Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا هغه سړي زه د څښتن د کور دروازې ته بوتلم. ما ولیدل چې د دروازې لاندې اوبه راروانې وې او ختیځې خواته د څښتن د کور مخې ته بهېدلې، ځکه چې د کور ختیځ خواته ؤ. هغه د څښتن د کور د جنوبي برخې نه لاندې تېرېدلې او د قربانۍ د ځای جنوب خواته بهېدلې. ۲ بیا هغه سړي د شمالي دروازې په لاره د څښتن د کور د ساحې نه دباندې راوویستلم او هغې باندینۍ دروازې ته یې بوتلم چې ختیځ خواته مخامخ وه. د دروازې جنوب خواته یوه کوچنۍ ویاله بهېدله. ۳ هغه د اندازه کولو په لرګي باندې پنځه سوه متره ختیځې خواته کوزه ویاله اندازه کړه او ما سره یې مرسته وکړه چې د ویالې نه تېر شم. اوبه زما د پښو تر بنده پورې رسېدلې. ۴ بیا هغه نور پنځه سوه متره اندازه کړه او زما سره یې مرسته وکړه چې د اوبو نه تېر شم، هلته اوبه زما تر زنګنونو پورې رسېدلې. د هغه ځای نه پنځه سوه متره لېرې اوبه زما تر ملا پورې رسېدلې. ۵ هغه نور پنځه سوه متره اندازه واخیستله او په هغه ځای کې سیند ډېر ژور ؤ چې ورڅخه پورې وتلی نه شوم. دا سیند دومره ژور ؤ چې هېڅوک پرته د لامبو نه ورڅخه پورې وتلی نه شو. ۶ هغه ماته وویل: «ای فاني انسانه، دې هرڅه ته په غور سره وګوره.»
بیا زه هغه سړي بېرته د سیند غاړې ته بوتلم ۷ او کله چې هلته ورسېدم، ما ولیدل چې د سیند دواړو غاړو ته ډېرې زیاتې ونې وې. ۸ هغه ماته وویل: «دا اوبه ختیځې سیمې او لاندې مړې بحیرې ته بهیږي. کله چې دا اوبه مړې بحیرې ته وروبهیږي، نو د مړې بحیرې مالګینې اوبه په خوږو اوبو باندې بدلیږي. ۹ هر چېرته چې دا سیند جاري شي، نو هلته به ډول ډول حیوانات او ډېر زیات ماهیان وي. دا سیند د مړې بحیرې اوبه خوږې کوي او چېرته چې هغه بهیږي، نو هرڅه به هلته ژوندي وي. ۱۰ د عینجدي نه تر عینعجلایم پورې به ماهيګیران د مړې بحیرې په غاړه ولاړ وي او په هغه ځای کې به خپل جالونه وغوړوي چې وچ شي. هلته به د مدیترانې د بحیرې په شان ډول ډول ماهیان وي. ۱۱ خو جبهزاره ډنډونه به پاک نه شي، هغه به د مالګې دپاره پاتې شي. ۱۲ د سیند په دواړو غاړو باندې به هر ډول ونې راشنې کیږي چې مېوه ونیسي. د هغو پاڼې به هېڅکله نه مړاوې کیږي او تل به مېوه نیسي. هغه به هره میاشت مېوه نیسي، ځکه چې هغه ته د داسې سیند اوبه ورکول کیږي چې د عبادت د ځای نه راځي. د هغو د مېوو نه به د خوراک دپاره ګټه اخیستل کیږي او د پاڼو نه به یې د خلکو د علاج دپاره کار اخیستل کیږي.»
۱۳ څښتن تعالی داسې وویل: «دا د هېواد سرحدونه دي چې د اسراییلو په دولس قبیلو باندې به د ملکیت په توګه وېشل کیږي. د یوسف قبیلې ته به دوه برخې ورکړل شي. ۱۴ ما ستاسو د نیکونو سره قسم خوړلی ؤ چې زه به دا هېواد هغوی ته ورکړم، اوس تاسو هغه د خپل ملکیت په توګه په خپل منځ کې سره برابر ووېشئ.
۱۵ شمالي سرحد به ختیځې خواته د مدیترانې د بحیرې نه پیل شي او د حتلون تر ښاره، د حمات تر غاښي، د صدد تر ښاره، ۱۶ بیروته او سبرایم تر ښارونو چې دا ښارونه د دمشق د پاچاهۍ او حمات د پاچاهۍ ترمنځ پراته دي او د حاضیرحاتکان تر ښاره پورې چې د حوران د سیمې په سرحد باندې پروت دی، ورسیږي. ۱۷ نو شمالي سرحد به د مدیترانې د بحیرې نه ختیځې خواته د حصرعینان تر ښاره چې د دمشق په شمال او د حمات په جنوب کې دی، ورسیږي.»
۱۸ «ختیځ سرحد به جنوب خواته د حورون او دمشق د دواړو پاچاهیو ترمنځ سرحد نه پیل شي، د اردن د سیند نه چې په لوېدیځ کې د اسراییلو د هېواد او په ختیځ کې د جلعاد د سیمې ترمنځ سرحد جوړوي او د تامار تر ښارګوټي پورې چې په مړې بحیرې باندې پروت دی، ورسیږي.
۱۹ جنوبي سرحد به د تامار نه لوېدیځ خواته د مریبوتقادش تر اوبو پورې او د هغه ځای نه شمال لوېدیځ خواته د مصر تر خوړه پورې او د مدیترانې تر بحیرې پورې ورسیږي.
۲۰ لوېدیځ سرحد به یې د مدیترانې بحیره وي، شمال خواته به هغه ځای ته ورسیږي چې د حمات غاښي ته مخامخ دی.»
۲۱ «دا ځمکه د خپلو قبیلو ترمنځ ووېشئ، ۲۲ دا به ستاسو تلپاتې ملکیت وي. کله چې دا ځمکه وېشئ، نو کوم پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او دلته یې اولادونه پیدا شوي وي، نو هغوی ته به هم په دې ځمکه کې برخه ورکول کیږي. هغوی باید د اصلي اسراییلیانو په شان وګڼل شي او ملکیت باید هغوی ته د اسراییلو د قبیلو په شان ورکړل شي. ۲۳ پردي اوسېدونکي چې د کومې قبیلې سره اوسیږي، هغوی به هلته خپله برخه اخلي.» ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.