Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ د عمونیانو خواته واړوه او د هغوی په ضد نبوت وکړه. ۳ هغوی ته ووایه زه څښتن تعالی هرڅه چې وایم هغو ته غوږ ونیسئ: ‹کله چې تاسو زما د عبادت د ځای سپکاوی او د اسراییلو د هېواد ورانېدل ولیدل او تاسو ولیدل چې د یهودا قوم د جلاوطنو په توګه بوتلل شول، نو خوشحاله شوئ. ۴ نو په دې خاطر چې تاسو خوشحاله وئ، زه به د ختیځې دښتې قبیلو ته اجازه ورکړم چې په تاسو باندې بریالي شي. هغوی به ستاسو په وطن کې خېمې ودروي او هلته به واوسیږي. هغوی به ستاسو مېوې وخوري او ستاسو شیدې به وڅښي. ۵ زه به د ربه ښار د هغوی اوښانو په څړځای باندې بدل کړم او د عمون ټول وطن به په یو داسې ځای بدل کړم چې د هغوی پسونه په کې ساتل کیږي، نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم.›
۶ نو څښتن تعالی داسې وایي: ‹په دې خاطر چې تاسو د اسراییلو د هېواد په تباهۍ لاسونه وپړکول او د خوشحالۍ نه مو ټوپونه ووهل، ۷ نو له دې امله زه به ستاسو په ضد خپل قدرت وکاروم او تاسو به نورو قومونو ته تسلیم کړم چې لوټ او تالا مو کړي. زه به تاسو بیخي له منځه یوسم چې نور د یو قوم په توګه پاتې نه شئ او نه به خپل وطن ولرئ. بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم.›»
۸ «څښتن تعالی داسې وویل: ‹څرنګه چې موآبیانو او ادومیانو ویلي وو چې یهودا د نورو ټولو قومونو څخه ښه نه دی، ۹ نو په دې خاطر به زه اجازه ورکړم چې په هغو ښارونو باندې چې د موآب د سرحدونو نه دفاع کوي، حمله وشي چې په هغو کې د هېواد ښکلي ښارونه یعنې بیتیشیموت، بعل معون او قیریتایم شامل دي. ۱۰ زه به د ختیځې دښتې قبیلو ته اجازه ورکړم چې موآب او عمون یوځای سره فتح کړي، چې عمون نور د یو قوم په توګه یاد نه شي. ۱۱ زه به موآبیانو ته سزا ورکړم او هغوی به په دې پوه شي چې زه څښتن یم.›»
۱۲ «څښتن تعالی داسې وویل: ‹د ادوم خلکو د یهودا نه په بېرحمانه توګه بدل واخیست او په دې کار باندې ادوم سخت ګناهکار شو. ۱۳ نو په دې خاطر زه دا اعلان کوم چې ادوم ته به سزا ورکړم او د هغه ځای انسانان او حیوانات به ووژنم. زه به هغه وطن د تیمان د ښار نه نیولې د ددان تر ښاره پورې وران او په کنډوالو باندې بدل کړم او خلک به یې په جنګ کې ووژل شي. ۱۴ زما قوم اسراییل به زما په خاطر د ادوم نه بدل واخلي او په دې کار به هغوی ادومیانو ته زما سخت قهر وروښایي. نو ادوم به په دې پوه شي چې دا بدل اخیستنه زما له خوا ده.› څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»
۱۵ «څښتن تعالی داسې وویل: ‹فلسطینیانو د خپلو زړو دښمنانو نه په بېرحمانه توګه بدل واخیست او د هغې کینې له امله چې په زړونو کې یې ورسره لرله، غوښتل یې چې هغوی له منځه یوسي. ۱۶ نو په دې خاطر زه دا اعلان کوم چې په فلسطینیانو باندې به حمله وکړم او هغوی به ورک کړم. کریتیان او پاتې خلک چې د بحیرې په غاړه اوسیږي، هغوی به هم له منځه یوسم. ۱۷ زه به هغوی ته سخته سزا ورکړم او د هغوی نه به پوره بدل واخلم. هغوی ته به زما قهر معلوم شي. بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.›»