Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د اکاسۍ د لرګي څخه د قربانۍ یو ځای جوړ کړه چې یو متر او دېرش سانتي لوړ وي. هغه دې څلور کنجه وي، دوه متره او شل سانتي دې اوږد وي او دوه متره او شل سانتي دې پلن وي. ۲ د څلورو کنجونو دپاسه ښکرونه جوړ کړه، ترڅو ښکرونه او د قربانۍ ځای ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي او ټولو ته دې د برنجو پوښ ورکړل شي. ۳ د هغه ټول سامان د برنجو څخه جوړ کړه، یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي. ۴ یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د هغې په څلورو کنجونو باندې څلور د برنجو کړۍ ګانې ولګوه. ۵ دا جالۍ د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې کېږده، ترڅو د قربانۍ د ځای تر نیمایي پورې ورسیږي. ۶ د اکاسۍ د لرګي څخه د وړلو میلې جوړې کړه او د برنجو پوښ ورته ورکړه ۷ او د وړلو په وخت کې یې د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې ولګوه. ۸ د هغې نقشې له مخې چې ما درته په غره باندې دروښودله، د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ کړه او تش یې پرېږده.
۹ د ښه کتان د پردو څخه د سپېڅلې خېمې دپاره یوه حوېلۍ جوړه کړه چې جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وي. ۱۰ هغه دې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله د چنګکونو او سیخونو سره چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي دي، ټینګه شي. ۱۱ د حوېلۍ شمال خوا دې هم همداسې جوړه شي. ۱۲ د حوېلۍ لوېدیځې خواته به د لسو ستنو او پایو سره دوه ویشت متره اوږدې پردې وي. ۱۳ ختیځې خواته یعنې په هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه ده، هم باید حوېلۍ دوه ویشت متره پلنه وي. ۱۴-۱۵ د دروازې دواړو خواو ته دې د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وي. ۱۶ د حوېلۍ د دروازې دپاره دې یوه داسې پرده وي چې نهه متره اوږده وي. هغه دې د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه وي او د ګلدوزۍ کار دې په کې وشي. هغه دې د څلورو ستنو او څلورو پایو په وسیله ټینګه کړای شي. ۱۷ ټولې ستنې چې د حوېلۍ ګردچاپېره دي، د سپینو زرو د سیخونو سره دې ونښلول شي او چنګکونه یې باید د سپینو زرو څخه جوړ شي او پایې یې د برنجو څخه. ۱۸ حوېلۍ دې پنځه څلوېښت متره اوږده او دوه ویشت متره پلنه وي. پردې دې د ښه کتان څخه جوړې شي چې دوه متره او شل سانتي لوړې وي او د برنجو پایې به هم ورسره وي. ۱۹ نور ټول سامان چې په خېمه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او هغه ټول موږي چې د خېمې او حوېلۍ دپاره دي، هغه دې د برنجو څخه جوړ شوي وي.
۲۰ اسراییلیانو ته امر وکړه چې د رڼا دپاره د زیتونو سوچه تېل راوړي، ترڅو څراغونه بل وساتل شي. ۲۱ په سپېڅلې خېمه کې د هغې پردې څخه دباندې چې د لوظ د صندوق په مخکې ده، هارون او د هغه زامن دې دا څراغونه د ماښام څخه نیولې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې بل وساتي. اسراییلیان او د هغوی اولاده دې د تل دپاره په دې حکم باندې عمل کوي.