Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا هغه سړي زه هغې دروازې ته بوتلم چې ختیځې خواته مخامخ وه، ۲ او ما ولیدل چې د ختیځې خوا نه د اسراییلو د خدای جلال راروان دی. د خدای د راتلو اواز د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ او ځمکه د هغه د جلال څخه رڼا شوه. ۳ دا رویا د هغې رویا په شان وه چې ما هغه وخت لیدلې وه چې کله خدای د اورشلیم د منځه وړلو دپاره راغلی ؤ او د هغې رویا په شان وه چې ما د خابور د سیند په غاړه لیدلې وه. بیا زه د وېرې نه پړمخې پرېوتم. ۴ د څښتن جلال د ختیځې دروازې له لارې تېر شو او د هغه کور ته ننوت. ۵ بیا د څښتن روح زه اوچت کړم، دنننۍ حوېلۍ ته یې بوتلم او ما ولیدل چې د څښتن کور د هغه د جلال نه ډک شو.
۶ په داسې حال کې چې هغه سړی زما په څنګ کې ولاړ ؤ، ما د څښتن اواز واورېده چې دننه د خپل کور نه یې زما سره خبرې کولې. ۷ هغه وویل: «ای فاني انسانه، دا زما تخت او د پښو د ایښودلو ځای دی. زه به دلته د اسراییلو د قوم په منځ کې د تل دپاره اوسېږم. نور به د اسراییلو قوم او د هغوی پاچاهان نورو خدایانو ته په عبادت کولو یا په دې ځای کې د خپلو مړو پاچاهانو په زیارت کولو سره زما سپکاوی ونه کړي. ۸ پاچاهانو خپلې ماڼۍ زما د کور په څنګ کې جوړې کړلې چې زما او د هغوی په منځ کې یوازې یو دېوال ؤ. هغوی د خپلو د کرکې وړ کارونو سره زما د سپېڅلي نوم بېعزتي وکړه او ما په خپل قهر سره هغوی له منځه یووړل. ۹ نو اوس باید هغوی د نورو خدایانو عبادت بس کړي او د خپلو پاچاهانو زیارتونه دې لېرې کړي. که هغوی داسې وکړي، نو زه به د تل دپاره د هغوی سره واوسېږم.»
۱۰ نو بیا څښتن وویل: «ای فاني انسانه، زما د کور په هکله د اسراییلو قوم ته ووایه چې د هغې نقشې په هکله فکر وکړي او د خپلو ګناهونو څخه وشرمیږي. ۱۱ که چېرې هغوی د خپلو ټولو بدو کارونو په سبب وشرمیږي، نو زما د کور د نقشې، تصویر، دروازې، د هغې د وتلو او ننوتلو لاره، د قوانینو او مقرراتو په هکله هغوی ته تشریح ورکړه. دا ټول شیان هغوی ته ولیکه چې هغوی یې وویني دا هرڅه څنګه تیار شوي دي، ترڅو هغوی په ټولو قوانینو باندې عمل وکړي. ۱۲ زما د کور قانون دا دی. د غره په سر باندې چېرته چې زما کور دی، د هغې شاوخوا سیمه به ډېره سپېڅلې وي. ګوره، دا د زما د کور قانون دی.»
۱۳ «دا د قربانۍ د ځای مساحت دی، چې په هغې کې د اندازه کولو د هغه واحد نه کار اخیستل شوی لکه څنګه چې زما په کور کې ؤ. د قربانۍ د ځای په شاوخوا کې لښتی ؤ چې پنځوس سانتي متره ژور ؤ او پنځوس سانتي متره یې سور ؤ او څنډې یې پنځه ویشت سانتي متره لوړې وې. ۱۴ د قربانۍ د ځای لاندېنۍ برخې د لښتي نه تر پورتنۍ څنډې پورې یو متر لوړوالی ؤ او د څنډې سور یې پنځوس سانتي متره ؤ. د لاندېنۍ برخې څنډې نه تر منځنۍ برخې څنډې پورې یې دوه متره لوړوالی ؤ. د دې څنډې سور هم پنځوس سانتي متره ؤ. ۱۵ هغه پاسنۍ برخه چې قربانۍ ورباندې سوځول کیږي، هغې هم دوه متره لوړوالی درلود. په څلورو کنجونو باندې چې کوم ښکرونه وو، هغه د پاسنۍ برخې نه اوچت وو. ۱۶ د قربانۍ د ځای پاسنۍ برخه مربع شکله وه چې هره خوا یې شپږ شپږ متره وه. ۱۷ د پاسنۍ برخې څنډې هم د مربع شکل درلود چې هره خوا یې اووه متره وه. د دې برخې د باندینۍ څنډې سور پنځه ویشت سانتي متره ؤ. دلته یو لښتی هم ؤ چې ژوروالی یې پنځوس سانتي متره ؤ. د قربانۍ ځای ته چې کومه زینه ختلې وه، هغه ختیځې خواته وه.»
۱۸ څښتن تعالی ماته وویل: «ای فاني انسانه، زه داسې وایم چې د قربانۍ د ځای قوانین دا دي: کله چې د قربانۍ ځای جوړ شو، نو په هغې باندې د قربانیو په سوځولو او د قرباني شویو حیواناتو د وینې په شیندلو باندې هغه وقف کیږي. ۱۹ ته باید یو خوسی هغو کاهنانو ته چې لاویان او د صادوق اولاده ده، ورکړې. یوازې هغوی دا اجازه لري چې زما حضور ته راشي او زما خدمت وکړي. هغوی به دا خوسی د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړي. زه څښتن تعالی داسې وایم. ۲۰ ته باید د هغې نه لږه وینه واخلې او هغه د قربانۍ د ځای په څلورو ښکرونو او د قربانۍ د ځای د پاسنۍ څنډې په څلورو کنجونو او د هغې د غاړو په ټولو خواو باندې وموښې. ته به د قربانۍ د ځای د پاکوالي مراسم تر سره کړې او په دې ډول به هغه پاک شي. ۲۱ ته به هغه خوسی چې د ګناه د قربانۍ په توګه وړاندې شوی دی، یوسې او هغه به د عبادت د ځای یعنې د څښتن د کور د ساحې نه دباندې په یو ځانګړي ځای کې چې د کور سره اړه لري، وسوځول شي. ۲۲ بله ورځ به یو سېرلی چې کوم عیب په کې نه وي، بوځې او د ګناه د قربانۍ په توګه به یې وړاندې کړې. لکه څنګه چې د قربانۍ ځای د خوسي په وینو پاک شو، همداسې دې د سېرلي په وینو پاک شي. ۲۳ کله چې دې دا کار خلاص کړ، نو یو خوسی او یو ځوان پسه چې په دواړو کې کوم عیب نه وي، واخله ۲۴ او ماته یې راوله. کاهنان به په هغو باندې مالګه وشیندي او هغه به ماته د سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي. ۲۵ ته به اووه ورځې هره ورځ یو سېرلی د ګناه د نذرانې دپاره تیار کړې، همدارنګه یو خوسی او یو ځوان پسه چې عیب په کې نه وي، تیار کړه. ۲۶ کاهنان باید اووه ورځې د قربانۍ ځای پاک کړي او په دې ډول به هغوی دا وقف کړي. ۲۷ د اوو ورځو نه وروسته کاهنان باید هغه سوځېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې چې خلک یې راوړي، د قربانۍ په ځای باندې وړاندې کړي. بیا به زه ستاسو نه راضي شم. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.»