د هجرت کتاب

دوهم فصل

د موسی زېږېدنه

۱ په همدې وخت کې یو سړي چې د لاوي د قبیلې څخه ؤ د خپلې قبیلې د یوې ښځې سره واده وکړ. ۲ هغه ښځه امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. کله چې هغې ولیدل چې ماشوم یې ښکلی دی، نو هغه یې د درېو میاشتو دپاره پټ وساته. ۳ کله چې هغې نور نه شو کولای چې هغه ماشوم پټ وساتي، نو د لوخو څخه یې یوه ټوکرۍ جوړه کړه او د قیرو پوښ یې ورته ورکړ. هغې ماشوم په ټوکرۍ کې واچاوه او د نیل د سیند په غاړه یې د لوخو په منځ کې لاهو کړ. ۴ د ماشوم خور لږه لېرې ودرېدله چې وګوري په ماشوم باندې څه کیږي.

۵ په دې وخت کې د فرعون لور د لمبلو دپاره سیند ته راغله او د هغې وینځې د سیند په غاړه ګرځېدلې. په دې وخت کې هغې د لوخو په منځ کې هغه ټوکرۍ ولیدله او یوه ښځه یې ورولېږله چې هغه د اوبو څخه راوباسي. ۶ کله چې د فرعون لور ټوکرۍ پرانیستله هغې ماشوم ولیده او ورباندې خفه شوه، ځکه چې هغه ژړل. هغې وویل: «دا یو عبرانی ماشوم دی.» ۷ ناڅاپه د ماشوم خور راغله او پوښتنه یې وکړه: «ایا ته غواړې چې زه لاړه شم او دغه ماشوم ته یوه عبرانۍ ښځه راولم چې تی ورکړي؟» ۸ د فرعون لور په ځواب کې وویل: «هو، لاړه شه.» نو انجلۍ لاړه او د ماشوم خپله مور یې راوستله. ۹ د فرعون لور هغې ښځې ته وویل: «دا ماشوم واخله او زما دپاره شیدې ورکوه او روزنه یې کوه. زه به تاته پیسې درکوم.» هغې ماشوم یووړ او د هغه روزنه یې کوله. ۱۰ کله چې دا ماشوم لوی شو، نو هغه یې د فرعون لور ته یووړ او هغې لکه د خپل زوی په شان وساته. هغې په دې ماشوم باندې موسی نوم کېښود، ځکه چې هغې د ځان سره وویل: «ما هغه د اوبو څخه راوویست.»

موسی مدیان ته تښتي

۱۱ کله چې موسی لوی شو، هغه د خپل قوم سره د لیدنې کتنې دپاره لاړ. هغه ولیدل چې د هغه قوم څومره سخت کار کاوه. هغه یو مصری ولیده چې یو عبرانی یې واهه. ۱۲ موسی یو خوا بل خوا وکتل، کله چې پوه شو څوک یې نه ویني، نو هغه مصری یې وواژه او په شګه کې یې پټ کړ. ۱۳ کله چې موسی بله ورځ ووت، هغه دوه عبرانیان ولیدل چې یو د بل سره یې جګړه کوله. نو موسی له هغه یو څخه چې ملامت ؤ، پوښتنه وکړه: «ته ولې خپل عبرانی وطندار وهې؟»

۱۴ هغه سړي په ځواب کې وویل: «ته چا په مونږ باندې حاکم او قاضي ټاکلی یې؟ ته غواړې چې ما هم ووژنې لکه څنګه چې دې هغه مصری وواژه؟» موسی د دې خبرې په اورېدلو ووېرېده او د ځان سره یې وویل: «خلک پوه شوي دي چې ما څه کړي دي.» ۱۵ کله چې فرعون د موسی د دې کار څخه خبر شو، هغه د موسی د وژلو هڅه وکړه. خو هغه د مدیان خاورې ته وتښتېده.

یوه ورځ موسی د څاه په غاړه ناست ؤ، ۱۶ چې د مدیان کاهن یترون اووه لورګانې راغلې چې اوبه راوباسي او د خپلې رمې دپاره اخورونه ډک کړي. ۱۷ خو څو شپنو د یترون لورګانې وشړلې. بیا موسی د هغوی سره د مرستې کولو دپاره ورغی او رمې ته یې اوبه ورکړې. ۱۸ کله چې د یترون لورګانې خپل کور ته راستنې شوې، نو پلار یې پوښتنه ورڅخه وکړه: «تاسو نن دومره وختي ولې راغلئ؟»

۱۹ هغوی په ځواب کې وویل: «یو مصري د شپنو څخه وژغورلو او زمونږ دپاره یې اوبه راوویستلې او رمې ته یې ورکړې.» ۲۰ یترون پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟ تاسو ولې هغه هلته پرېښود؟ هغه ته بلنه ورکړئ چې زمونږ سره ډوډۍ وخوري.»

۲۱ نو موسی راضي شو چې د یترون سره پاتې شي او هغه خپله لور صفوره موسی ته په نکاح ورکړه. ۲۲ کله چې د هغې زوی پیدا شو، موسی وویل: «زه به د هغه نوم جرشون کېږدم، ځکه چې زه په دې خاوره کې پردی یم.»

۲۳ وروسته له ډېرو کلونو د مصر پاچا مړ شو. اسراییلیانو لا هم د غلامۍ له امله فریادونه کول او د خدای څخه یې مرسته غوښتله. ۲۴ خدای د دوی فریاد واورېده او هغه لوظ یې را په یاد کړ چې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړی ؤ، ۲۵ ځکه چې خدای ولیدل چې د هغه په قوم باندې څه تېریږي. نو هغه ورباندې ډېر اندېښمن شو.