0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

څوارلسم باب

د بحرِقُلزم نه پورې وتل

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فى‌هخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعل‌صفون ته نزدې خېمې ولګوى. ۳ د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى. ۴ زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه. ۵ چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“ ۶ نو فِرعون خپلې جنګى ګاډۍ تيارې کړې او خپل لښکر يې د ځان سره روان کړو. ۷ هغه د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره روان شو، شپږ سوه په کښې ښې ښې جنګى ګاډۍ وې چې آفسران ورسره وُو. ۸ مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو. ۹ د مِصريانو لښکر، سره د ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو او هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فى‌هخيروت او بعل‌صفون ته نزدې خېمې لګولې وې. ۱۰ چې څنګه فِرعون ورلنډ شو، نو بنى اِسرائيلو وکتل، او وې ليدل چې مِصريان په دوئ پسې راروان وُو. بنى اِسرائيل ډېر سخت ويرېدل او مالِک خُدائ ته يې فرياد وکړو. ۱۱ دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو. ۱۲ مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“ ۱۳ موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ. ۱۴ مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“ ۱۵ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى. ۱۶ خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى. ۱۷ زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى. ۱۸ چې کله زۀ هغوئ له ماتے ورکړم، نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۱۹ د مالِک خُدائ فرښته، کومه چې د بنى اِسرائيلو د لښکر نه مخکښې روانه وه، اوس د دوئ شاته لاړه. د وريځې ستن هم حرکت وکړو تر دې پورې ۲۰ چې د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې شوه. وريځې به مِصريانو ته تيارۀ جوړوله، خو د بنى اِسرائيلو لښکر ته به يې رڼا راوستله، نو دا لښکرې په ټوله شپه کښې يو بل ته نزدې نۀ شوې راتلے. ۲۱ نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې، ۲۲ او بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل، د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو. ۲۳ مِصريان ورپسې وُو او د خپلو ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په دوئ پسې درياب ته ورکوز شول. ۲۴ د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل. ۲۵ مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“ ۲۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو واپس راشى.“ ۲۷ نو موسىٰ خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړو او د سحر د رڼا په وخت اوبۀ خپل صحيح ځائ له واپس راغلې. مِصريانو د اوبو نه د تښتېدو کوشش وکړو، خو مالِک خُدائ هغوئ د درياب مينځ ته ورګزار کړل. ۲۸ اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو. ۲۹ خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو. ۳۰ نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو. ۳۱ چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.