ که څه هم فرعون ورته ویلي وو، خو دا ښځې د خدای څخه وېرېدلې او هلکان یې نه وژل. ۱۸ فرعون یوځل بیا دا دوه دایې ګانې راوغوښتې او پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو ولې هغه هلکان ژوندي پرېږدئ؟»

۱۹ هغوی په ځواب کې وویل: «عبرانۍ ښځې د مصریو ښځو په پرتله زر ماشوم زېږوي او زمونږ د رسېدلو څخه مخکې د هغوی ماشوم پیدا کیږي.» ۲۰‏-۲۱ خدای د هغو دوو ښځو سره ښه وکړل، ځکه چې هغوی په رښتیا سره له خدایه وېرېدلې او هغوی دواړو ته یې اولادونه ورکړل. عبرانیان به زیاتېدل او قوي کېدل. ۲۲ په پای کې فرعون ټول قوم ته امر وکړ: «څنګه چې عبرانی هلک پیدا کیږي، تاسو به هغه د نیل په سیند کې غورځوئ. خو ټولې نجونې ژوندۍ پرېږدئ.»

Previous chapter