Previous chapter

د حزقیال نبي کتاب

لومړی فصل

د حزقیال لومړۍ رویا

۱ د دېرشم کال د څلورمې میاشتې په پنځمه ورځ زه حزقیال کاهن د بوزي زوی د جلاوطنه یهودیانو سره د خابور د سیند په غاړه اوسېدم. ناڅاپه اسمان خلاص شو او ما د خدای رویاګانې ولیدلې. ۲ دا پنځم کال ؤ چې د یهودا پاچا یهویاکین د اسیر په توګه بابل ته بېول شوی ؤ. ۳ هلته په بابل کې د خابور د سیند په غاړه ما واورېدل چې څښتن زما سره خبرې کوي او د هغه د حضور زور مې په خپل بدن کې احساس کړ.

۴ ما پورته وکتل او ومې لیدل چې د شمال له خوا یو توفان راروان دی. د هغه په مخکې یوه لویه ورېځ روانه وه، برېښنا پړکېدله او د هغې شاوخوا ته اسمان ځلېده. د برېښنا په منځ کې د برنجو په شان یو شی ځلېده. ۵ د توفان په منځ کې ما د انسان په شان څلور ژوندي مخلوقات ولیدل، ۶ خو هغوی هر یو څلور مخونه او څلور وزرونه لرل. ۷ د هغوی پښې نېغې وې او د خوسي په شان سومان یې لرل. هغه لکه د صیقل شوي برنجو په شان ځلېدل. ۸ برسېره پر‌دې چې هغوی څلور مخونه او څلور وزرونه لرل، هغوی د هر وزر لاندې لاسونه هم لرل چې د انسان د لاسونو په شان وو. ۹ د هغو ژوندیو مخلوقاتو وزرونه یو له بله سره لګېدل او بې له دې چې راتاو شي هغوی به مخامخ تلل.

۱۰ د هر یو ژوندي مخلوق څلورو مخونو فرق درلود: مخامخ یې د انسان مخ ؤ، ښي خواته یې د زمري مخ ؤ، چپ خواته یې د غویي مخ ؤ او شاته یې د عقاب مخ ؤ. ۱۱ د هر ژوندي مخلوق دوه وزرونه پورته خواته خپاره وو او د هغوی د وزرونو څوکې د هغه بل مخلوق سره لګېدلې چې په خوا کې یې ؤ. دوه نورو وزرونو یې د هغوی بدنونه پټول. ۱۲ هغوی به مخامخ روان وو او بې له دې چې راتاو شي چېرته به یې چې زړه غوښتل، هلته به تلل.

۱۳ د ژوندي مخلوقاتو شکل د بلو سکارو یا بلېدونکو څراغونو په شان ؤ او اور د دوی په منځ کې د حرکت په حال کې ؤ. هغه اور ځلېدونکی ؤ او برېښنا به ورڅخه پړکېدله. ۱۴ دا مخلوقات به د برېښنا په شان چټک تلل او راتلل.

۱۵ په داسې حال کې چې ما دې څلورو مخلوقاتو ته کتل، نو څلور ارابې مې ولیدلې چې په ځمکه باندې لګېدلې او د هغوی هر یو په خوا کې یوه یوه ارابه وه. ۱۶ څلور واړه ارابې یوشان وې، هره یوه یې لکه د یوې قیمتي تیږې په شان ځلېدله او د هرې ارابې په منځ کې یوه بله ارابه هم وه، ۱۷ ترڅو دا ارابې بې له تاوېدلو وکولای شي د څلورو خواو نه هرې خواته چې وغواړي حرکت وکړي. ۱۸ د ارابو څنډې لوړې او وېروونکې وې او ګردچاپېره په سترګو باندې پوښل شوې وې. ۱۹ کله به چې دې مخلوقاتو حرکت کاوه، نو ارابې به هم ورسره تللې او کله به چې دا مخلوقات د ځمکې څخه راپورته شول، نو ارابې به هم ورسره راپورته کېدلې. ۲۰ هر‌چېرته به چې دې مخلوقاتو غوښتل هلته به تلل، نو ارابې به هم ورسره پورته کېدلې، ځکه چې دا ارابې د مخلوقاتو په واک کې وې. ۲۱ کله به چې هغه مخلوقات تلل، نو ارابې به هم تللې او کله به چې هغه مخلوقات ودرېدل، نو ارابې به هم ودرېدلې. کله به چې هغه مخلوقات پورته تلل، نو ارابې به هم ورسره پورته کېدلې، ځکه چې دا ارابې د مخلوقاتو په واک کې وې.

۲۲ د دې ژوندیو مخلوقاتو د سرونو دپاسه د میدان په شان یو ځای ؤ. دغه ځای د وېروونکي او ځلېدونکي یخ په شکل ؤ. ۲۳ د دې ځای لاندې د هر یو ژوندي مخلوق دوه وزرونه داسې خپاره شوي وو چې د هغه بل مخلوق وزرونو ته چې په څنګ کې یې ؤ، رسېدل او دوه نورو وزرونو د هغوی بدنونه پټول. ۲۴ ما هغه شورماشور چې د هغوی وزرونو د الوتلو په وخت کې جوړ کړی ؤ، واورېد چې د سیند د تېزو اوبو د غړمبېدلو په شان ؤ او د مطلق قادر خدای د اواز او د یو لوی لښکر د شورماشور په شان ؤ. کله به چې هغوی نه الوتل، نو خپل وزرونه به یې راټولول. ۲۵ اواز د هغه میدان د پاس نه راتله چې د دوی د سر دپاسه ؤ.

۲۶ د میدان دپاسه یو شی ؤ چې د داسې تخت په شان ؤ چې د لاجوردو څخه جوړ شوی ؤ او په تخت باندې یو داسې شکل ؤ چې د انسان په شان ښکاره کېده. ۲۷ د ملا څخه پورته هغه داسې ځلېده لکه په سور داش کې چې برنج ځلیږي او د ملا نه ښکته لکه د اور د لمبو په شان ښکاره کېده. د دې شکل شاوخوا یوې ځلېدونکې رڼا نیولې وه، ۲۸ لکه د بوډۍ د ټال په شان چې په یوې باراني ورځ کې وي. دا یوه ځلېدونکې رڼا وه او دا د څښتن د جلال د حضور څرګندوونکې وه.

کله چې ما دا رویا ولیدله، نو په ځمکه باندې پړمخې پرېوتلم. بیا مې یو اواز واورېد.

Previous chapter