د حزقیال نبي کتاب

دېرشم فصل

څښتن مصر ته سزا ورکوي

۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، نبوت وکړه او مصریانو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم:

‹وکړئ ژړا او انګولا!

ده راروانه یو وېرېدونکې ورځ

۳ ځکه رانژدې ده هغه ورځ، چې کوم به زه عمل

د تورو ورېځو ورځ

ده قومونو ته د مصیبت ورځ

۴ وي به په مصر کې جنګ

او لوی مصیبت په ایتوپیا کې

ډېر خلک به ووژل شي مصر کې

شي به لوټ شتمني د هغه

او شي به بدل په کنډوالو باندې›»

۵ په دې جنګ کې به په پیسو اخیستل شوي عسکر د ایتوپیا، لیبیا، لیدیا، د هغه سره نښتي هېوادونه، کوب او حتی زما د خپل قوم نه به هم ووژل شي.

۶ «څښتن داسې وایي: ‹په شمال کې د مجدل نه، په جنوب کې تر اسوانه پورې، د مصر ټول ملاتړ کوونکي به په جنګ کې ووژل شي. په کومو عسکرو چې مصریان ورباندې مغروره وو، د هغوی دغه غرور به له منځه لاړ شي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي. ۷ دا وطن به په نړۍ کې د ټولو نه زیات وران او ویجاړ شي او د دې وطن ټول ښارونه به د نورو ښارونو په پرتله په کنډوالو باندې بدل شي. ۸ کله چې زه مصر ته اور واچوم او د هغه ټول ملاتړ کوونکي ووژل شي، نو بیا به مصریان پوه شي چې زه څښتن یم.

۹ کله چې هغه ورځ راورسیږي او مصر له منځه لاړ شي، نو زه به په کشتۍ‌ګانو کې استازي ولېږم چې د ایتوپیا بې‌خبره خلک سخت ووېروي. ګوره، هغه ورځ راروانه ده!›

۱۰ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به د بابل د پاچا نبوکدنصر په وسیله د مصر شتمني له منځه یوسم. ۱۱ هغه او د هغه ډېر بې‌رحمه لښکر به راشي او د مصر هېواد به وران او ویجاړ کړي. هغوی به د خپلو تورو سره په مصر باندې حمله وکړي او هغه هېواد به د مړو نه ډک کړي. ۱۲ زه به د نیل سیند وچ کړم او د مصر واک او اختیار به بدکارو خلکو ته ورکړم. زه به په پرديو خلکو باندې ټول وطن وران او ویجاړ کړم. ما څښتن داسې ویلي دي.›

۱۳ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به بتان او د ممفیس غلط خدایان له منځه یوسم. په مصر کې به نور پاچا نه وي چې په هغه باندې حکومت وکړي او زه به د هېواد ټول خلک ووېروم. ۱۴ زه به د مصر جنوبي سیمه فتروس وران او ویجاړ کړم او د صوعن ښار چې په شمال کې دی، هغه به وسوځوم. زه به د طیبس د ښار خلکو ته سزا ورکړم. ۱۵ زه به د پلوسیوم په ښار باندې چې د مصر قوي کلا ده، خپل قهر نازل کړم. زه به د تیبس ډېر خلک له منځه یوسم. ۱۶ زه به مصر ته اور واچوم او د پلوسیوم ښار به په عذاب باندې اخته شي. د طیبس د ښار دېوالونه به راوغورځیږي او دښمن به په رڼا ورځ په ممفیس باندې حمله وکړي. ۱۷ د اون او فیبست ځوانان به په جنګ کې مړه شي او د دې ښارونو پاتې خلک به د اسیرانو په توګه بوتلل شي. ۱۸ کله چې زه د مصر قدرت مات کړم او د مصر هغه قوت چې هغوی ورباندې مغروره وو، له منځه یوسم، نو د تحفنحیس په ښار باندې به توره تیاره راشي. مصر به په ورېځو باندې پټ شي او د دې ښارونو خلک به د اسیرانو په توګه بوتلل شي. ۱۹ کله چې زه مصر ته داسې سزا ورکړم، نو هغوی به پوه شي چې زه څښتن یم.›»

د مصر د پاچا فرعون قدرت ماتېدل

۲۰ زمونږ د جلاوطنۍ په یوولسم کال د لومړۍ میاشتې په اوومه ورځ څښتن ماته وویل: ۲۱ «ای فاني انسانه، ما د مصر د پاچا فرعون مټ مات کړی دی. ګوره، د مات مټ جوړوونکی نشته چې په مټ باندې یې پټۍ کېږدي او هغه وتړي چې جوړ شي او دومره قوي شي چې وکولای شي بیا توره په لاس کې ونیسي. ۲۲ نو اوس زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه د مصر د پاچا فرعون په ضد یم. زه به د هغه دواړه مټې ماتي کړم، د هغه روغ مټ او هغه مټ چې پخوا مات شوی ؤ، ترڅو د هغه د لاس نه توره ولویږي. ۲۳ زه به مصریان د نړۍ په قومونو او هېوادنو کې خواره واره کړم. ۲۴ بیا به د بابل د پاچا مټې قوي کړم او خپله توره به د هغه په لاس کې ورکړم. خو د فرعون مټې به ماتې کړم، ترڅو لکه د یو زخمي په شان چې مرګ ته نژدې وي، د بابل د پاچا په مخکې زګېروي وکړي. ۲۵ هو، زه به هغه کمزوری کړم او د بابل پاچا به قوي کړم. کله چې زه هغه ته خپله توره ورکړم چې د مصر په وړاندې ورڅخه کار واخلي، نو مصریان به په دې پوه شي چې زه څښتن یم. ۲۶ زه به مصریان د نړۍ په قومونو او هېوادنو کې خواره واره کړم. بیا به هغوی په دې پوه شي چې زه څښتن یم.›»