0:00 / 0:00

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

پينځلسم باب

د حضرت موسىٰ حمد‌و‌ثناء وئيل

۱ بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى. ۲ مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم. ۳ مالِک خُدائ د جنګيالى په شان دے، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے. ۴ هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول. ۵ ژور درياب هغوئ ډُوب کړل، هغوئ د کاڼى په شان لاندې بېخ ته لاړل. ۶ مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى. ۷ د خپل لوئ جلال سره تا خپل دشمنان د پښو لاندې کړل، تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو او هغوئ دې د بوسو په شان وسوزول. ۸ تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې. ۹ دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم. ۱۰ خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول. ۱۱ اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې. ۱۲ تا خپل ښے لاس اوږد کړو، نو زمکې زمونږ دشمنان ژوندى تېر کړل. ۱۳ تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې. ۱۴ قومونو واورېدل او په لړزان شول، فلستيان په دردونو آخته شول. ۱۵ د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله. ۱۶ سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول. ۱۷ تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے. ۱۸ مالِک خُدائ به تل تر تله بادشاهى کوى.“

د بى‌بى مريم حمد‌و‌ثناء وئيل

۱۹ چې کله د فِرعون آسونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ او د هغۀ په آسونو سوارۀ کسان درياب ته ورکوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه تېر شول. ۲۰ بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې. ۲۱ نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“

ترخې اوبۀ

۲۲ بيا موسىٰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړو چې د بحرِقُلزم نه روان شى، نو دوئ د شور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ موندلې. ۲۳ چې کله دوئ ماره ته راغلل، نو دوئ د ماره اوبۀ نۀ شوې څښلے ځکه چې د دې ځائ اوبۀ ترخې وې. نو د دې ځائ نوم ماره اېښودلے شوے وو. ۲۴ نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“ ۲۵ موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو. ۲۶ ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“ ۲۷ بيا دوئ ايليم ته راغلل، چې هلته د اوبو دولس چينې او د کجورو اويا ونې وې، او هلته هغوئ د اوبو په خوا خېمې ولګولې.