0:00 / 0:00

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

حزقى‌ايل ته د پېغمبرۍ دعوت

۱ هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“ ۲ کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې. ۳ هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده. ۴ کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. ۵ کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے. ۶ خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے. ۷ تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى. ۸ خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“ ۹ نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو. ۱۰ کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.