Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن تعالی داسې وایي: «دنننۍ حوېلۍ ته د ختیځې خوا د ننوتلو دروازه باید د هفتې په شپږو کاري ورځو کې بنده وساتل شي، خو د سبت په ورځ او د نوې میاشتې په اختر کې باید خلاصه شي. ۲ مشر به د باندینۍ حوېلۍ نه د دروازې په لاره دنننۍ کوټې ته ننوځي او په داسې حال کې چې کاهنان د هغه سوځېدونکې نذرانه او د هغه د سلامتۍ نذرانې وړاندې کوي، هغه به د دروازې د چوکاټ سره ودریږي. هغه باید هلته د دروازې د خولې سره عبادت وکړي او بیا دباندې ووځي. دروازه باید تر ماښامه پورې ونه تړل شي. ۳ د سبت په ورځ او د هرې نوې میاشتې په اختر کې باید د هېواد ټول خلک د هغې دروازې مخې ته څښتن ته سجده وکړي.
۴ د سبت په ورځ به مشر څښتن ته شپږ وري او یو پسه چې په هغو کې کوم عیب نه وي د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کړي. ۵ هغه به د هر پسه سره لس کیلوګرامه غلې دانې او د هر وري سره به دومره نذرانه چې څومره یې زړه غواړي، وړاندې کړي. د غلو دانو د نذرانو د هرې لس کیلوګرامه نذرانې دپاره به څلور څلور لیتره د زیتونو تېل وړاندې کړي. ۶ د نوې میاشتې په اختر کې به هغه یو خوسی، شپږ وري او یو پسه چې په ټولو کې کوم عیب نه وي، وړاندې کړي. ۷ د هر غویي او هر پسه سره به لس کیلوګرامه غلې دانې او د هر وري سره به دومره نذرانه چې مشر یې ورکولی شي، وړاندې کړي. د غلو دانو د نذرانو د هرې لس کیلوګرامه نذرانې دپاره به څلور څلور لیتره د زیتونو تېل وړاندې کړي. ۸ مشر باید د دروازې د دهلېز د لارې ننوځي او په همدې لاره باید ووځي.
۹ کله چې خلک په کوم اختر کې د څښتن د عبادت دپاره راځي، نو څوک چې په شمالي دروازه باندې راننوځي، د عبادت کولو نه وروسته به په جنوبي دروازه باندې وځي او څوک چې په جنوبي دروازه راننوځي، په شمالي دروازه به وځي. په کومه لاره چې څوک ننوتلی وي، په هماغه لاره به نه وځي، بلکې په مخامخ لاره به وځي. ۱۰ کله چې خلک راننوځي، نو مشر به راننوځي او کله چې هغوی لاړ شي، نو مشر به هم ځي. ۱۱ په اخترونو او مذهبي جشنونو کې به د هر خوسي او د هر پسه سره لس کیلوګرامه د غلو دانو نذرانه وړاندې کیږي او د هر وري سره چې عبادت کوونکی څومره غواړي، نو هغومره نذرانه به وړاندې کوي. د غلو دانو د نذرانو د هرې لس کیلوګرامه نذرانې دپاره به څلور څلور لیتره د زیتونو تېل وړاندې کړي.
۱۲ کله چې مشر وغواړي چې څښتن ته د خپلې خوښې نذرانه وړاندې کړي، که هغه سوځېدونکې نذرانه وي یا د سلامتۍ نذرانه وي، نو د هغه دپاره دې د دنننۍ حوېلۍ ختیځه دروازه خلاصه شي. بیا به هغه وکولای شي خپلې نذرانې وړاندې کړي، لکه څنګه چې یې د سبت په ورځ وړاندې کوي او کله چې هغه وځي، نو دروازه دې بېرته وتړل شي.»
۱۳ څښتن وایي: «هر سهار باید یو وری چې یو کلن وي او کوم عیب په کې نه وي، د سوځېدونکې نذرانې په توګه دې څښتن ته وړاندې شي. ۱۴ همدارنګه هره ورځ سهار دې د دوه کیلوګرامه اوړو نذرانه چې یو لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، وړاندې شي. څښتن ته د دې نذرانې وړاندې کولو قوانین به تلپاتې قوانین وي. ۱۵ وری، اوړه او د زیتونو تېل باید د تل دپاره هره ورځ سهار څښتن ته د سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې شي.»
۱۶ څښتن تعالی داسې وایي: «که چېرې مشر د خپلې ځمکې نه یو څه ځمکه په خپلو زامنو کې یو زوی ته د سوغات په توګه ورکړي، نو دا ځمکه به د هغه د کورنۍ په جایداد کې د همدې زوی برخه وي. ۱۷ خو که چېرې مشر د خپلې ځمکې نه څه ځمکه د خپلو خدمتګارانو څخه کوم یو ته ورکړي، نو دا ځمکه به د ازادۍ د ورکولو تر کاله پورې د هغه سره وي او بیا به دا ځمکه بېرته مشر ته ورکول کیږي. یوازې هغه او د هغه زامن کولای شي چې د هغې ځمکې تلپاتې خاوندان اوسي. ۱۸ مشر باید د خلکو نه د هغوی جایداد په زور وانخلي. هغه چې خپلو زامنو ته کومه ځمکه ورکوي، نو باید د خپلې ځمکې نه یې ورکړي، ترڅو زما د قوم څخه هیڅوک هم د خپلې ځمکې څخه ونه ویستل شي.»
۱۹ بیا هغه سړي زه د ننوتلو د لارې نه چې د شمالي دروازې په څنګ کې وه، د کاهنانو هغو سپېڅلو کوټو ته چې شمال خواته مخامخ وې، بوتلم. هلته یې ماته د دې کوټو د لوېدیځې برخې په پای کې یو ځای وښود ۲۰ او هغه ماته وویل: «دا هغه ځای دی چې کاهنان دې په کې د تاوان او د ګناه د نذرانو غوښه وایشوي او د اوړو نذرانې دې پخې کړي، ترڅو هېڅ کوم سپېڅلی شی باندینۍ حوېلۍ ته یونه وړل شي چې خلکو ته زیان ورسوي.»
۲۱-۲۲ بیا هغه زه باندینۍ حوېلۍ ته بوتلم او د حوېلۍ په څلورو کنجونو یې وګرځولم چې په هر کنج کې یې یو څلور دېوالي ځای ؤ چې هر یو یې شل متره اوږدوالی او پنځلس متره سور درلود. ۲۳ دننه د هر یو ګردچاپېره د تیږو دېوال ؤ، د دې دېوال څنګ ته نغري جوړ شوي وو. ۲۴ هغه سړي ماته وویل: «دا هغه پخلنځایونه دي چې د څښتن د کور خدمتګاران دې په کې د قربانیو غوښې چې خلک یې راوړي، وایشوي.»