Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا مې هغه میدان ته وکتل چې د اسماني مخلوقاتو د سرونو دپاسه پروت ؤ او د هغو دپاسه یو شی ؤ چې هغه د داسې تخت په شان ښکاره کېده چې د لاجوردو نه جوړ شوی ؤ. ۲ څښتن هغه سړي ته چې د کتان کالي یې اغوستي وو، وویل: «د هغو چورلېدنکو ارابو په منځ کې چې د هغو مخلوقاتو لاندې دي، تېر شه او لاسونه دې د بلو سکارو نه ډک کړه او بیا هغه سکاره په ښار باندې وشینده.»
نو هغه مې ولیده چې دننه لاړ. ۳ کله چې هغه دننه لاړ، نو هغه مخلوقات د څښتن د کور جنوب خواته ولاړ وو او دننه حوېلۍ د ورېځې نه ډکه شوه. ۴ د څښتن جلال د هغو مخلوقاتو نه راپورته شو او د هغه د کور د دروازې خولې ته روان شو. بیا کور د ورېځې نه ډک شو او حوېلۍ د څښتن د جلال د رڼا نه وځلېدله. ۵ د هغو مخلوقاتو د وزرونو اواز تر باندینۍ حوېلۍ پورې اورېدل کېده چې د مطلق قادر خدای د اواز په شان ؤ.
۶ کله چې څښتن هغه سړي ته چې د کتان کالي یې اغوستي وو، حکم وکړ چې د هغو اسماني مخلوقاتو لاندې د ارابو له منځ نه لږ اور راواخلي، نو هغه سړی دننه لاړ او د یوې ارابې په څنګ کې ودرېده. ۷ د هغو مخلوقاتو څخه یو یې خپل لاس اوږد کړ او د هغه اور نه چې د هغوی په منځ کې بلېده، هغه لږې سکروټې راواخیستلې او د هغه سړي په لاسونو کې یې کېښودلې چې د کتان کالي یې اغوستي وو. هغه سړي دا سکروټې واخیستلې او لاړ.
۸ ما ولیدل چې هر اسماني مخلوق د وزرونو لاندې د انسان د لاس په شان یو شی درلود. ۹-۱۰ ما دا هم ولیدل چې هلته څلور ارابې وې چې ټولې یوشان وې او د هر اسماني مخلوق په څنګ کې یوه یوه ارابه وه. هغه ارابې د قیمتي تیږو په شان ځلېدلې او د هرې ارابې په منځ کې یوه بله ارابه وه. ۱۱ نو بې له تاوېدلو اسماني مخلوقاتو کولای شول چې له څلورو خواو نه هرې خواته چې وغواړي حرکت وکړي. کله به چې هغو مخلوقاتو حرکت کاوه، نو ارابې به هم بې له تاوېدلو ورسره تللې. ۱۲ د دې اسماني مخلوقاتو بدنونو، شاګانو، لاسونو، وزرونو او ارابو ټولو سترګې لرلې. ۱۳ ما یو اواز واورېد چې ویل یې: «چورلېدونکې ارابې.»
۱۴ هر اسماني مخلوق څلور مخونه لرل. لومړی مخ د غویي د مخ په شان ؤ، دوهم مخ د انسان، درېم مخ د زمري او څلورم مخ د عقاب د مخ په شان ؤ. ۱۵ دا هماغه ژوندي مخلوقات وو چې ما د خابور د سیند په غاړه لیدلي وو. کله به چې دا مخلوقات هوا ته پورته شول ۱۶ او حرکت به یې کاوه، نو ارابې به هم ورسره تللې. کله به چې هغوی خپل وزرونه خلاص کړل چې والوزي، نو ارابې به هم ورسره تللې. ۱۷ کله به چې هغه مخلوقات ودرېدل، نو ارابې به هم ودرېدلې او کله به چې هغه مخلوقات الوتل، نو ارابې به هم ورسره تللې، ځکه چې دې مخلوقاتو به په هغو باندې واک درلود.
۱۸ بیا د څښتن جلال د هغه د کور د دروازې د خولې نه لاړ او د اسماني مخلوقاتو دپاسه ودرېده. ۱۹ هغوی خپل وزرونه خپاره کړل او ما ورته کتل چې هغوی د ځمکې نه پورته شول او ارابې هم ورسره لاړلې. هغوی د څښتن د کور د ختیځې خوا دروازې سره ودرېدل او د اسراییلو د خدای جلال د هغوی د سر دپاسه ؤ.
۲۰ ما هغه مخلوقات وپېژندل. دا هماغه اسماني مخلوقات وو چې ما د خابور د سیند په غاړه د اسراییلو د خدای د تخت لاندې لیدلي وو. ۲۱ هغوی هر یو څلور مخونه او څلور وزرونه لرل او د هر وزر لاندې د انسان د لاس په شان یو شی ښکاره کېده. ۲۲ د هغوی مخونه کټ مټ د هغو مخونو په شان وو کوم چې ما د خابور د سیند په غاړه لیدلي وو. هر اسماني مخلوق سیده حرکت کاوه.